Browsing Tag

ولي الله ملکزی

سپیڅلې کرکه !؟

( د نفرتونو د تیارو له ډاره - په زړه کې پټ د مینې لمر ګرځوو) لکه د هرې ورځې په څیر، د لمر وړانګو به د پامیر، تور غر او سپین غر په پراخو ورشو ګانو خپله لمن وغوړوله. او ماښام به سپوږمۍ د اسمان له ګریوانه سر راپورته کړ؛ په څوارلسمې شپې به یې…

آیا صوفیان، د سلفیانو بدیل دی؟

 آیا صوفیزم د بودیزم کاپي ده؟ آیا تصوف د رهبانیت تسلسل دی؟ آیا تصوف بدعت او په دین کې دین دی؟ آیا صوفیان د سیاسي اسلام د پلویانو رقیبان دي؟ آیا کیداې شي چې یو کس دې هم صوفي وي او هم د واک په ګدۍ ناست واکمن؟ آیا په رښتیا ټول توندلاري د سلفي…

همایون سخي: زما هنر د ګندهارا د تهذیب لړۍ ده

تیره شپه؛ د کالیفورنیا د سکرمنټو په ښار کې د نوو راغلو افغان کډوالو سره د قانوني او لوژستیکي مرستو په مقصد یوې غیر انتفاعي ټولنې د خپل نوي دفتر د پرانیستلو غونډه جوړه کړې وه. د ګڼ شمیر ایالتونو او مختلفو ښارونو څخه مخه ور وکیلان، لیکوالان،…

د رحمت څلې او د انسانیت معراج

د رښتیني رسول او ستر انسان، محمد صلي الله علیه وسلم  د نیکمرغه پیدایښت یو زر څلور سوه اوه نويیمه ورځ دې د هغه د لارې، ټولو لارویانو ته مبارکه وي. د رحمت څلې او د انسانیت معراج

د ایجړا کرامت

د پيښوریانو خبره؛ ښه راته پته ده چې زما د دې لیکنې عنوان به ځینو وطندارانو ته پیکه او څه بی نمکه غوندې ښکاري. زموږ د یو اروا ښاد کلیوال، ګلا جان کاکا عادت وو چې کله به یې کومه خبره په مزاج برابره نه وه نو له ځان سره به غلی شان وګڼید؛ عالم…

ولس باید نا ګڼلې، ونه ګڼل شي

  غازي امیر امان الله خان د خپل رعیت په درد درمند او یو قدرمند ټولواک وو. کله چې د ډیوډ جونز (بغدادي پير) او د پیرنګیانو په لاړو لمدو سرسبیلو اردلیانو د هغه شخصیت وژنه او له واکه د بی واکه کولو هڅې پیل کړې، نو امیر د څو تنو ملګرو په ملتیا…

د رڼا ګانو او عطرونو ښار

 پاریس د رنګونو، ځلا ګانو، فیشنونو، شهکارونو او خیل خیل کلتورونو ښار دی. مځکنې مساحت یې ۱۰۰ کیلو متره مربع دی؛ خپل نفوس یې دوه ملیونو او دوو لکو ته رسي؛ البته که د ګرد چاپیر ښارونو ټول هستوګن ورسره شمار شي نو په لس ملیونو به پښه کیږدي. د…

د دوو معصومو، یوه معصومه هیله

د دوو معصومو، یوه معصومه هیله   قدرمنو مشرانو السلام علیکم !   موږ دواړه ( سیما ملکزۍ او سعدیه ملکزۍ ) د ښوونځي په لومړي صنف کې یو. موږ هیڅکله د خپل نیکه پلرنې وطن نه دې لیدلی؛ خو بیا هم په موږ ګران دی. بابا موږ ته وايي چې الله تعالی

ښکلې اوکراین او د قیصر بدرنګه جګړه

نژدې ۴۴ کاله وړاندې شوروي اتحاد په افغانستان باندې خونړې یرغل وکړ چې د غمونو، بمونو، ویرونو او سلګیو تر اړخه یې یو ویجاړ او په درویزې روږدې ملت ترشا پریښود. څوارلس ورځې وړاندې یې د اوکراین په خپلواک هیواد چې ۴۴ ملیونه نفوس لري،‌ پوځي یرغل…

آیا د موسیقي اوریدل او غږول کبیره ګناه ده؟

د عربي نړۍ د رسنیو له مخې، د مصر د پخواني ولسمشر جمال عبد الناصر له جنازې وروسته د دغه هیواد بله تاریخي جنازه د ام کلثوم وه. نوموړې چې د یو امام لور وه؛ په ۱۹۷۵م کال کې مړه شوه او په جنازه کې یې له څلور ملیونو څخه زیاتو مصریانو ګډون وکړ چې…