لوټلې رڼا

عبدالهادي هادي

503
دا بې ذوقه خلک د ښکلا په قدر څه پوه دي
دوی د هوس تږي دي د چا په قدر څه پوه دي
سل ځلې که ستوري او رڼا په لپو وویشې
دا په تیارو روږدي د رڼا په قدر څه پوه دي
ورشه خو ویریږم چې نازک زړګی دې مات نه شي
ښار دی د بیقدرو څوک د تا په قدر څه پوه دي
هلته دجالانو د شعور رڼا لوټلې ده
دوی نو د امان او ثریا په قدر څه پوه دي
مړو ته په لمن کې لمر او ستوري ډالۍ څه مانا؟
مړه د تحول او ارتقا په قدر څه پوه دي
چا چې د خپل ورور له وینو درس د بقا وانه خیست
دوی نو د حسین او کربلا په قدر څه پوه دي
دومره ساده نه یمه چې زړه دې هادي وخورمه
دا کلی د نورو دی زما په قدر څه پوه دي
May be an image of text

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.