د ژمي په موسم کې ځینې ناروغۍ د معدني موادو له کمښت څخه رامنځته کيږي. د لاندې ويټامينونو له لارې د بدن اوبه پوره کولی او د يو شمېر ناروغيو مخه پرې نیولی شو.
ويټامين سي:
د ژمي له راتګ سره د سکاروي یا سينه بغل، او زکام په شان ناروغۍ یوځای راځي دا په داسې حال کې ده چې د ويټامين سي په خوړلو د بدن دفاعي سيستم قوي کيږي او يا دغه ناروغۍ اوږدوالي ته نه پريږدي. ويټامين سي يو ډول انتي اکسيد دی چې په بدن کې د التهاب د کمېدو لامل کيږي.
د ژمي په موسم کې د اړتيا وړ ويټامين سي له نارنجبابو (مالټه، کینو، نارنج او لیمو) او ژيړ رنګو سبزيجاتو څخه لاس ته راوړلی شو.
ويټامين ډي:
که څه هم د ويټامين ډي استعمالولو ته د ټول کال په اوږدو کې اړتيا ده، مګر د ژمي په موسم کې دې ډول ويټامين ته ستاسو اړتيا نوره هم زياتيږي. د ژمي په اوږدو کې شايد ځينې کسان د لمر د نشتون له امله د عضلو او هډوکو په درد اخته شي. د پوهانو په خبره د ۷۰ کلونو څخه ښکته عمر لرونکي بايد هره ورځ ويټامين ډي استعمال کړي او لږ تر لږه هره ورځ ۳۰ دقيقي په مستقيم ډول لمر ته ځان جوړ کړي.
ويټامين اې :
د دې ويټامين استعمال د پوستکي د روغتيا او سلامتيا لپاره ډېر اړين دي او د ژمي په موسم کې د پوستکي د وچوالي مخنيوی کوي. ويټامين اې په غوښته، کب، بادام او نورو خوړو کې پيدا کيږي.
ويټامين بي کمپلکس:
د ويټامين (بي) د ډلې ټول ويټامينونه په ژمي کې په کافي اندازې سره استعمال کړئ. دغه ويټامينونه کاربو هایدریډ په انرژۍ بدلوي چې د سون لپاره غوړ او پروتينونه مصرف کړي. په همدې دليل ويټامين ب کمپلکس په ځانګړې توګه ويټامين بي ۱۲ له هغې دیپرېشن او اضطراب څخه هم مخنيوی کوي، چې د ژمي په موسم کې د لنډو ورځو له امله خلکو ته پيدا کيږي.
اومګا ۳:
دغه ويټامين ندی مګر د ژمي په موسم کې ستاسو په روغتيا کې مهم رول لوبوي. امګا۳ غوړ اسيدونه د وينې د غوړو کچه برابروي. ډېری کسان د ژمي په موسم کې د عضلو په ناروغيو باندې اخته کيږي او دا په داسې حال کې ده چې د اومګا۳ مصرف د عضلو د درد مخنیوی کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320