Browsing Tag

ولي الله ملکزی

د څیړونکي او تاریخپوه ډاکټر لطيف ياد؛ یادونه

له نن څخه څلور شپیته کاله وړاندې، یعنی د ۱۹۵۸م کال د اګست په ۱۷ تاریخ د همیشه بهار ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د دولتزيو په کلي کې یو ګلالې ماشوم وزیږید. ارواښاد پلار یې، استاد محمد طالب ورباندې د لطیف خالق د لطف په پار د عبداللطیف نوم کیښود.…

حج او په میکده کې جانماز

د سه شنبې په ورځ د ۱۵۰هیوادونو څخه راغلي دوه ملیونه حاجیان د عرفات د غونډۍ په سر او لمن کې راټول شوي وو. ټکنده غرمه وه، خو په سپینو احرامونو کې ایماندارو ښځو، نارینه وو او حتی کمکیو ماشومانو یو وړوکې محشر جوړ کړې وو. یو سپیڅلی احساس او د…

عربستان؛ له روایتونو تر نوښتونو

د الریاض له ښار څخه: که یو څوک د عربي ټاپو وزمې تاریخ مازې د کمزورو لِنزونو په ساده چشمکو مطالعه کړي، نو درې ځانګړتیاوې به یې خامخا سترګې وبریښوي. د جاهلیت په مهال، د بشري ناورین تورې بلا همدلته په شړشمو کمڅۍ غوړولې او د یمن له بلقیس…

د خلیل کعبه

درنو لوستونکو! نن د داسې یوې خونې د عظمت او مظلومیت داستان در سره شریکوم چې ډیره لرغونې، بیحده سپیڅلې او زیاته منلې ده. دغه کوټه له نن څخه نژدې څلور زره او درې سوه کاله پخوا، ابراهیم خلیل الله په سپینې ږیړې او د هغه ځلموټي زوی، اسماعیل ذبیح…

 ملي محور

د پیرنګیانو د واکمنۍ په تاریخ کې، یو هندو پنجابي او دوو مسلمانو پنجابیانو داسې سیاسي معجزې نندارې ته وړاندې کړې چې د بالیوډ په فلمونو کې هم چا نه وې لیدلي. تیره اونۍ د سکاټلند نشنل ګوند، حمزه یوسف د خپل لومړي وزیر په توګه وټاکلو. ۳۷ کلن…

 باور

 یو بت تراش پخپل څټک تیږه وتوږي، مجسمه ورڅخه جوړه کړي، درمسال ته یې یوسي، د بګوان نوم ورباندې کیږدي او بیا د تعظیم په پار ورته سر ښکته کړي؛ همدا باور دی. یوه میینه پیغله چې پلار یا ورور یې د خپلې خوښې ځوان ته په نکاح نه ورکوي، هغه خواره کۍ…

ستر پیغمبران او د قومي ملاتړ غوښتنه

الله مې دې زاړه ایمان ته خیر کړي، په دې یو پوټې عمر کې مې چشم بد دور، دولس پاچاهۍ ولیدلې. د السلطان ظل الله له خطبو را واخله چې زه په ابتدائیه ښوونځي کې ووم، د شهید داود خان د «تصمیم د بري لومړی شرط دی» تر شعارونو پورې ډیر څه مې په یاد دي.…

د ایرو منګوټي او د تابوتونو سوداګر

موږ چې کله د مړ انسان د سوځولو خبر واورو، نو سمدستي مو د هندوانو مذهب، د اور غرغرې او د انساني غوښو څخه پورته شوې تورې لوخړې شعور را وتخنوي. خو څه وخت چې د نازیانو تاریخ لولو، نو د هولوکاسټ بټۍ او د ژوندو انسانانو وریتول مو ضمیر لک څک کړي؛…

آیا ښځه ناقص العقل ده؟

 پتمنو لوستونکو! د څه مودې راهیسې زما په زړه او ذهن کې یوه لالهنده پوښتنه په تینده کونو ده چې زه یې د ځواب په لټه کې یم؛ البته له دې قیل او قال سره مې غرض نه شته چې علم فرض دی که مباح؟ او آیا رښتیا د مهندسۍ او طبابت د علومو پراختیا، د قیامت…

وینکُو وَر، د سپینو واورو شین ښار

برټش کولمبیا / کاناډا: د کاناډا په جنوب لویدیځ کې، د آرام سمندر په څنډې پروت وینکو ور - Vancouver د برټش کولومبیا (BC) د ایالت تر ټولو ستر ښار دی. د مالګینو اوبو مستو څپو، ګرد چاپيره شنو غرونو چې په سپينو واورو پوښل شوي او د ساحل د رڼو…