غم يادونه كه څپې د سمندر اوړي رااوړي

محمد اکبر کرګر

208

لاره ډېره اوږده وه. نږدې له كوره يې تر راكړل شوي ادرسه دوه – دوه نيم ساعته په چټك ترين كې واټن و. له دې مخې يوازې د كار او دندې په فكر كې وم؛ خو د دې لپاره چې لاره لنډه كړم؛ نو يو وار بيا مې د داستايوفسكي د «كارامازوف وروڼه» اثر را واخيست. دا اثر مې تر شلو كالو زيات دمخه هغه مهال چې د وژلو يو ناځوانمردانه قصد راباندې شوی و او په روغتون كې بستر وم، لوستی و. خو اوس مې يو وار بيا تابيا كړې وه. په لاره مې لوسته، له یوې عجيبې صحنې سره د لوستلو په مهال مخامخ شوم.
«ايوان ناڅاپه پرته له دې چې د ورور خبرو ته پام وكړي، وويل: په وروستيو كې په مسكو كې يو بلغار راته وويل، چې تركان او چركسان (اذري قبيله) په ټول هېواد كې د جناياتو مرتكب شول، هغوى د شورش له ډاره چې له اسلاويانو څخه يې درلود، كورونو ته يې اور ورته كړ.»
د دې جملې په لوستلو مې ټكان وخوړ، سملاسي مې د نويمي لسيزې د كابل جنگونه ذهن ته راغلل، چې د ښار په يوه څنډه كې يې د ښاريانو په غوږونو مېخونه ټك وهل. بيا مې حواس راټول كړل، له ځانه سره مې وويل: «هو! ځناور هر چېرې ځناور دی، كتاب لوله.»
بيا مې هماغه صفحې ته سترگو ونيولې: «د نارينه وو سرونه يې غوڅ كړل، په مېرمنو او هلكانو يې تېرې كاوه. د بنديانو په غوږونو يې مېخونه ټك وهل او ټوله شپه يې په همدې حال تېروله. تر هغې چې سهار شي او بيا يې اعدام كړي.» بيا يې راته كابل ياد كړ. دلته په كتاب كې خو دا خبره نه وه؛ خو زما په گاونډ كې يې هغه ناهيده راياده كړه، چې لنډ جمپري غازيان(!) يې كورته ور وختل او هغې له څلورم پوړ نه ځان وغورځاوه او ساه يې وركړه.
بيا كرښو ته گورم. كله هم ترين په لاره درز ټوپ وكړي، واگون يې وخوځېږي؛ خو زه بيا هم لوستلو ته دوام وركوم: «تصور يې له امكان نه لېري دی. په حقيقت كې يې همېشه د بې رحمۍ او د انسانانو د حيوان صفتۍ خبرې كېدې؛ خو دا وينا د حيواناتو په باب يو سپكاوی او ستره بې انصافي ده. دا ځكه چې حيوان هېڅكله نه شي كولای د انسان په څېر بې رحمه او سنگدله وي. انسان په بې رحمۍ او قصاوت كې له هر څه زيات هنرمند او ظريف دى. زمری يوازې په خوله كې نيول كوي او څيرې كوي او له دې پرته په بل كار عادت نه دی.»
بيا له ځانه سره وايم، كاشكې ليكوال يې زموږ ملك ته راغلی وای، چې هلته مجاهدينو او د وطن د ازادۍ قهرمانانو(!) نه يوازې انسانان وژل؛ بلكې د تبرك(!) لپاره يې پرې «الله اكبر» هم وايه؛ خو د كتاب كرښې چې راته تېره ماضي رايادوي، بيا ورته ځير كېږم: «هېڅ وخت يې دا فكر كې نه گرځي چې د انسانانو غوږونه په ټوله شپه كې ميخكوب كړي. ان كه يې وكړاى شول، دا كار وكړي نه يې كول، دا تركان او د نورو چارو په منځ كې يې هلكان په ډېر خوند شكنجه كول. په خنجرونو يې د مور له گيډو را باسل او بيا يې هواته پورته اچول. د مور د سترگو په وړاندې يې د نيزو پر سر تاوول. له دې يې د ميندو په وړاندې خوند اخيست… .» پاڼه اړوم، لیکلي يې دي: «هر انسان بې شكه چې په خپل تن كې يو څيرونكی حيوان لري. حيواني قهر او حيواني هوس د اور لمبو په څېر راپورته كېږي. د قرباني له كړيكو خوند اخلي او خپلې جنسي عقدې چې په عياشۍ كې پټې دي، څرگندوي يا په ځينو ناروغيو كې او داسې نور شيان.» د اثر دې برخو زه هم په فكر كې واچولم، خپل وطن ته يې بوتلم. هلته مې په اصطلاح د ازادۍ قهرمانان(!) او دا شغال ضد قهرمانان(!) وليدل. بيا مې كتاب بند كړ، اناونس مې وارېد چې كښته شم. يادې كيسې په لوستلو هغه څه چې ما غوښتل ثبوت شي، يو وار بيا مې د كارامازوف وروڼو په اثر كې پيدا كړل. كتاب خوند راكړ، په فكر كې يې واچلوم، له دوه نيمو ساعتونو سفر نه پس اصلي ځای ته ورسېدم.
نن له يو ناروغ سره د ډاكټرې خبرې دي، ناروغ په رواني حالت كې دى، لكه لېونى داسې دى. سترگې نه خلاصوي، چې بندگان وگوري. په پټو سترگو خبرې كوي. استدلال كوي او له خپل منطق نه يوه ذره هم شا ته نه درومي.
شعيب د شلو، پنځويشتو كالو ترمنځ يو ځوان دى. نه غواړي ووايي، چې ښوونځی يې لوستی؛ خو له خبرو يې برېښي چې نه يوازې ښوونځی يې خلاص كړی؛ يو څه پوهه هم لري.
پلار يې په جنگونو كې له لاسه وركړی دی، مور يې د خپلوانو په مرسته د سفر موزې ورپښو كړې دي؛ خو اوس په يوه خيرنه توشكه غځېدلی دی. نور ځان يې په كمپله كې پټ كړى دى. يوازې پښې يې ترې راوتلې دي. د ډاكټر په اواز كمپله له مخه لېرې كوي، خو سترگې يې پټې دي. لاسونه يې هم په سترگو اېښي دي. مخ يې هم پوره نه برېښي. شېبه په شېبه خپل يو لاس په وېښتانو كې تېروي. ته به وايې چې سر يې خارښت كوي؛ خو نه، دا غيرعادي لاس تېرول دي. سترگې يې همداسې پټې او ځمكې ته نيولې دي. ډاكټره يې پوښتي، وايي:
– ستاسې نوم څه دى؟
– شعیب.
– د كوم هېواد ياستئ؟
– ولې، تاسې زما هېواد نه پېژنئ، نه پوهېږئ زه د كوم ځای او د كوم ملك يم؟
– دلته خو ډېر ناروغان راځي؛ خو كه تاسې ځان راته را وپېژنې، نو بدي خو نه لري؟
– ښه ده، زه به يې درته ووايم. په دونيا كې كوم هېواد ډېر بدبخته دى؟ په كوم هېواد د غم وريځې راپلنې دي؟ په كوم هېواد د بمونو مور اچول شوې ده؟ په كوم هېواد كې امريكايي عسكرو د مړو په جسدونو متيازې کړې دي؟ په كوم هېواد كې انسانان له هېواده د تېښتې په پار ځانونه له الوتكو راغورځولي؟ په كوم ملك كې پلرونه او ميندې خپل اولادونه پلوري؟ له كوم ملك نه انسانان په تېښته كې دي؟ په كوم ملك… نو اوس به مو زما ملك پېژندلی وي؟ زه د داسې ملك يم، چې يوازې هم دا پاتې دي، چې نوم يې بدل شي او بس؟
شعيب په يوه ساه او په ډېر شد و مد خپلې خبرې وكړې، سترگې نه خلاصوي. ډاكټره وایي:
– ستا خبرې مې واورېدي؟ زه خو يې حيرانه كړم.
شعيب يې بيا په خبرو كې ورلوېږي: زه دافغانستان جان يم. افغان يم خو اوس مې هر څه بدل دي.
ډاکټر ورته په لنډه وايي: «له اوله به دې ويلي واى، چې د افغانستان ياستئ.»
– هو، افغان يم! ځكه خو مې نه سوسيال سرويس پوښتنه كوي، نه د كونسل اداره زما پاڼه اړوي او نه بل څوك.
– تاسې دې غوسه سړه كړئ، خو زما پوښتنو ته ځواب ووايئ؟ تاسې چا دلته راوستلاست؟
– زه ستاسې پوليسو دلته راوستلم.
– تاسې چېرې واست، چې پوليسو دلته راوستلئ؟
– زه په ترين ستيشن كې وم، دننه ننوتلم؛ خو چا پرې نه ښودم.
– هلته مو څه كول؟
– هلته مې يو كار كاوه، خپل تكليف او ستونزه مې لېرې كوله.
شعیب بیا په قهر وايي: «تاسې له ما څه غواړئ، چې پرله پسې پوښتنې كوئ، ولې مې نه پريږدئ؟»
– غوسه مه کوئ، موږ غواړو له تاسې سره مرسته وكړو، چې ارام شئ.
– زه هم د خپلې ارامۍ او سكون لپاره هلته تلم؛ خو دې ناځوانو پرې نه ښودم. غوښتل مې د خپلو ملگرو په څېر ځان ارام كړم.
– ملگري دې چېرې ارام دي او څنگه ارامي لري؟
– ملگري مې په دا پورې سمندر كې ارام دي.
لاس اخوا ختيځ لوري ته نيسي:
– هغه ډېر ارام ځاى دى. د خوب كولو لپاره ارام ځاى همدا دى. خاطر يې په چا نه درنېږي.
– دا څه اورم؟ ايا سمندرونه د ارامۍ ځاى دى؟
– طبعاً! ملگري مې ما سره په يوه بېړۍ كې سواره وو، باد او توپان راغی، بېړۍ چپه شوه ، ما او يو بل هلك چې عربي يې ويله، نجات راكړل شو؛ خو ملگري مو ټول ورك او ډوب شول، يوازې زه بدمرغه دلته يم. غوښتل مې د ترين مخې ته ځان واچوم؛ خو ناځوانه پوليسانو ونيولم او دلته يې راوستلم. زما منزل نيمگړی پاتې شو !
– پوه شوم، ايا په خپلې كورنۍ پسې خپه ياست او كه بل څه؟
– تاسې زما په ټپونو مالگې دوړوئ. بله خبره وكړئ، ما ته مې مور مه رايادوئ، كوچني ورور او خور مې هم.
د هلك ستونی پړسېږي، په ژړا كېږي. سترگې نه خلاصوي؛ خو اوښكې يې په مخ دارې كوي.
ډاکټره په ارامۍ وايي: «زه بخښنه غواړم، چې تاسې مې په پوښتنه وځورولئ.»
هلك يو وار د لېونتوب په چپه كې ځي، په زوره يې له خولې را وځي:
– چې مې يار په سفر تللی، زه په كور يم – سزاوار د هر ستم او هر پېغور يم.
ژباړن دا عبارت په لنډو كليماتو پرستارې ته ژباړي.
ډاكټره وايي: «ارومرو مو د بېړۍ خاطرات زيات ځوروي؟»
– ځورول نشته؛ بلكې افسوس راځي چې كاش زه هم ورسره ملگری واي، نه به مي پوليس ليده او نه بل څوك، بس په لوى سمندر كې به زه هم ماهی وم.
بيا له ځان سره وايي: «څو دي توان رسي، په لوى درياب كې گرځه!»
د غونډې وخت پاى ته رسېږي. ډاكټره او ملگری يې پخپلو منځو كې ورو ورو خبرې كوي. داسې فكر كېږي چې د سايكاتريك د رابللو تابيا كوي. شعيب ته مخ اړوي: «تاسې اوس لږ ارام وكړئ، يو بل ډاكټر به راشي، تاسې ته به درمل دركړي. ستاسې ډيپريشن او تروما لږه جدي ده. دا د متخصص كار دى، چې څه تجويز كوي.»
– همدومره! ډاكتر كولای شي، هماغه درمل پخپله وخوري. زه رك روغ يم.
***
د غونډې له پاى ته رسېدو وروسته زه هم له ځايه رابهر شوم. له شعيب سره مې لاس وركړ. تسلي مې ورته وويله. همداسې د «دوور» له سيمې يا د بريتانيا ختيځې پولې ته چې اخوا ته يې فرانسه پرته ده، ستيشن ته راغلم. فكر او حواس مې له شعيب سره پاتې شول. لږه شېبه پس ترين راغی. ورپورته شوم، بيا كړكۍ ته نږدې كښيناستم. كتاب مې دا وار بند كړ. د لوستلو وس يې راسره نه و؛ خو د ترين په حركت سره مې له كړكۍ بهر فضا ته سترگې واړولې. ناڅاپه مې په يو لوى سمندر چې د بريتانيا او فرانس په منځ كې پروت دى، پام شو. سمندر ډېر پلن او هوار و، ارام او په ډېره چوپتيا روان و. روان تگ يې هم نه برېښيده. يوه شېبه ورته ځير شوم. ورته گورم، په خيال كې مې د اوبو له تله ناڅاپه يو څه را پورته شول. هر څه چې وو؛ خو زما په خيال هغه زلمي هلكان را ظاهر شول او د سترگو په وړاندې مې ودرېدل، چې له يوه جوړه كاليو او يوه مبايل سره د افغانستان له بېلابېلو سيمو راروان شول. كړاوونه يې وگالل، چې خپله راتلونكي او د خپلې كورنۍ را تلونكې جوړه كړي. هغوى د زندانونو له تېرولو د شپې او ورځې په دښتو ځنگلونو او غرونو كې له مزل كولو وروسته چې كه په لار كې به خوب ورغی؛ نو يوه ډبره به يې سر ته كېښوده او يوه شېبه به يې سترگې پټې كړې. له دې ټولو كړاوونو وروسته د دې سمندر غاړې ته را ورسېدل. په ډېرو وسو يې كوچنۍ بېړۍ پيدا كړې، په هغو كې كښېانستل او چې كله بېړۍ د سمندر منځ يا د سمندر غېږي ته ورغله، نو د توپانونو څپې هم پرې راغبرگې شوې او بيا د تل لپاره د سمندر په غېږ كې ويده شول.
اوس زما سترگې د سمندر په لور اوښتې دي. د سمندر نرۍ او چوپې څپې گورم. هلته د يو نيم سر په څېر تصوير گورم. هماغه نااشنا زلمي مې ذهن كې راځي، چې د هغو په هكله مې اخبار اورېدلي دي. د هغو د ميندو ژړاگانې او فريادونه مې حواسو ته لاره كوي او كله خو د شعيب په حواسو او روان كې دننه شم.
هغه ځوانان چې عمرونه يې له څوارلسو تر اتلسو كالو يا زيات وو، په همدې سمندر كې ډوب شول. له كوچنيو بېړيو پرېوتل او بيا يې درك ونه لگېد. په همدې شېبو كې چې د هغو ناليدلې څېري يوه يوه ذهن ته راځي، د ميندو قطار يې گورم چې د خپلو كورونو په دروازو كې ولاړې دي. د خپلو زامنو د اواز په تمه دي. سترگې دروازو ته اړوي او هغه شېبه ياد ته ورځي، چې مياشتې مياشتې او كلونه كلونه اوړي؛ خو د خپلو زامنو احوال ورته نه رسېږي. ميندې يې د مرگ احوال نه شي منلی. وروستۍ شېبه يې ذهنونو ته لارې كوي، چې كله يې د مور لاسونه يا د ميندو لاسونه مچ كړل، روان شول او ورسته ورپسې د خپل دود او تبرك په توگه يو جام اوبه وروشيندل شوې. همدومره ورته وويل شول: «مور مو جار شه، په خداې مې سپارلي ياستئ.»
نن مې همدا صحنه په لویه لاره كې په ذهن كې گرځېده. كله چې به يې د ميندو ژړاگانو تصور ذهن ته راغی، نو وبه بوگنېدلم. د وجود پوټكي به مې ځيگ شول. په همدې تصوراتو كې ترين بل تمځای ته ورسېد.

۲۰۲۳/۵/۱۸

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.