ننواتې
ته خبر يې اوازې درپسې کېږي!
ستا د خپل غږ انګازې درپسې کېږي
ستا ګيله دې پر ځای نه شي ګيله منه!
کنه خدايګو جنازې درپسې کېږي
خاموشي دې څه بلا وکړه لمرمخيه
په تياره کې دې رڼا وکړه لمرمخيه
له پلوه لپې لپې هيلې شيندي
مور مې بيا درته دعا…