!بنگله دیشه! ستا عظمت ته سلام

334

په ۱۹۷۱ م کال کې، چې څرنگ بنگالي ولس ته ثابته شوہ، غربي پاکستان سرہ یو ځایوالی ورته د خپل ملي ھویت، ژبې او په اکثریت کې د اقلیت سلوک، پر قیمت تمامیږ‎ي نو یې و پتئیله چې د پنجابي استبلشمنټ څخه ځان آزاد کړ‎ي.

مبارزہ او مجاھدہ یې وکړ‎ہ، قربانۍ یې ورکړ‎ې او ځان یې د نړ‎ۍ په نخچه کې د یوہ خپلواک ھیواد په توگه ثبت کړ‎.

خو زما سلام ورته پر دې نه دی، ځکه دا د ھغوی د ملي ھویت جگړ‎ہ وہ نو باید کړ‎ې یې وہ!

زما سلام ورته پر دې ھم نه دی چې د پنجابي استعمار څخه د ازادۍ په جگړ‎ہ کې یې خپلو ھغو بنگاليو غدارانو ته عمومي عفوہ اعلان نه کړ‎ہ چا چې د اشغالگرو سرہ مرسته کړ‎ې وہ.

بنگالي ولس ھغو ملي خاینینو ته ھم عفوہ ونکړ‎ہ چې د دین او مذھب له نوم څخه پر گټه اخیستنې یې له مور وطن سرہ خیانت کړ‎ی و، بلکې تر نورو ړ‎ومبی یې ھمدا مذھبي مشران د جماعت اسلامي د امیر مطیع الرحمان نظامي او نورو اوہ مشھورو څیرو په شمول را ځوړ‎ند کړ‎ل.

خو بیا ھم زما د سلام لامل دا نه دی. دا یې باید ھمداسې کړ‎ي و ځکه چې نور ترې عبرت واخلي او بیا په راتلونکې کې کوم بنگالی له وطن سرہ د دا راز غدر سوچ ھم ونکړ‎ي!

بنگله دیش د خپلې ازادۍ  ( ۱۹۷۱ م ) له وخته د پدما پر سیند د خپل تاریخ تر ټولو لوی پول د جوړ‎ولو ارادہ لرله، خو د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله یې دا سترہ پروژہ چې د بنگله دیش په اقتصاد کې یې د ملا تیر حیثیت درلود، نشوہ عملي کولای.

پر پول ۳،۶ بیلونه ډالر مصرف راتلل، نړ‎یوال بانک د ۱،۲ بیلونه ډالرو پور وعدہ کړ‎ې وہ او ھمدا رنگ نورو غربي استعماري مرستندویه ادارو ھم.

خو، کله چې سروې او نور لومړ‎ني مراحل تیر شول او پر پول عملاً د کار پیلولو مھال را ورسید، نړ‎یوال بانک او پر تعقیب یې نورو غربي مرستندویه ټولنو د پور له ورکولو انکار وکړ‎. ھغوی استدلال کاوہ چې بنگله دیش پر مالي فساد اخته دی!

دهاکه، بنګله دیش

خو بنگالی ولس ځیرک و، ډیر ژر پر دې وپوھید  چې د غربي استعمار ھیڅ مرستندویه ادارہ د دریمې نړ‎ۍ له داسې عام المنفعه پروژو سرہ مرسته نه کوي چې وروسته پاتې ټولنې د اقتصادي ازادۍ په طرف بیایي. که نه د بنگله دیش په دولتي ادارو کې خو مالي فساد ھغه مھال ھم و چې نړ‎یوال بانک او نورو ورسرہ د مرستو ژمنې کولې!

د بنگله دیش د ھغه مھال صدر اعظمه شیخ حسینه واجد د غربیانو پر دې وعدہ خلافۍ دومرہ نا ارامه شوہ چې خپل نور ټول کارونه یې شاته واچول، د پدما پول جوړ‎ولو ته یې اولیت ورکړ‎ او د خپل ولس په مرسته یې د دې سترې پروژې تمویل او تکمیل ته مټې را نغاړ‎لې.

د پدما پول پروژہ بنگالیانو پخپلو مالي امکاناتو په ۲۰۱۴ م کې پیل او په جنوري ۲۰۲۲ م کې په بریالیتوب سرہ سرته ورسوله.

خو بیا ھم زما سلام ورته پر دې نه دی. دا د بنگالي ولس د ملي غیرت مسئله وہ او باید ھمداسې یې کړ‎ي و!

دوستانو!

بنگله دیش د آسیا په جنوب کې  د بنگال خلیج پر غاړ‎ہ پروت د نفوس له مخې د نړ‎ۍ دریم ستر اسلامي ھیواد دی چې تل د خپل جغرافیایي موقعیت له لاسه د سمندري توپانونو او سیلابونو له ورانکاریو څخه ځوریږ‎ي.

کله د بارانونو د ډیر ورښت او کله د سمندر د یاغي کیدو له امله د تگ راتگ لارې او سړ‎کونه بند او ژوند پر ټپه ولاړ‎ وي.

نو ددې لپارہ چې په سیلاب ځپلو سیمو کې یې ماشومان له تعلیم څخه محروم پاته نشي، د بنگله دیش حکومت د ځینو خیریه بنسټونو په مرسته د Floating School یا د کښتۍ ښوونځۍ ایجاد کړ‎ې.

دا داسې ښوونځۍ دي چې ټولگي یې په کښتیو کې دي، باد، باران، سیلاب، توپان او بل ھیڅ راز ناوړ‎ہ طبیعي آفت یې د ماشومانو پر مخ د ښوونځیو دروازې نشي تړ‎لای!

که اوبه ټول وطن ھم ونیسي، بنگالي ماشومان د وړ‎و وړ‎و کښتیو په وسیله خپلو ښوونځیو ته روان وي!

د بنگله دیش دولت دا تر بل ھر چا ډیرہ ښه درک کړ‎ې چې پر یوہ ملت رښتینی توپان ھغه مھال راځي، کله یې چې د ماشومانو ( ھلکان او جینکۍ ) پر مخ د علم دروازې وتړ‎ل شي!!

بنگالی ولس تر بل ھر چا پر دې ډیر ښه پوھیږ‎ي چې رښتینی سیلاب یې ھغه مھال لاھو کوي کله یې چې ماشومان ( ھلکان او جینکۍ ) ښوونځیو ته د تگ له بنسټیز بشري حق څخه محروم شي!!

زہ د بنگله دیش حکومت  ھمدغه نوښت د ھغوی د ټولو نیمگړ‎تیاو سرہ سرہ، ډیرہ سترہ لاسته راوړ‎نه او پخپل ملت زړ‎ہ سوځاوی بولم، نو ځکه یې د چارواکو فراست، پر دین ژورہ پوھه او حب الوطني ستایم او په لوړ‎ آواز وایم:

بنگله دیشه! ستا عظمت ته سلام!!

____________________________

حفیظ الدین پیرزادہ

د فبرورۍ ۱۸/ ۲۰۲۴ م

لندن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.