ښکلې اوکراین او د قیصر بدرنګه جګړه

ولي الله ملکزی

1,653

نژدې ۴۴ کاله وړاندې شوروي اتحاد په افغانستان باندې خونړې یرغل وکړ چې د غمونو، بمونو، ویرونو او سلګیو تر اړخه یې یو ویجاړ او په درویزې روږدې ملت ترشا پریښود. څوارلس ورځې وړاندې یې د اوکراین په خپلواک هیواد چې ۴۴ ملیونه نفوس لري،‌ پوځي یرغل وکړ. د فبرورۍ په څلور ویشتمې نیټې د روسیې د فدراسیون مشر، ولادیمیر پوتین د رسنیو له لارې چې نیغ په نیغه خپریدلې، یوه اوږده وینا وکړه. ما پخپله د دغې وینا ډیره برخه د آر ټي د ټلویزیون په پردې وکتله؛ نوموړي د خپلې جګړې د مشروعیت لپاره درې ټکي بیا بیا تکرار او داسې وویل: (موږ له اوکراین څخه د خطر احساس کوو ځکه چې هلته خطرناکې وسلې دي؛ هلته د روس نژادو ډله ایزه وژنه روانه ده. په اوکراین کې نوي نازیان ځموږ لپاره یو ستر ګواښ او د ارتوډوکس مذهب له وجودي خطر سره مخ دی. بیا یې وویل: اوکراین د شوروي اتحاد لعنتي کمونستانو او په ځانګړي ډول لینن رامنځ ته کړ ترڅو د خپلې اقلیتي واکمنۍ پښۍ ټینګې کړي،‌ کنه نو اوکراین خو زموږ د هیواد برخه ده).

مګر د پاتې نړۍ له نظره، دغه تاړاک یو بربنډ پوځي تیرې دی چې د برائت لپاره یې کارول شوی دلایل مازې د ځان د خوشحالولو او نورو د غولولو یوه ناچله هڅه ده. نیویارک ټایمز پخپل یو څیړنیز راپور کې چې د فبرورۍ په دوه ویشتمې نیټې خپور شوې، لیکلي چې دیرش کاله وړاندې د اوکراین حکومت د امریکا، روسیې او اروپا په غوښتنې او ډاډ خپلې ټولې اټومي او نورې مهمې وسلې روسانو ته وسپارلې. دغو هیوادونو له اوکرانیانو سره ژمنه وکړه چې د دوئ سیاسي خپلواکي او د هیواد سرحدونه به خوندي وي.

د نوو نازیانو د اصطلاح په اړه د اوکراین ځوان یهودي ولسمشر،‌ ولادیمیر زیلنسکي چې د سټیج او فلم پخوانې ټوکمار هنرمند دی، د کرملین په ځواب کې وویل‌: زه نازي نه یم، بلکې زما نیکه او د هغه دوه ورونه د هټلر د نازیانو لخوا اعدام شويدي؛ نو څرنګه کیداې چې زه دې نازي شم؟ د دریمې پلمې په هکله نومیالۍ هندۍ ژورنالسته، پالکي شرما وایي: که چیرې د پوټین دغه دعوه ومنل شي چې اوکراین یو مهال د شوروي اتحاد برخه وه او باید چې بیرته د خپلې مور غیږې ته راشي، نو بیا خو پیرنګیان د هندوستان او فرانسویان هم د الجزایر د بیرته نیولو حق لري.

په ۲۰۰۸م کال کې، د جورجیا بیلتون خوښو جګړه مارو د روسیې په مرسته، د اپخازیا او اوستیا سیمې جلا او بیا موسکو په رسميت وپیژندلې. روسانو همدارنګه په ۲۰۱۴م کې د اوکراین په جنوب کې د کریمیا / قرم ساحلي مهمه سیمه د خیټې لاندې او د خپل قلمرو برخه وګرځوله. په ۲۰۱۵م کې یې د سوريې د مجرم رژیم د ملاتړ او داعش سره د جنګ په بهانه، په زرګونو وسله وال ځواکونه هلته واستول. بشار الاسد د ایران او روسانو په همکارۍ د خپل ولس یوملیون سنیان ووژل او لس ملیونه سنیان یې هجرت ته اړکړل. دا ټول هغه څه وو چې د کرملین قیصر یې نور هم زړور او دیته وهڅولو چې د اوکراین په ختیزې څنډې کې د دونباس د اقلیم اړوند د دونیتسک او لوګانسک سیمې له اوکراین څخه بیلې او په رسمیت وپيژني.

د پوځي څارونکو له نظره، سره د دې چې روسي پوځیانو د سوریې د حلب او د چیچن د ګروزني د جنګونو په څیر، دمګړۍ د سوځولې مځکې عملیات نه دي پیل کړي،‌ خو په رسنیو کې د خارکوف، ماریو پول او سومي ښارونو انځورونو ته په کتلو، داسې بریښي چې جګړه ډیره خونړۍ او ویجاړونکې ده. همدارنګه د اوکراین د ولسمشر زړوتیا او د اوکرانیانو ملي روحیه د شنونکو له انګیرنو او اټکلونو څخه ډیره اوچته ده.

د مارچ په دوهمې نیټې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په فوق العاده غونډې کې۱۴۱هیوادونو د روسي پوځي تاړاک د کلک مخالفت ترڅنګه غوښتنه وشوه چې یرغلګر ځواکونه دې پرته له ځنډ او شرط څخه له اوکراین څخه ووځي؛ د چین په مشرۍ ۳۵ هیوادونو مستنکفه رایه ورکړه او یواځې سپینې روسې، سوریې، شمالي کوریا او اریتریا د روسانو د یرغل ملا تړ وکړ. ولې تر ټولو حیرانونکې دریځ د مرکزي آسیا د هیوادونو دی چې د کرملین د قیصر ملا یې ونه تړله.

د امریکا ولسمشر، جو بایډن وویل: ( پوټین کولاې شی چې په ټانکونو باندې د کییف ښار محاصره کړي، خو هیڅکله نه شي کولاې چې د اوکراین د خلکو زوړنه او ارواوې خپلې کړي). په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانې قومندان، جنرال ډیویډ پيټرییس وايي: ( روسان د چیچن په ګروزني او د سوریې په حلب کې د بیدریغې ویجاړۍ او وژنو پراخه تجربه لري او غواړي چې په اوکراین کې همدغه تراژيدي تکرار کړي، خو دا به ورته په لویه بیه تمامه شي).

له بله پلوه، امریکا، کاناډا، د اروپا اتحادیې، استرالیا، نیوزیلنډ او چاپان خپل هوایي حریم د ایرفلوټ په وړاندې بند کړ او روسیه یې د سویفټ SWIFT د نړیوال بانکي سیستم څخه وویستله. همدارنګه دغو هیوادونو نه یواځې له روسانو سره هر ډول سپورتي لوبې بایکاټ کړې، بلکې د پيشوګانو نړیوال فدراسیون اعلان وکړ چې روسۍ پیشکې هم نه شي کولاې چې د دوئ په سیالیو کې برخه واخلي او په فرانسې کې له یو موزیم څخه د پوټین مجسمې لیرې شوه. کرار کرار، ګوګل او انټرنټ خپل خدمات په روسې باندې پري کوي او ښکاري چې له روسيې سره د شمالي کوریا په څیر چلند وکړي؛ ولی د یو بالمثل ګام په توګه، د روسيې حکومت فیسبوک، ټویټر او نیټفلکس بند کړل.

لندن میشتې یمینې یوټیوبر، سعد الشرعي وايي: ( د پوټین غټه غلطي همدا ده چې اوکرانیانو ته یې د سوريانو ګمان وکړ. د سوریې خلک مسلمانان او ويښتان یې تور دي، خو د اوکراین خلک مسیحیان، ویښتان یې سره او سترکې یې شنې دي. نامتو مصرې لیکوال، صابر مشهور وايي چې دغه جنګ یواځې د اوکراین د نیولو لپاره نه دی بلکې د ارتودکسی قیصري امپراطورۍ د بیا را ژوندي کولو جنګ دی. زما په آند، د دې جګړې سپرغۍ به ډیر ژر آذربایجان، مالودفیا او جورجیا ته هم ورسیږي. کله چې تیره اونۍ یو اوکرانې ځوان د روسي ټانک په وړاندې ځان وژنه وکړه نو هغه اوس اتل ګڼل کیږي، خو که د سوریې د خپلواکۍ کوم جنګیالې دغه کار وکړي نو هغه به هم ترهګر وبلل شي؛ یو بام او دوه هوا).

د نیویارک ټایمز مشر لیکوال، فرد ټامس وايي: ( پوټین به دا جنګ ونه ګټي، ځکه اقتصادي بندیزونه د اټومي بمونو په څیر اغیزمند دي. البته زه اندیښمند یم او دا امکان وینم چې پوټین به په واقعي ډول د اټومي وسلې کارولو ته لاس واچوي. ځکه هغه پخپله ویلې دي که زه اړ شم نو داسې څه به وکړم چې هیڅ چا پخوا نه دی کړی). ولاډیمیر پوټین په دې وروستیوکې له بهرنیو ولسمشرانو او خپلو وزیرانو او مشاروینو سره د شپږ مترو د واټن په اندازه لیرې کښيني، خو تیره ورځ یې د ایرفلوټ د هوایي شرکت له دوه درجنه ښایستوکو میلمه پالو نجونو سره څنګ په څنګ ښه خوږ بنډار درلود. د نورو خبرو په ترڅ کې یې وویل: (په روسیې د اقتصادي بندیزونو لګول، د جنګ د اعلان په معنا دي او موږ ورته پوره چمتو والی لرو).

د دې جګړې یو مرموز او ناخوالي اړخ دا هم دی چې د لویدیځې نړۍ ځینو سیاسي مشرانو او خبریالانو ونه شو کولاې خپله غوصه او د زړه خبرې همداسې پټې وساتي. د بیلګې په توګه، د بلغاریا صدراعظم، د سي بي اس او ان بي سي امریکايي ټلویزیوني چینلو او د الجزیرې شبکې انګلیسي خبریالانو په جلا جلا ډول وویل چې اوکراین افغانستان او عراق نه دي. د اوکراین خلک متمدن او با فرهنګه دي؛ دوئ عام کډوال نه دي؛ دوئ زموږ د رنګ او  مسیحي عقیدې خویندې او ورونه دي.

په ځواب کې د نورو ترڅنګ د طلوع ټلویزیون مالک، سعد محسني په خپل ټویټ او په لندن کې څیړونکې، فائزې ثاقب د انډیپنډنیټ په معتبرې ورځپاڼې کې ولیکل: د شورویانو له یرغل وړاندې افغانستان هم یو با کلتوره، سوله خوښې او د بډایې تاریخ لرونکی هیواد وو؛ خو یرغلګرو هرڅه په سیند لاهو کړل. نوموړې وړاندې لیکي ( کومه ستونزه چې لویدیځې نړۍ ته ګواښ نه وي، نو هغې ته چندانې توجه نه کوي او موږ ورته بې کلتوره او وروسته پاتې ښکارو. خو دوئ باید هیر نه کړي چې د هر انسان ژوند مهم دی؛ په کار نه ده چې یو څوک اول د رنګ او دین په تلې کې وتلل شي، بیا پرې یو اړخیز قضاوت وشي)

د یو څرګند توکمیز چلند په توګه، د پولنډ او اوکراین په ګډه پوله هغو افریقايي او اسیايي محصلینو ته د سرحدي بندرونو څخه د تیریدو اجازه نه ځکه نه ورکول کیده چې د دوئ رنګونه تور او سترګې یې شنې نه وې. د الجزیرې د فوق السلطه د پرواګرام چلوونکې، نزيه الاحدب وایي: ( سپین والې ښکلا نه ده او تور رنګ بد رنګي نه ده. کفن تک سپین دی خو ډیر ډارونکی دی، ولې کعبه تکه توره ده، خو ډیره ښکلې او زړه راښکونکې ده).

Horizon Capital closes third Ukraine fund at 200 million-US dollar hard cap - Emerging Europe

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.