ټرمپ؛ پاکستان دې ترهګر وځپي

0 1,071

د امریکا ولسمشر له پاکستان غواړي چې له واشنګټن سره د خپلو ښو اړیکو د جوړولو په خاطر باید له ترهګرۍ سره جدي مبارزه وکړي.
ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د نوې سټراټېژۍ د اعلان پر مهال وویل، امریکا په سیمه کې د افغانستان ملګرې او ځواکمن افغانستان غواړي.
دا سټراټېژي چې په ۶۸۸ مخونو کې لیکل شوې، په کې له پاکستان غوښتل شوي له خپلې خاورې د ترهګرو د اېستلو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
ولسمشر همدا ډول خبرداری ور کړ، که پاکستان دا کار و نه کړي د دواړو هېوادونو پر اړیکو به ناوړه اغېز پرېباسي.
ولسمشر ټرمپ د تېر اګسټ پر ۲۱۱ مه هم د جنوبي اسیا او افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د اعلان پر مهال پاکستان تورن کړ چې په یو لاس د امریکا مرستې اخلي او په بل لاس د ترهګرو ملاتړ کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply