پداسې حال کې چې ټاکل شوې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د چارشنبې په ورځ د متحده ایالاتو کانګرس دواړو خونو ته وینا وکړي، یو شمیر مظاهره چیانو سه شنبه جولای ۲۳ ( زمري دویمه) د کانګرس ماڼۍ په مخکې پرلت وهلی و.
پولیسو ګڼ شمیر مظاهره کوونکي نیولي هم دي.
ځینو کسانو د دوشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د هغه هوټل مخې ته هم لاریون وکړ چې نیتنیاهو پکې پاتې کیږي خو د واشنګټن په سیمه ایز وخت سه شنبه ماښام سلګونه کسان د کانګرس ماڼۍ هغې برخې کې سره راټول شول چې د استازو مجلس غړیو دفترونه پکې دي.
مظاهره د “سولې لپاره د یهودانو غږ” په نامه سازمان جوړه کړې وه.
مظاهره کوونکو سره کمیسونه اغوستي چې پرې لیکل شوي و، “زمونږ په نامه نه” او د ودانۍ په غولي ناست و. هغوي د ځان سره لوحې هم راوړې چې پرې لیکل شوي و، “غزه ژوند ته پریږدئ”.
مظاهره چیانو شعارونه ورکول او چکچکې یې کولې.
سره لدې چې د پایتخت پولیسو مظاهره چیانو ته د تګ په خاطر څو ځله خبرداري ورکړل خو هغوي دا خبرداري ونه منل او پولیسو ګڼ شمیر مظاهره چیان یو په بل پسې ونیول. “
یوه مظاهره کوونکې چې د خپلو دوو لوڼو سره د نیویارک ایالت څخه په موټر کې دې مظاهرې کې د ګډون لپاره راغلې وه، مطبوعاتو ته یې وویل، ” زه د یو کس لور یم چې په هالوکاست کې ژوندی پاتې و. زه پوهیږم چې هالوکاست څه ډول ښکاریده. کله چې مونږ وایو بیا هیڅکله نه، هدف مو دا دی چې هیڅکله نه د ټولو لپاره”.
پولیسو د دې مظاهره کوونکي دواړه لوڼې ونیولې.
مظاهره کوونکي د امریکا په جمهور رئیس جو بایډن په قهر و او له هغه یې غوښتل چې په سمدستي توګه اسرائیل ته د ټولو وسلو ورکول بند کړي.
یو مظاهره کوونکي وویل، “زمونږ تمرکز په نیتنیاهو( د اسرائیل صدراعظم) ندی. هغه یو عرض دی. خو بایډن څنګه د اوربند غوښتنه کوي چې (اسرائیل) ته بمونه او الوتکې استوي”.
سره لدې چې د پایخت پولیسو ندي ویلي چې ټول ټال یې څومره کسان نیولي خو د سولې لپاره د یهوادو غږ سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي چې پولیسو د لسګونو یهودانو مذهبي مشرانو په ګډون ۴۰۰ تنه نیولي دي.
ټاکل شوې چې د چارشنبې په ورځ هم ګڼ شمیر مظاهرې هغه وخت وشي چې د اسرائیل مشر د کانګرس غړیو ته وینا کوي. پولیسو د دې وینا څخه وړاندې د کانګرس ماڼۍ په شاوخوا کې امنیتي تدابیر ډیر کړي او ګڼ شمیر لارې یې بندې کړیدي.
نیتن یاهو به د پنجشنبې په ورځ د جمهور رئیس جو بایډن سره وګوري.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.