Browsing Tag

عبدالهادي هادي

سرسام

ټوله رڼا ستا شه ګلې زه تیاره ماښام ښه یم پریږده د نظر په شانې پروت د چا پر بام ښه یم مه مې پخوه چې نور د اور د ټینګې نه یمه پوخ یمه دننه له بهر نه یو څه خام ښه یم زه خو د دنیا د رواجونو پروا نه ساتم عقل دې د نورو وي زه دغسې…

شک

اوس مې د خپل سیوري ملګرتوب باندې هم شک کوم تو لعنت د وخت پر سړيتوب باندې هم شک کوم خدایه! څه نامردې زمانې ته دې ورګډ کړمه دې غرض آباد کې نارينتوب باندې هم شک کوم چا د یوه ښکلي زړه هندارې ته ګذار ورکړ ځکه د دې دور پر…

امتزاج

د غرو خلک او د ښار سره یو ځای شول زما تمه او ستا قار سره یو ځای شول راته یاد دی چې دا کلی څومره شین وو زموږ ګامونه په دې لار سره یو ځای شول نور یې څه دي؟ ما او تا باندې غږیږي بیا د کلي څو اوزګار سره یو ځای شول ته…

پښتون وطن

چې بيخودي نه وي، نيشه نه وي، نو هم ښه نه وي چې ساز سرود وي او پیاله نه وي، نو هم ښه نه وي دا ځنو خلکو سره، ښه کول والله که ښه وي دا ځنې خلک چې خپه نه وي، نو هم ښه نه وي پښتون وطن دی، دلته شپې کول اسانه ، نه دي جومات به ساتې،…

لوټلې رڼا

دا بې ذوقه خلک د ښکلا په قدر څه پوه دي دوی د هوس تږي دي د چا په قدر څه پوه دي سل ځلې که ستوري او رڼا په لپو وویشې دا په تیارو روږدي د رڼا په قدر څه پوه دي ورشه خو ویریږم چې نازک زړګی دې مات نه شي ښار دی د بیقدرو څوک د…

غزل

زړونه مو له زنګه خدایه وساتې نور کلی له جنګه خدایه وساتې ډیر ځلې لویدلي پاڅیدلي یو بیا مو له ګړنګه خدایه وساتې ټول عمر به شعر ته ریاضت کوم ما د بل له رنګه خدایه وساتې دا د اژدها پر ژامه پروت اولس روغ د دیو له چنګه…

شرارت

واه د نور د کرښو تلاوت نه وو نو څه وو دا جوړ دې په محفل کې که قیامت نه وو نو څه وو دا زما چې د زړګي په درزا ټول عالم خبر شولو ستا د شوخو سترګو شرارت نه وو نو څه وو دا نن چې مخامخ شوو زموږ دواړو رنګ الوتی وو بل که په زړه…

تنهایي

نن مې زړه نه وینې څاڅي نن مې ډیره بیوسي ده د ګودر پر شور عادت وم اوس راپیښه خاموشي ده څو لوګیه د سګریټو له ترخو شرابو وروسته همدغه مې زندګي ده همدغه مې زندګي ده چې کسات به زمانه رانه د کومې ګناه اخلي؟ په تیرو چړو مې وژني دنیا…

سزا

همیش ستړی، تل بیخوبه، لالهانده، لالهانده، زندګي هم عجیبه ده نیمه ورځ ده نیمه شپه ده څه پیچلې فلسفه ده! د جانان وجود رڼا ده په دې ټول جهان خوره ده د ښایست په میخانه کې د هر چا یوه پیاله ده د چا ډکه ، د چا نیمه د چا لاسو، نه…

عادت

زړه څومره نازک لکه هنداره وي دا غمی خو جوړ د چا له پاره وي څه که دې سپرلی د ښایست خپور شي بیا زما به پکې برخه هسې خواره وي خپل کارونه پریږدي موږ ته وګوري ستا د کلي خلک څه اوزګاره وي سترګې مې چې ورشي دا په خوب ګورم شین…