سزا

عبدالهادي هادي

535
همیش ستړی، تل بیخوبه،
لالهانده، لالهانده،
زندګي هم عجیبه ده
نیمه ورځ ده نیمه شپه ده
څه پیچلې فلسفه ده!
د جانان وجود رڼا ده
په دې ټول جهان خوره ده
د ښایست په میخانه کې
د هر چا یوه پیاله ده
د چا ډکه ، د چا نیمه
د چا لاسو، نه چپه ده
دا د ژوند ټوله کیسه ده
ورک سکون ته تلوسه ده
عجیبه ده ، عجیبه ده
زندګي دستا خندا ده
د ستا سترګو کې دنیا ده
ستا وجود د چا رڼا ده
عجیبه ده ، عجیبه ده
زندګي زموږ سزا ده
نا مالومه شانې یون دی
نا مالومه انتها ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.