پر سنګسار ټینګار

سيد حسين پاچا

169

د بلواک او له ملته پټ شيخ هبت الله د پام وړ :

په عام محضر کې دا ډول سزاوې جايز نه دي

د سنګسار ((رجم)) په مسأله کې احتياط اړين دی او دا محتاط به مسأله ده

له څلورو پېښو پرته چې د پېغمبر (ص) عليه وسلم په ژوند کې شوي او هغه هم د مرتکبينو له لورې د هغوی په غوښتنه او د اخروي تزکيه لپاره شوي او بس د راشده خليفه ګانو په وخت کې بيا داسې پېښې تر سره شوي، نو بناءً زموږ لپاره پکې احتياط اړين دی

ايا تاسې خپل ځان د الوهيت او که د نبوت په مرتبه کې وينئ که څنګه؟ د خپل پټون وضاحت دې ولې نه شې ورکولی؟ موسی عليه السلام خو هارون د قوم د سمون لپاره پرېښووه او خپله طور ته د ملاقات لپاره لاړ، خو دا يې ورته ونه ويل چې زما تر راتګ پورې له خلکو پټ شه او ورته مه راښکاره کېږه او نه الله تعالی ورته داسې څه ويلي، نو تاسې ولې پټ ياست؟ وضاحت يې بايد ورکړئ!

نوټ : طالبان خپله تورن دي چې دوی پر خپلو ملاتړيو شرعي سزاوې نه پلې کوي، نو پر نورو يې ولې پلې کوي؟ بيا هم که داسې وي، نو بيا خو ته خپله په عينو مينه کې ناست او له خلکو پټ يې. ولې په جومات کې نه کېنې؟ څه شي ته دې ملا حسن اخوند په ارګ او مولوي عبدالکبير په سپېدار ماڼۍ کېنولي او سزاوې په عام محضر کې خلکو ته ورکوې، ولې؟ محکوم ((بلواک)) خو د حدودو د پلي کولو مستحق نه دی. علماء دا وايی چې هر هغه حکومت يا واکمني چې خلکو ته د دوی د ژوند لومړني اړين بنسټيز حقوق او خدمات برابرولی نه شي، نو هغوی ته په کار نه ده چې سختې فزيکي سزاوې لکه : اعدام، رجم او د بدن د غړو پرېکول او داسې نورې سختې فزيکي او رواني ځورونې.پر خلکو پلي کړي.

https://www.youtube.com/watch?v=8m7TkwAncBU

Maulana Muhammad Khan Sherani part 5 مولانا محمد خان شیرانی

بي بي سي پښتو

له مولانا محمد خان شيراني سره مرکه

https://www.youtube.com/watch?v=CoxlEw0A5iM&t=288s

شيخ صاحب،

ستاسې پټون خو د بېګانه استخباراتو له لورې نه له مخکې نه پلان شوی چې مشرتابه به يې ميندی نه شي، نو دا خو ستاسې هغه کاذبانه دعوی له بُطلان سره مخ کوي چې موږ تاسې ته ازادي راوړې ده. د څه شي ازادي؟ تاسې خو په حقيقت کې د يو برمته ((بونګه)) شوي حيثيت لرئ، نو تاسې دېته سوچ وکړئ.

د پاکستان خپل قاضيان له آی ايس آی نه په ډېرو قضاياو تنګ شوي او ډول ډول يا بېلابېل فشارونه پرې راوړل شوي او د دوی په عدلي امورو کې يې لاسوهنه کوي او حال دا چې ته ښه پوهېږې چې ستا حرکت له پيله جا جوړ کړی؟ څنګه يې وروزلئ او څه شي ته يې وروزلئ؟ تاسې د کرنيل امام کتاب او داسې نور کتابونه ولولئ چې څنګه يې پکې معرفي کړي ياست؟

د پاکستان عالي محکمې د شپږو قاضيانو ليک: څارګرې ادارې مو کارونو کې لاسوهنه کوي

https://www.bbc.com/pashto/articles/c724q7jjmqmo

دا خو ګردې نړۍ ته روښانه ده چې د افغانستان اړوند مسايل د پوځ او استخباراتو په اختيار کې دي نه د مرکزي حکومت. د مؤثقو او معتبرو لاسوندو له مخې خو ستاسې اداره له کوټې راوړل شوه او آی ايس آی تاسې ته لا له مخکې نه ويلي وو چې تاسې به هلته کوچېږئ او واک به درسپارل کيږي چې دا د بادار (امريکا) او د غلام لاسپوڅي (پاکستان) ترمينځ د عاشق ومعشوقې ترمينځ پټې اړيکې دي چې عاشق ومعشوقه پخپلو کې سره جوړيږي چې په دې لوبو کې خو تاسې د هغوی شل کلنه نيابتي راتپل شوې جګړه مخته بوتله او د همغوی پر اخور او دسترخوان رالوی شوي ياست.

شيخ صاحب،

تاسې دلته ستاسې د ملاتړي ښاغلي شيخ عبدالحميد حماسي څرګندونې واورئ چې ان تاسې د روژې مياشتې د ليدو د پرېکړې اعلانېدو واک هم نه لرئ. افغانستان پخپل تاريخ کې دا کار نه دی کړی او موږ د نړۍ له نورو مسلمانانو سره په ګډه يوځای روژه نيولې او يوځای مو سره ماته کړې ده او نه له پاکستان سره. ايا دا شرم نه دی چې د شپې يوه بجه مو اعلان وکړ، ولې؟ پاکستان غوښتل چې پر تاسې هم خپل نفوذ وشيندي او له خپل ځان سره مو سم مديريت کړي، نو تاسې پر دې خپلې خپلواکې باندې هم سوچ وکړئ چې ايا په رښتينې خپلواک ياست؟

https://www.tiktok.com/@mamozai721/video/7351367426010795296?_r=1&_t=8l3eK0pb18b

حماسي :

دين بايد موږ د سياست قرباني نه کړو. دا چې اوس موږ دلته له بل چا په دغې [؟؟؟] راګېر شوي يو طالبانو بايد څوک يې قرباني نه شي. دين بايد [د سياست] قرباني نه شي. سياست هم د اسلام يوه شعبه ده، خو دين ترې بايد قرباني نه شي.

ګرانه ته خپله سوچ وکړه چې په څه شي کې راګېر شوی يې؟ او ولې راګېر شوی يې؟

د الله تعالی نېکبخته،

په سورة يوسف کې به درته د يوسف عليه السلاک ښه معلومه وي او تر هر چا به پرې ډېر ښه پوهېږې چې هغه مبارک له دې سره سره چې د يعقوب زوی، د اسحاق لمسی او د ابراهيم عليه الصلاة والسلام کړوسی، خو د عزيز له مصر سره د مريی بڼه لرله چې د زليخا په غوښتنه رابلل شويو مېرمنو ته له کوټې راووت او هغوی يې په ليدو حيرانه شوې، خو چې کله يې ترې د معصيت غوښتنه کړې وه، نو هغې نه وه منلې.

ګرانه شيخ صاحب،

ته ما ته دا ووايه چې دا ستاسې او ستا د امارت د ټولو چارواکيو حيثيت اوس دلته څنګه دی؟

مولانا محمد خان شيراني خو وايی چې دا د پردی جنګ دی چې و ملا، طالب و مدرسې او مذهبي طبقې ته په څټ پورې ورتړلی دی، نو مولوي صاحب عبدالکبير په کوم صلاحيت دا خبره کوي چې څوک زموږ جنګ له امريکا/امريکايانو سره جهاد نه بولي، نو هغوی بې ناموسه دي.

که تاسې ځير شئ همدغه خواجه آصف چې تېرځل هم وزير وو ويلي وو چې :

خواجه محمد آصف :

د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی.

همدا خواجه آصف نن وايی چې ((افغانستان د ترورېزم منبع ده)).

https://www.pashtovoa.com/a/pakistan-s-defense-minister-terms-afghanistan-source-of-terror-/7547135.html?withmediaplayer=1

مولوي صاحب عبدالکبير په دې سوچ وکړي چې دی خو به خپله تېر وتلی نه وي، که څنګه؟

روزونکی خواجه آصف په زغرده وايی چې ما د پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی او دی بيا وايی ((که څوک زموږ جهاد ته جهاد نه وايی، نو هغوی بې ناموسه دي)). دغه ضدونقيض دی څنګه توجيه کوي؟

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک چمتو کړای شي.

قاضي حسين احمد:

د امريکا ته : زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

مولانا سميع الحق:

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

مولانا فضل الرحمان:

مولانا فضل الرحمان د ښاغلي کرزي په وخت کې ويلي وو چې که افغانستان له موږ ((پاکستان)) سره د سرحد ستونزه ومني موږ به يې د امنيت تضمين وکړو.

قريشي : د افغانستان او کشمير مسالې له يو بل سره تړلي دي.

شهباز شريف : ناممکنه ده چې هم کشمير کې بوخت شو او هم لويديځ سره په افغانستان کې مرسته وکړو.

شهباز شريف : دا ممکنه نه ده چې کشمير کې دې اور کې سوځي او افغانستان کې دې سوله وي.

شيخ صاحب،

کرنيل امام

د افغانستان د جهاد داستان

دا زموږ خپل جنګ وو

زه غواړم لږه رڼا په دې واچوم چې دا زمونږ خپل جنګ وو. مونږ د بل چا له پاره جنګ نه دی کړی. مونږ ته معلومه وه چې که مونږ د ډيورنډ لاين هغې غاړې سرې لښکرې حصار نه شوې کړلای، نو ډېر ژر به د پاکستان انجام هم د منځنۍ اسيا د هېوادونو په څېر د غلامۍ شي.

ځېنې خلک داسې فکر کوي چې مونږ ګني د امريکې له پاره دا جنګ وکړ، کوم وخت چې مونږ دا جګړه شروع کړې وه هغه مهال امريکا افغانستان له پاره هيڅ پرګرام نه درلود.

که يې درلودلای، نو بيا يې ولې د نورمحمد ترکي حکومت په رسميت وپېژندلو؟  تر دې چې پاکستان ته هم د امريکې لهاخوا وويل شول چې ((د افغانستان حکومت په رسميت وپېژني.))

زمونږ د پوځ نظر دا وو چې د نور محمد ترکي حکومت ډېر کمزوری دی او عام ولسي ملاتړ نه لري، نو پکار نه ده چې مونږ يې په رسميت و پېژنو.

ما په خپله د جنرال ضياءالحق نه هغه وخت اورېدلي چې نه بايد مونږ د نور محمد ترکي حکومت په رسميت وپېژنو، خو د امريکايانو تشويق او هڅونه وه چې مونږ د نور محمد ترکي حکومت په رسميت وپېژندلو.

[ ۱۹ مخ]

=-=-=-=-=

د طالبانو اسلامي امارت

افغان جهاد او ۳۵ مثالي ځوانان

امريکا لا هم هغه وخت نه غوښتل د روسيې پر وړاندې ځان د خبرې سر کړي خو دا پاکستان وو چې هرڅه يې پر ځان ومنل او يو سخت دشمن سره مخ شو. نو د امريکا ارادې په وروستيو کې خرابې وې هغه کارونه چې مونږ د افغان جهاد کې له ګډونه بايد د پاکستان له پاره کړی وی نه وو شوي. ((د شوروي په خلاف جګړه کې بايد مونږ ته زمونږ حق راکړی شوی وی))، خو مونږ چې ليدل په کابل کې د مجاهدينو له حکومت جوړېدو وروسته هر څه زمونږ له لاسه ووځي.

[ ۵۶ مخ ]

کرنيل په زغرده د دې دعوه ګير دی او له امريکا ګيله من دی او وايې چې افغانستان بايد دوی [پاکستان] ته د روسانو له وتو وروسته ورکړی وای، خو دا کار امريکا ونه کړ، خو موږ يې بايد وکړو.

مولوي صاحب عبدالکبير دېته څه پرتوګ وراغوندي؟

داسې نه ده، بلکې ما او ده خو د باړې په هاشمه کې په ۱۹۸۷ او ۱۹۸۸ ز کلونو کې يوځای سبق ويلی او مولوي صاحب نور محمد ثاقب زموږ ګډ استاذ دی. د استاذۍ درنښت يې راته پخپل ځای، خو ليدلوری مو سره ورته نه دی.

ګرانه خپه کېږه، شيخي ميخي نشته، خو دا تريخ واقعيت بايد ومنې چې تاسې اوسني او تېر جهادي واکمنان د پنجاب د ګومارل شويو دنده لرئ او بس.

پنجابي واکمنان ځانته شريعت نه غواړي، خو موږ ته يې غواړي او حال دا چې روژه هم د شريعت يو فرضي حکم دی، خو هغه روژه يې هم پر موږ راتپلې او وايی چې ((روژه [رمضان] راغی پټان پوه شه او روژه يې.)) خو ته ساده ګل بيا د همغوی پر خولې دلته پر خلکو شريعت پلی کوې او د سنګسار په شان درنه سزا باندې ټينګار کوې او حال دا چې دا يوه ډېره محتاط به مساله ده، نو ته لږ په دې خپل ګرېوان کې سر کښته کړه چې ته دا څه کوې؟

ته ساده ګل بيا داسې انګېرې چې د ځمکې پر مخ له تا بل څوک زيات مسلمان او پر شريعت پابند نشته او حال دا چې د ښاغلي غني د وخت هماغه شنه ډالر اوس ته اخلې. هېښنده لا دا چې هغه وخت هغه ډالر هغه ته حرام، خو تا ته اوس روا دي. دا ځکه چې پاکستان ته هر څه روا دي، نو تا ته هم روا دي، نو ستا شريعت اصلاً د پنجاب په ((هو/نه)) باندې متکي دی نه پر اسلامي ارزښتونو، کنه ته او خپل ايمان دې چې د يو عالم په توګه چې نه يوازې دا چې خلکو ته خدمات وړاندې کولی نه شئ، بلکې له نجونو او مېرمنو مو د زده کړې او د کار حق مو هم اخېستی او د امر ثاني په پلمه مو ترې غصب کړی او په منګولو کې مو ټينګ نيولی دی چې نه يوازې له هغوی، بلکې له عام ولس او خلکو مو هم د کار حق اخېستی او حکومت مو د يو څو تنو ملايانو په خپل مينځ کې سره وېشلی دی. ايا دا انصاف دی چې پر ټول واک مو خېټه اچولې او د شل کلن بېګانه جنګ چې خواجه آصف، کرنيل امام او نورو پاکستانيو چارواکيو ورته نغوته کړې واک يوازې د ځان حق بولئ چې تاسې افغانستان فتحه کړی او خپلواکي مو راوستې ده، د څه شي خپلواکي؟

کرنيل امام

د افغانستان د جهاد داستان

زمونږ د آي ايس آي يو بل افسر چې تازه تازه کندهار ته راغلی وو له ما وغوښتل چې ملا محمد عمر اخوند رسنيو سره له خبرو ډډه کوي او ډېرې رسنۍ غواړي چې د طالبانو په اړه پوی شي څه وکړو؟

مونږ په بيړه يو تکړه ځوان ملا خير الله خيرخوا چې ډېر فصاحت يې درلود يو لنډ کورس له پاره اسلام اباد ته ولېږه، خو هر څه دومره په تېزۍ سره روان وو چې په لومړي ځل مونږ د يوسخت مشکل وخت سره مخ شو

چې خپل کارونه مو په سمه توګه نه شو مديريت کولای.

مونږ نه غوښتل دومره ژر د طالبانو په اړه هرڅه خپاره شي او هغه د نړۍ د ميډيا په پرده را ښکاره شي.

[۷۴ مخ ]

دغه ټکي د دې ښوونه کوي چې ستا د واک او ستاسې د تخليق پروسه ټوله د بل چا په لاس کې ده او ان تر دې چې تاسې ميډيا ته راښکاره کېدو ته هم نه پرېږدي. له پيله تر دې دمه همدا لوبه درباندې روانه ده او بيا هېښنده لا دا چې سراج الدين حقاني او نور له خلکو ستا په غياب کې له خلکو بيعت غواړي چې دا لا ډېره شرموونکې ده. د الله تعالی نېکبخته کرنيل امام خو اوس په خاورو کې پروت دی او نشته، خو هغه طرحه او پلان يې له مرګ وروسته لا تر اوسه هم پر خپل ځای دی، نو ستا پټون له مخکې نه ترسيم شوی او دا ستا په واک کې نه دی.

زما نيوکه پر تاسې همدا ده چې تاسې هلته په کوټه او هم د هېواد دننه په عينو مينه کې او ان ملا حسن اخوند دې په ارګ کې د برمته شويو يا بونګه شويو حيثيت لرئ او بس. لارښوونې درته له بل ځايه راځي او لا تر اوسه ستاسې د واک واختيار کيلي د بل چا په لاس کې ده او دا هغه ورځ شوې ده چې ستاسې د دوحې له تړون لاسليکولو يوه ورځ مخکې عمران له خپلو نظاميانو او استخباراتو سره قطر ته ولاړ او هلته يې د تړلو دروازو تر شا له امريکا او عربي استخباراتو سره خبره خلاصه کړه او له هغې وروسته ستاسې د واکمنۍ مخته بيولو پروسه پيل شوه او پاکستان بيا د خپل هغه ورکړل شوي پلان سره مخته يووړله او اوس ستا په څېر يو محکوم چې ولس ته راښکاره کېدای نه شې او همدغه وجه ده چې ستا حاکميت تر پوښتنې لاندې دی او يو محکوم نه شي کولی چې په داسې شرايطو کې چې ولس ته خدمات غرضه کولی نه شي، بلکې حقوق يې هم ترې اخېستي او غصب کړي دي درنې سختې فزيکي سزاوې پرې پلې کړي او د کاڼو د ويشتلو ((رجم)) مساله کې چې علما يې په پلي کولو کې له ډېر احتياط کار اخلي او خپلو حکومتونو او محاکمو ته پکې هېڅ مشوره نه ورکوي او احتياط پکې اولی يعنې غوره بولي، نو تاسې يې څڼګه په پلي کولو کې ټينګار کوئ؟

خپل فرمانونه مو ټول پر ښځو پلي کړي نه پر خپلو ځآنونو او خپلو اړونده ملاتړيو او خپل خو بيا هېر کړئ او ځان پرې ناګاره واچوئ چې دا ستاسې دوه ګونی چلند او له ښځو سره ديو توپيري چلند ښکارندويي کوي او دا د اپارتايد کړنه ده.

=-=-=-=-=

داسمه ده د طالبانوپه منځکې به هر ډول خلک وي کله چې لومړی ځل د امر باالمعروف او نهی عن المنکر څانګه جوړېدله داسې وشول چې طالبانو به د پخوانيو خلقيانو او د روسانو د اجنټانو په کورنيو تېري کول

هغوی يې وينځې ګڼلې او د شپې به يې کور ته وړلې.

په کندهار کې خلکو له ډاره غږ نه کولو خو دا کيسه ورځ تر بلې ډېرېدله. يوه ورځ کوم طالب چې طالب نه وو، خو پګړۍ يې په سر وه په کوم کلي کې پېغله جينۍ خوښه کړې وه.

هغه يې له پلار غوښتې وه، خو چې نه يې وه ورکړې په زور يې ځان سره وړې وه. کله چې نجلۍ انکار کړی وو پرې زياتی يې هم کړی وو او بيا يې وژلې وه. د نجلۍ کورنۍ طالب مشرانو ته عرض وکړ ټولو اندېښنه وښوده او وويل چې دا ستونزه ډېره شوې، نو بيا زما د يو ملګري کور ودان چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ايډيا يې وړاندې کړه او ټولو طالب مشرانو ومنله.

[ ۸۷ مخ ]

شيخ صاحب،

دا ستاسې د پيل خبره ده چې له پيله مو بنسټ پر دغسې غلطه او د يو بېګانه جاسوس پر کرنيل امام پر لارښوونه اېښوول شوی او تر پايه به همداسې نيمګړی او د نورو په واک کې وي. د يو مسلمان افغان په توګه دا ډېره دردوونکې ده چې يو بېګانه ګومارل شوی جاسوس زموږ له هر څه خبر وي، خو خپل نالوستي، سرتنبه او غبي طالبان نه او بيا لا تاسې پر خپلو فدايانو وياړئ او لا دا تور پر رسول مقبول مبرور صلی الله عليه وسلم اړوئ چې هغه د جومات پر سر ناست او فدايانو ته د شهادت او د جنت شهادتنامې ورکولې او دا کار بيا د اولياو د شان شوکت سره تشبيه کوي. هغه مبارک خو له کوټې سيده جومات ته راوته او صحابه به ورته سترګې پر لار ول.

تاسې او انصاف چې تاسې کله هم له خپل ماشومتوبه تر اوسه او په دې ټوله ملايي او شېخۍ کې مو چې په مدارسو کې زده کړې کړي دي. هلته مدرس او خلکو ته به امام پاتې شوي ياست تاسې کله هم په فزيکي او جسمي بڼه د جومات پر سر ناست ياست؟

شيخ صاحب،

بيا هم دريادوم چې علماء دا وايی،

هر هغه حکومت، سلطنت، نظام او سنبالچارې اداره چې خپل ولس، رعيت، ټولنې او ملت ته د لومړنيو بنسټيزو چوپړونو يعنې خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی وي او خدمات غرضه کولی نه شي ، نو هغوی حق نه لري چې سختې فزيکي سزاوې، لکه : سنګسار ((رجم)) تر مرګه په کاڼو ويشتل، د بدن د غړو غوڅول يا پرېکول، قصاص ((بدل)) او داسې نورې سختې بېلابېلې بدني/جسمي او روحي ځورونې پلې ((تطبيق)) کړي، بلکه ښه دا ده چې دا ډول حقوقي سزاوې وځنډوي او راتلونکي منتخب حکومت ته يې پرېږدئ او يا يې په بديلو لارو چارو غور او هغه پلې شي، لکه، ديت، بښنه او اوږد عمري بند او داسې نور.

له بده مرغه چې تاسې اوسني واکمنان نه يوازې چې ولس ته د دوی د لومړنيو بنسټيزو حقوقو لکه زده کړه، د کار او د ژوند نور حقوق ورکړي نه دي، بلکې په ورکړه او په پوره کولو او يا مهيا کولو کې پاتې راغلي ياست، بلکې سرچپه او د دښمنۍ نه پخلاکېدونکی چلند مو غوره کړی او د کرکې په سترګه ورته ګورئ چې دا ښه خبره نه ده.

بيا هم،

دريادوم چې هېڅوک، هېڅ حاکم او هېڅ زورور او برلاسی واکمن د دې حق هېڅکله نه لري چې د زده کړې او د کار حق له چا واخلي. دا يو الهي حق دی چې الله تعالی د بشر له پيدايښت سره سم يې ورته د هغه لومړني بنسټيز حقوق مهيا کړي او له هغه وروسته يې ورته د ((ولاتقربا هذه الشجرة)) حکم کړی او د هغې وجه/علت يې ورته ويلی چې ((فتکونا من الظالمين)) او بيا يې ورته د هغې پايله ويلې چې ((اهبطوا منها جميعًا)) او بيا چې کله راکښته شول، نو له هغې وروسته د هدايت خبره ياده شوې.

تاسې خو عالم ياست او ښه پوهېږې چې الله تعالی له دې مخکې ورته د ((وعلم)) او ((انبئهم)) کارولی چې لومړی خپله زده کړه او بيا نورو يعنې پريښتو ته ښوونه چې ښوونه هم ورته الله تعالی پخپله کړې، خو بيرته يې پريښتو ته په ښوونه ورته وويل چې دا حق هملته په پيل کې جوت شوی.

له هغه وروسته يې ورته د ((اسکن)) کليمه په داسې شکل کارولې چې ادم ته يې په ((انت)) او مېرمنې ته يې په ((وزوجک الجنة)) د سکونت او مصؤون چاپيريال حق يې هر يو ته جلا جلا په واضحه توريو تثبيت کړی او بيا يې ورته د ګډ ژوند په تړاو هغه لاره ورښوولې چې ((وکلا منها رغدًا)) شيخ صاحب تاسې خو خپله عالم ياست ايا ته او مېرمن به دې دا وزغمئ چې هغه ځانته پخلی کوي او ته يې ځانته؟ او د هندوانو په شان به ځانته جلا جلا ناست او ډوډۍ به خورئ ايا ته به يې ومنئ؟ نو ځکه الله تعالی دلته تثنيه وکاروله او د خوراک پابندي يې پرې ونه لګوله او هېڅ ډول محدوديت يې هم پرې ونه لګولو او ورته يې روښانه کړه چې ((حيث شئتما)) چې بيا له دې ټولو خدماتو وروسته ورته دلته په ايات کې د نهی يا منعې خبره راغلې ده.

شيخ صاحب،

تر قيامته په دې پټون او نه راښکاره کېدو خلاصېدای نه شي او نه دا خبرې نورې چلېدای شي. تاسې مجبور ومکلف ياست چې د خپل پټون او د ښوونځيو د نه خلاصېدو وضاحت ورکړئ او امر ثاني دې اصلاً له پيله له شريعت او له ټولو مدني اسلامي او ان له أن له ټولو بشري او نړيوالو اصولو او ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

الله تعالی موسی عليه السلام ته د طور په ليدنه کې له دېرشو لس ورځې زياتې کړې چې نصوصي روښانه دي او همداسې ذکريا عليه السلام ته د ((الا تکلم الناس ثلاثة ايام الا رمزا)) او ان پېغمبر صلی الله عليه وسلم د مرستې لپاره د پريښتو رااستونه چې قرآن يې وضاحت کړی دی، خو دا ستا امر ثاني ته هېڅ دک و دليل نور نشته او امرثاني دې اصلاً د نجونو له زده کړو سره د ښکاره مخالفت او دښمنۍ‍ په مانا دی.

شيخ صاحب،

تا ته خو پنجابي بنسټ Panjabi Military Establishment داسې سترګۍ اچولي چې عيني واقعيتونه پرې ليدلی نه شې کنه هغه وخت چې بنګال وپنجاب يو حکومت وو، خو کله چې شيخ مجيب الرحمان ټاکنې وګټلې، نو پوځ په دې کار خوښ نه شو او بوټو يې رامخته کړ او ويې نه منلې چې په حقيقت کې پنجاب نه غوښتل چې د سياسي او پوځي واکمنۍ واک واختيار يې ډاکې ته انتقال شي، نو په مخالفت شروع وکړه او خبره جنګ ته ولاړه او هغه مجبور شو چې له پنجابي ظالمو حاکمانو هند ته د مرستې لاس وغځوي، خو هغه همدې پنجاب نظآمي واستخباراتي واکمنۍ چې تاسې يې دلته واکمنان کړي ياست مجبور کړ چې د يو مسلمان له لاسه هندو نه مرسته وغواړي، نو ستا هغه هېر شول.

تا ته په ياد نه دي چې هغه غريبو او بېوزلو بنګاليانو د خپلې ښې راتلونکې او تلپاتې خپلواکۍ او ويښتيا لپاره دا درک کړه چې يوازېنی شی چې هغه موږ په راتلونکې کې له تل کړاوه خلاصوي هغه زموږ د اولادونو زده کړه ده او همغه وو چې په هغه سختو شرايطو او جنګي حالاتو کې يې ښوونځي په ګرځنده کښتيو او موټرو کې جوړ کړل او يوه ورځ يې هم د خپلو اولادونو زده کړه ونه دروله او تاسې د يو عالم او شيخ په توګه له دې ټولو عيني واقعيتونو سترګې پټې کړي او دا دې د کور داخلي مسآله بللې، ولې؟

تاسې د يو ديني عالم او مدرس په توګه دا خپلې کړنې او امر ثاني مو څنګه توجيه کوئ؟

ايا داسې کوم مؤثق او مستند مدرک يې وړاندې کولی شئ؟

که يې کولی شئ، نو دا يې ګز و دا ميدان، مهرباني وکړه او راوړاندې يې کړه چې ويې ګورو او ويې لولو چې تا څه قانع کوونکي دلايل پکې راوړي دي چې موږ پرې قانع شو او منښته درسره وکړو او که نه وړاندې کولی يې نه شې، نو بيا مهرباني وکړه رسنيو ته راووځه او وضاحت يې ورکړه.

زده کړه او علم دين زموږ د ټولو مشترک ميراث دی. يوازې او يوازې يې تاسې واکمنه ډله د تسلط او انحصار دعوه کولی نه شئ. اسلامي او نااسلامي نړۍ له ديني علماو او متخصصينو ډکه ده چې دا ځان ناګاره اچول او پر ښوونځيو او زده کړه خېټه اچول، غصبول او يوازې د ځان حق ګڼل چې دا ستاسې خپله سرتنبه ګي ده او لا به په ټولنه کې له دې نور هم منزوي شئ .نور له داسې کړنو او نه پخلا کېدونکې دښمنۍ لاس واخله. تاسې اوس دا ملت او د دې ملت د نجونو د زده کړې حق برمته کړی او په خپلو منګولو کې مو نيولی او ولس ته يې نه ورکوئ.

پاملرنه

اوسنيو واکمنانو ته اړينه ده چې له خپلې سر زورۍ لاس واخلي او له وخت ګټه پورته کړي او نوره اجازه ورنه کړي چې د ښوونځيو په نه پرانېستنه کې له بېغورۍ کار واخلي. څومره چې ژر کيږي بايد د نجونو ښوونځي خلاص او ټول ښوونيز بنسټونه بايد د نجونو پر مخ خلاص شي.

مه ځانونه غولوئ او نه نور دا ملت په دې او هغه پلمه تېر باسئ.

او که نه، نو نور په دغه شان پاتې کېدای نه شئ او دا مظلوم ملت نور مه مجبوروئ چې د خپلو اولادونو د زده کړې په پار مو ګرېوان ته لاس درواچوي او خبره خرابه شي.

درې کاله مو بس دی او ډېرې بېلابېلې پلمې مو وکړې او بله هېڅ پلمه هم نوره درته پاتې نه ده. ښاري او اطرافي کلتورونه سره توپير لري او دا جنجال به خامخا درته راپورته کيږي او دا په حقيقت کې نوره جوته شوې چې اوس د لوستيو او د نالوستي طالب ترمينځ کشمکش روان دی. تجربو جوته کړې ده چې علم تل پر جهالت بريا موندلې او ژر دی چې نور مو دا د جهالت ټغر درټول او بيرته د علم رڼا او علمي ښوونيز چاپيريال رامينځته شي.

اوسنۍ واکمنه اداره بايد دا په يا ولري چې ښځې د الله تعالی مستقل او خپواک مخلوق دی او له ټولو حقوقو برخمنې دي چې ان په لمانځه او په سورة الفاتحه کې يې ورته د ((اياک نعبد واياک نستعين)) او همداسې په ((اهدنا الصراط المستقيم)) کې يو شانته حق ورکړی، نو اوسنۍ واکمنې ادارې يې ولې د زده کړې حق غصب کړی او په دې او په دې و هغې پلمه يې ځنډوي او له بهرنيانو سره پرې د ځان لپاره معامله کوي چې دا ښه کړنه نه ده او دا ورته د دوی په تاوان پرېوځي. دا ځکه چې ورځ تر بلې په ټولنه کې اعتبار له لاسه ورکوي او خلک ترې نفرت پيدا کوي او پړه يې خپله د دوی پر غاړه ده چې بايد داسې ونه کړي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

طالبانو د مشر څرګندونو ته د ښځو د حقونو د افغان فعالانو غبرګونونه

https://www.pashtovoa.com/a/afghan-women-activist-reaction-to-taliban-leader-new-remarks-on-stoning-women-in-public/7541263.html

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.