د رحمت څلې او د انسانیت معراج

ولي الله ملکزی

700

د رښتیني رسول او ستر انسان، محمد صلي الله علیه وسلم  د نیکمرغه پیدایښت یو زر څلور سوه اوه نويیمه ورځ دې د هغه د لارې، ټولو لارویانو ته مبارکه وي.

د رحمت څلې او د انسانیت معراج

د سپیرو غرونو، شګلنو دښتو او وچو ناوونو په متن کې، د تهذیب او اخلاقي معیارونو په نوم هیڅ هم نه وو. کیږدۍ په کیږدۍ د میکدو، ساقي او کړنګیدلو جامونو راج وو. د بدلمنو ښځو په جونګړو به سرې جنډې رپیدلې او انډیوالانو به خپلې میرمنې د یوې شپې لپاره یو بل سره بدلولې را بدلولې او عربان د جاهلیت او فقر تورې بلا پخپلې غیږې کې ټینګ نیولی وو.
د خلیل په سپینه ږیزه او د ذبیح په تنکیو لاسونو جوړه کعبه، د هُبَل په ګډون له لس ګونو بتانو ډکه وه. ګوټ په ګوټ بتکدې وې، وړو وړو ډبرینو خدایګوټو ته به سجدې کیدلې او په نومونو به یې نذرانې منل کیدې. کونډې به په میراث کې اخیستل کیدې، میرمنې به د حیض په ورځو کې له کورونو څخه د باندې وې او ځینو تور مخو پلرونو به خپلې تنکۍ لوڼې ژوندۍ په خاورو کې خښلولې.
د زمانې په همدې خوړین، بد رنګه او زبیښلي پیر کې چې د حضرت مسیح د پیداښت ۵۷۱ کال د اپریل ۲۲مه او د دوشنبې ورځ وه، د بني هاشمو په قبیله کې یوماشوم وزیږید چې پلار یی له پیدایښت څخه وړاندی په حق رسیدلی وو. په شپږ کلنې کې یی مور هم وفات شوه او په دولس کلنۍ کې د نیکه له سوري هم محروم او د خپلو ترونو اسرې ته پاتې شو.
خو کله چې څلویښت کلن شو، نو د حراء د سمڅې دننه یی د جبرائیل له خولې داسی ملکوتي غږ واورید چې خولې یی ور باندی راماتې کړې. د لیک، معرفت او وحدانیت دغه لمړني فرمان په قبیلو ویشل شوي ولسونه د یوې عقیدې، یو بیرغ، یو قانون او یو حکومت لاندې راټول کړل او د غلامۍ، بدمرغۍ او نیستۍ څخه یې د بادارۍ، واکمنۍ او بیدارۍ لیکې ته سیده کړل.
د قریشو سرتمبه مشرانو ورباندې د مکې خاوره سره بټۍ وګرځوله او دیته یی اړویست چې خپله لور د یو شمیر نژدې یارانو په ملتیا د سور سمندر بلې غاړې کې د نجاشي دربار ته واستوي. د طائف لیونو پری د لیوني ګمان وکړ؛ په ډبرو یی وویشت؛ خو هغه نه پښیمانه شو؛ نه ستومانه او نه هم له خپل هوډ څخه یوه لویشت په شا شو. پخپله نا لوستې وو، خو له چا یې صدیق جوړ کړ، څوک یې فاروق کړ، څوک عثمان او له چا یې علي او خالد بن الولید جوړ کړل چې هر یو یې اوس د تاریخ منلی او د زمان ښاغلی دی.
مازی د څو کلونو په موده کې یې داسی امت رامنځ ته کړ چې د کاشغر منارې، د بخاری ګومبزې، د بغداد کتابخانې، د دمشق محرابونه، او په اندلس کې د قرطبې او غرناطې قصرونه یې د حقانیت او مدنیت شاهدان دي. یو داسی امت چې د میرمنو مقام او د بوډا ګانو احترام، د عبادت برخه شوه. فرمان یې صادر کړ چې په جنګ کې به له ماشوم، سپین ږیري، تورسرې او بی وسلې سره څوک غرض نه کوي. شین بوټي به څوک نه پریکوي او د هر چا مال، ناموس، دین او کلتور به خوندي وي.
پداسی حال کې چې غټ غټ صحابه ورته پسخیدل، د تبعیض او آپارتاید په خلاف یی د مکې د فتحې په ورځ یو تور پوستي حبشي (بلال) ته امر وکړ چې د کعبې بام ته وخیژي او آذان وکړي؛ تر څو د سپین او تور، کمزوري او زورور او هستمن او نیستمن ترمنځ په توپیر باندی د بطلان غټه کرښه راکش کړي. د عرفات په غونډۍ یی یو لک او لس زرو اصحابو ته وویل:( ای خلکو تاسو ټول له آدم څخه پیدا یاست،‌ هغه له خاورې او خټې څخه جوړ وو. عرب له عجم څخه غوره ندی مګر هغه څوک چې ډیره تقوی او ښه انسانیت ولري. بیا یې وویل: ای خلکو له الله وډاریږۍ او له خپلو میرمنو سره ښه ګوزاره وکړئ). یمن ته د استولو په مهال یې خپلو استازو ته وویل: (خلکو ته زیرې ورکړئ، ښې خبرې کوئ او پام چې کرکه او نفرت پیدا نه کړئ).
داسی میړه وو چې خپلې میرمنې، عائشې ته اجازه ورکوي چې د غشو د سیالۍ نندارې وکړي. داسی پلار وو چې کله فاطمه له واده وروسته بیرته راځي نو دی ورته پاڅیږي، خپل څادر ورته غوړوي او لاس یې مچې کوي. آیرلنډې مستشرق، هربرټ وایل پخپل کتاب (ستر ښوونکي) کې کاږي: (محمد خپل أمت او ټولنه له وهمونو او ګمانونو څخه د حقیقت په لور او له بت پرستۍ څخه د خدای پرستۍ لور ته را وبلله او یوه جاهله ټولنه یی د مدنیت او سړیتوب په لاره روانه کړه).
داسې بې بدیله انسان وو چې له جنګ څخه یې سوله غوره ګڼله او له یارانو سره یې همیشه مشوره کوله. رښتیا، حیا، موسکا او میلمستیا یې د شخصیت څرګندې بیلګې وې او د چا توهین، اسراف او افراط یی ګناه ګڼله. ډیر کله به یی د ورځو ورځو لپاره له نغري څخه لوګې نه پورته کیده؛ نه یی درهم او دینار ترشا پریښودل او نه یی څوک ولیعهد وټاکه، بلکې دا یې خپل امت ته پریښوده چې خپل مشر پخپله وټاکي.
یا رسول الله! نن ستا د پیدایښت ۱۴۹۷ مبارکه کلیزه ده، خو ستا امت د ۷۳ ډلو په ځای په درې سوو ګروپونو ویشل شوې او د ځانځانۍ او ورور وژنۍ د خړ سیلاب د ځګ په څیر لاهو دی. دا امت نن په نړیوال سټیج دوه توتې ارزښت هم نلري. دوئ خپل منځي جګړې کوي، یو په بل د کفر او دوزخي ټاپې وهي. ستا یو وارث را پاڅي د بل وارث په ضد جنتي فتوا صادره کړي. نوځکه خو نن ماشوم په مکتب کې، ناوې په ډولۍ کې او امام په محراب کې په سرو وینو لت پت دی.
یا رسول الله، ته سید الخلق یې، ته د رحمت سمبول یې، ته د تسل ډیوه یې او د هیلو څرک. ته به تر قیامته د خپلو امتیانو په زړونو کې اوسیږي، ځکه چې ته د انسانیت، اعتدال، مینې او سولې پیغمبر یې !
فصلوات الله و سلامه علیک، یا محمد رسول الله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.