د ځوانانو نړیواله ورځ، خو افغان ځوانان له مرګ سره ښکر په ښکر دي/ حمیدالله فیضي

0 927

ملګری ملتونه د اګست میاشتې په دولسمه نېټه، هر کال د ځوانانو نړیواله ورځ لمانځي. په همدې حال کې ملګري ملتونه سږکال دا ورځ د “ځوانان سوله ټینګوي ” په نوم نمانځي او افغان حکومت هم د ځوانانو ورځ لمانځنې په درشل کې وار په وار اعلان کوي چې افغان ځوانان د تلپاتې سولې او ثبات سره د همکارۍ جوګه دي.

افغان ځوانان د سولې او ثبات په ټینګښت کې خورا مهم رول لري. غواړم په همدې لیکنه کې په همدې ټکي تم شم، چې افغان ځوانان د افغانستان په سوله او ثبات کې خورا مهم رول لري، داچې ولې د سولې او ټیکاو ټینګښت د عمل جامې نه آغوندي؟ دا هغه پوښتنه ده چې بېلابېل لاملونه لري.

کورني لاملونه: تردې مهاله افغان حکومت د ځوانانو لپاره د کار بشپړې زمینې نه دي برابر کړي، چې افغان ځوانان وکولی شي، د هېواد په ګوټ ګوټ کې دندې ترسره کړي، ځکه ډيرۍ پام پلازمینې ته ده چې په پلازمینه کې هم د نا امنۍ ګواښ ترڅنګ کار موندنه ګرانه شوې ده.

په همدې ډول د ژوندانو د اړتیاوو د بشپړولو له امله ډیرۍ ځوانان زړه ښه کوي، چې یا خو د وسله والو مخالفینو له لیکو سره یوځای شي، یاهم خپل وطن پریږدي او له ډیرو سختو او ستونزمنو لارو د کډوالۍ پریکړه وکړي او ۵۰،۵۰ چانس په ترڅ کې یا اروپا ته ورسیږي او یاهم په اوبو او لارو کې د حیواناتو لپاره خواړه برابر کړي.

اوس مهال کابو ۶۵ سلنه افغان ځوانان له بیکارۍ سره ښکر په ښکر دي او په وار وار یې د کار د موندنې لپاره خپلې هڅې کړي، خو په افغانستان کې د اوزګارتیا د کمولو لپاره د افغان حکومت کمزورې تګ لارې او طرحې د دې لامل شوي چې افغان ځوانان اوس هم له بیکارۍ سره مخامخ وي او مجبوریتونه اړ کړي چې بېلابېلو جرمونو لاس پورې کړي.

که افغان ملي یووالي حکومت وکولی شي د بیکارۍ مخه ونیسي ښایې اتیا سلنه جګړه د افغان حکومت په پلوۍ کمه شي او وسله وال مخالفین هم خپل اتیا سلنه ملاتړ له لاسه ورکړي. خو له بده مرغه د بیکارۍ له امله ډیرۍ ځوانان اوس په نشه یې توکو اخته شوي، چې افغان ټولنې لپاره یوه بله بدبختي زیږولې ده. د کره احصایو او شمیرو له مخکې نږدې درې میلیونه کسان اوس په نشه یې توکو روږدې دي او په افغانستان کې د نشه یې توکو د تولید لپاره کورنی ښه بازار جوړ کړی دی.

که څه هم افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو ویناوو کې دځوان نسل ته د پاملرنې نارې سورې وهي او وایې چې ډیر ژر به کابینه ځوانه کړي، خو ډیرۍ ځوانان شکایت کوي هغه ځوانان چې له یوې ځانګړې ګړۍ سره اړیکه ولري بیا کار ترلاسه کولی شي او پرته له هغو نور ځوانان چې لوړې زده کړې هم ولري اوس مهال  یا د زده کړه ایزې تخصصي رشتې پر خلاف په چارو بوخت دي او یا هم بیکارۍ څخه ځوریږي.

ترهغه چې ادارې فساد ختم نشي د افغان ځوانانو د کار موندنې لړۍ به همدا ډول ستونزمنه وي، باید هڅه وشي هغه کسان چې واقعا د افغانستان د راتلونکې په اړه فکر کوي په تشکیلاتي جوړښتونو کې وګمارل شي، څو افغان ځوانانو ته د کار موندنې لړۍ برابره شي او ځوانان د دې پرځای چې خپله انرژي د وطن د بربادۍ لپاره ولګوي هغه د افغانستان د جوړونې لپاره په کار واچوي.

وسله وال مخالفین هم خپل ډیر مالي تمویل د نشه یې توکو د تولید او همدا ډول د کانونو د غیر معیاري سپړنې له لارې ترلاسه کوي. وسله وال مخالفین د افغان حکومت د بیکارۍ له کمزورتیا څخه ګټه پورته کوي او هغه پیسې چې له نړیوالو سازمانونو کورنیو مالي سرچینو او یا هم بهرنیو په ځانګړي توګه د ګاونډیو هېوادونو له لارې ترلاسه کوي په افغان ځوانانو یې لګوي او د دوی له مجبوریت څخه په ګټې اخیستنې یې اړ کوي چې د خپل ملت او ولس پر وړاندې وسله پورته کړي او جګړې ته دوام ورکړي.

په ځوانانو باید پانګه اچونه ډیره شي، ځکه دوی د افغانستان راتلونکې جوړوي. که چیرې د افغان ملي یووالي حکومت د ځوان نسل د ژغورنې لپاره تګ لارې جوړې نه کړي او یوازې په شعارونو تم پاتې شي ، ښایې په افغانستان کې د ډیرو نورو کلونو لپاره هم سوله او ټیکاو رامنځته نشي.

تل په افغانستان کې دننه د ځوانانو ورځ یوازې په ارماني شعارونو لمانځل شوې: لکه ( ځوان نسل ته رهبري ورکول کیږي، ځوان نسل وطن جوړوي، ځوان نسل د هېواد راتلونکې رهبري پرغاړه لري او بېلابیل نور شعارونه )، خو د هغه ځوان لپاره د افغانستان په لرې پرتو پولو کې چې د وطن له دښمنانو سره جګړه کوي تګ لاره پکار ده او دهغې تګ لارې له مخې باید ځوانان یوازې د قربانۍ لپاره نه وي، بلکې ځوانان ښونې او روزنې ته کار وشي، ځوانانو لپاره باید د لوړو زده کړو لارې چارې برابرې شي، ځوانان ته باید د کار زمینه برابره شي، ځوانان باید د وطن پالنې په روحیه سمبال شي او ځوانان باید رهبري په لاس کې واخلي، چې افغانستان لدې روانو بدبختیو وژغول شي.

په داسې حال کې د هېواد دننه د ځوانانو نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې اوس هم هره ورځ په لسګونو افغان ځوانان یا د یوې نا معلومې جګړې قرباني دي او یا هم د کار د نشتوالي له امله په سمندري اوبو کې ډوبیږي. د ځوانانو ورځ، ټولو افغان ځوانانو په ځانګړي توګه هغو ځوانانو ته چې د ملت او وطن ساتنې لپاره قرباني ورکوي، د زړه له تله مبارکي وایم، خدای وکړي چې د دې ورځې په برکت سره په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات ټینګ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply