د بریا زینه د ناکامیو له تختو جوړه ده /محمداکبر حقمل معینزی

0 755

که وپوښتو نو پوه به شو، چې هر بریالی کس له خپل تېر وخت څخه بشپړې ترخې کیسې او خاطرې لري، تېر ژوند یې د راز راز ستونزو او کړاوونو یوه لویه فلسفه وي، خو په خورا زیار او کوښښ سره یې له ستونزو ځان ایستلی وي او ځان یې د خپل زړه خوښوونکې بریا ته رسولی وي.

هېڅ داسې کس نشته، چې پرته له زیار او هڅې دې د خپلې خوښې بریا ته ورسېږي؛ ځینو ته کېدای شي دا چانس او فرصت په لاس ورشي، چې په اسانه ډول خپلې یوې غوښتنې او بریا ته ورسېږي، خو دا ډول بریا ته پرته له میراثي بریا بل کوم نوم نشو ورکولای؛ یعنې غوره بریا هغه بریا ده، چې د بل په مټو نه بلکې په خپلو مټو ترلاسه شي.

خوندوره بریا هغه بریا ده، چې د زیار او زحمت پایله وي؛ پرته له زحمت او زیار څخه په وړیا ډول بریالي کېدل کوم خوند نه لري.

د بل په مټو هر څوک بریالي کېدای شي اما په خپلو مټو بریالي کېدل د مېړانې ستره نښه ده. فکر مو وي، چې له دې مسئلې سره مرسته کول ورته خبر ونه بولئ؛ د بل په مرسته او په خپل زیار او وړتیا باندې بریالي کېدل بیا بېله خبره ده.

هېڅ وخت باید ناهیلي نشو هېڅ کس هم د خپل کار په لومړیو کې نه دی بریالی شوی هرو مرو یې ماتې خوړلې ده موږ باید دا جمله (د بریا زینه د ناکامیو له تختو جوړه ده) هېڅ وخت هېره نه کړو. بریا ته د ځان رسولو لار له خورا خنډونو، ستونزو او ماتو څخه ډکه ده، خو موږ باید تل مثبت واوسو.

دا چې په دې پوه شوو، د نن ورځې بریالي کسان د تېرې ورځې زحمت ایستونکي، زیار ګالونکي او ناکام شوي کسان دي، نو موږ هم باید ستونزې ومنو او مخ پر وړاندې لاړ شو، که چېرې نن ورځ زحمت ونه باسو، نو د سبا ورځې د بریا تمه هم باید ونه لرو او که چېرې غواړو د راتلونکې لپاره د خپلې خوښې بریا ته ورسېږو، نو اړ یو، چې همدا نن او همدا اوس هغه کړنې ترسره کړو کومې، چې د حقیقي او ريښتینې بریا لامل ګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply