سرسام

عبدالهادي هادي

495
ټوله رڼا ستا شه ګلې زه تیاره ماښام ښه یم
پریږده د نظر په شانې پروت د چا پر بام ښه یم
مه مې پخوه چې نور د اور د ټینګې نه یمه
پوخ یمه دننه له بهر نه یو څه خام ښه یم
زه خو د دنیا د رواجونو پروا نه ساتم
عقل دې د نورو وي زه دغسې سرسام ښه یم
زما او د سکون له وړکتوبه سره ورانه وه
ژوند د پښتانه یمه په منډه او نارام ښه یم
پریږده چې شکي دنیا ایمان په ګمان وبایلي
پروت لکه مظلوم بندي په سل رنګه بدنام ښه یم
ته د ستړي خوب اوسه د شنې ونې په سیوري کې
زه لکه احساس د ستړیا ستا د خوږ اندام ښه یم
مه وایه هادي ته چې ماضی له ذهنه وباسه
داسې پریشان لکه د مات پوځي انجام ښه یم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.