تنهایي

عبدالهادي هادي

803
نن مې زړه نه وینې څاڅي نن مې ډیره بیوسي ده
د ګودر پر شور عادت وم اوس راپیښه خاموشي ده
څو لوګیه د سګریټو له ترخو شرابو وروسته
همدغه مې زندګي ده همدغه مې زندګي ده
چې کسات به زمانه رانه د کومې ګناه اخلي؟
په تیرو چړو مې وژني دنیا ټوله مایوسي ده
په دې ډک بازار کې ګورم یو انسان مې د ګپ نه وي
اخ چې څومره تنهایي ده اخ چې څومره تنهایي ده
ګنې وخته به مې کوز وو له اوږو نه د ژوند پیټی
ستا په سترګو مې لا ټینګه له دې ژوند سره یاري ده
زما په وران تیاره مالت کې چې لا تته رڼا ښکاري
دا خو ستا د مخ سپوږمۍ ده ستا د حسن رڼایي ده
داسې مه وایه چې خدایه دا سړی له کومې راغی
د هادي د ژوند ډیوه خو ستا په لاس کې ابدي ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.