د وجود د کوليسټرول لوړوالى، مخنيوي او درملنه

67

موږ او تاسي شايد د وجود کوليسټرول يوازي د غوړ او چرب خوراکونه څخه وګڼو حال دا چي د وجود 75% کوليسټرول پخپله په وجود کي د ينې په واسطه جوړيږي وروسته په وينه ګډ او په رګونو کي د وجود ټولو برخو ته رسيږي همدارنګه 25% نور کوليسټرول بيا د هغه خوړو څخه چي مشبوع شحم (لکه حيواني غوړي او يا کنګليدونکي غوړي) ولري بدن ته داخليږي.
په حقيقت کي نورماله اندازه کوليسټرول د وجود د حجراتو د فعاليتونو لپاره اړين دي خو کله چي يې اندازه له نورمال حد څخه لوړه سي بيا په يو خطرناک حالت بدليږي.

د لوړ کوليسټرول له کبله د ناروغ شکايتونه (اعراض):

د ويني لوړ کوليسټرول پخپله د اعراضو سبب نه کيږي بلکه د کوليسټرول د لوړوالي په سبب د شخص شريانونه تنګيږي چي دغه حالت په شخص نور زيانونه رامنځته کولاي سي مثلاً د لوړ کوليسټرول له کبله د شريانونو په لومن کي يو ډول شحمي مانعه چي (Plaque) ورته ويل کيږي، جوړيږي چي دغه مانعه ويني ته اجازه نه ورکوي ترڅو اړوند نسج يا عضوي ته ورسيږي او د نوموړي نسج يا عضوي د تخريب تر څنګ د زړه ناروغۍ هم رامنځته کوي.
ښه خبر بيا دا دى چي د وجود لوړ کوليسټرول په اسانۍ سره د تشخيص او درملني وړ دي.

د کوليسټرول معاينه کول:

هر شخص چي عمر يې تر 20 کالو زيات وي بايد په هر پينځه کالو کي د خپل وجود کوليسټرول معاينه کړي. د کوليسټرول معاينه د ويني د ساده معايناتو په واسطه اجرا کيږي.
کله چي په لابراتوار کي د يو شخص د ويني کوليسټرول معاينه کيږي نو بايد هغه شخص د 9 – 12 ساعتونو لپاره بغير له اوبو نور خوراک او څښاک ونکړي، وروسته لدې د هغه څخه د ويني سمپل اخستل کيږي او په نتيجه کي HDL، LDL او Triglycerides اندازه معلوميږي. اوس غواړو پوه سو چي HDL، LDL او Triglycerides څه ته ويل کيږي او يو له بل سره څه توپير لري.

(Low Density Lipoprotein (LDL يا بد کوليسترول څه شى دي؟

LDL په وينه کي يو ډول پروټين دي او دنده يي د ينې څخه د کوليسټرول انتقال دي، يعني کله چي په ينه کي کوليسټرول جوړ سي نو LDL نوموړي کوليسټرول رګونو او نورو انساجو ته انتقالوي، کله چي کوليسټرول شريانونو ته انتقال سي د شريانونو په لومن کي ترسب کوي او يو ډول شحمي مانعه (Plaque) جوړوي چي دا مانعه د ويني جريان قسماً يا کاملاً بندوي او پدې ترتيب اړوند نسج او يا عضوي ته وينه نه رسيږي او د تخريبي افتونو سبب کيږي. LDL چي کوليسټرول د ينې څخه د رګونو په لور انتقالوي، د بد کوليسټرول په نوم هم ياديږي.
هغه خواړه چي په حيواني يا مشبوع (کنګل کيدونکو) غوړو کي پاخه سوي وي د انسان د وجود LDL (بد کوليسټرول) اندازه زياتوي. که غواړ‌ۍ چي ناروغ نه سۍ نو بايد ستاسي د وجود د LDL اندازه له 100 څخه کښته وي، هر څومره چي د LDL اندازه ټيټه وي هغومره ګټور دى.

(High Density Lipoprotein (HDL يا ښه کوليسټرول څه شى دي؟

په وينه کي يو بل ډول پروټين چي د LDL خلاف دنده لري، د HDL په نوم ياديږي دا پروټين د ويني د رګونو څخه کوليسټرول ټولوي او هغوي ينې ته انتقالوي او پدې ترتيب د شريانونو د بنديدلو او د ناروغيو د رامنځته کولو څخه مخنيوي کوي، چي دغه پروټين (HDL) ته ښه کوليسټرول هم ويل کيږي. بناً هر څومره چي په وجود کي د HDL اندازه ډيره وي هغومره ګټور وي، که د کوم شخص په وجود کي چي د HDL اندازه ټيټه وي په همهغه اندازه د زړه د ناروغيو سره زيات مخ کيږي. د هر انسان د ويني HDL بايد تر 60 زيات وي.
که غواړۍ چي په وجود کي مو د HDL اندازه لوړه سي نو د زيتون غوړو څخه استفاده وکړئ.

تراي ګليسرايډ (Triglycerides) څه شى دي؟

کله چي شخص تر نارمل حد زيات قند او کالوري اخلي او يا الکول څښي پدې صورت کي بدن هغه په تراى ګليسرايډ بدلوي، تراى ګليسرايډ يو ډول غوړ دي چي د ويني په واسطه انتقاليږي او په شحمي انساجو کي ذخيره کيږي. کوم کسان چي وزن يې زيات وي، سګريټ څکوي، سپورټ يا فزيکي فعاليت نه کوي او يا هم شراب څښي د هغوي د وجود تراى ګليسرايډ لوړ وي، همدارنګه د کوم شخص چي تراى ګليسرايډ تر 150 لوړ وي هغوي د Metabolic Syndrome سره د مخ کيدو لوړ امکانات لري، چي نوموړي حالت د شکري او زړه د ناروغيو سره تړاو لري.

د وجود مجموعي کوليسټرول (Total Cholesterol) څه ته ويل کيږي؟

د کوليسټرول مجموعي اندازه د LDL، HDL او VLDL (يعني Very LDL) د مجموعي اندازې څخه عبارت دي کوم چي د انسان د ويني په دوران کي حرکت کوي.
VLDL د LDL د جوړيدلو لپاره يوه پيش قدمه ماده ده يعني د VLDL څخه LDL جوړيږي. که چيري د بدن مجموعي کوليسټرول اندازه (Total Cholesterol) له 200 څخه کښته وي نو دا په يو ښه روغتيايي حالت باندي دلالت کوي برعکس که له 200 څخه لوړه وي نو پداسي اشخاصو کي د زړه د ناروغيو د رامنځته کيدلو امکانات ډير وي، بناً په هر ډول چي ممکن وي بايد هر څوک دغه اندازه له 200 څخه کښته وساتي.

د کوليسټرول څخه غني خواړه (Cholesterol-rich foods):

هغه خواړه چي په لوړه پيمانه کوليسټرول لري (لکه هګۍ) او يا هغه خواړه چي په حيواني غوړو يا وازدو کي پاخه سوي وي بايد چي ډير ونه خوړل سي او يا ور څخه ډډه وسي، يا په بل عبارت چي د يو روغ کس لپاره د کوليسټرولي غذاوو ورځني اندازه 300 mg ټاکل سوې ده خو په کومو اشخاصو کي چي د زړه د ناروغۍ د رامنځته کيدلو چانس وي هغوي بايد په ورځ کي له 200 mg څخه زيات کوليسټرول وانخلي. د چرګي يوه هګي 186 mg کوليسټرول لري.

هغه فکتورونه چي د يو شخص په وينه کي کوليسټرول زياتوي:

١) هغه خواړه چي په لوړه اندازه مشبوع شحم ولري.
٢) د لوړ کوليسټرول لپاره د شخص کورنۍ تاريخچه.
٣) د شخص چاغښت او د وزن زياتوالي.
٤) د عمر زياتوالي.
٥) ښځي د نارينه وو په نسبت د کوليسټرول د لوړوالي څخه په امن وي ځکه په ښځينه جنس کي د Estrogen هورمون شتون او د ماشومانو د زيږولو له کبله د ويني کوليسټرول نه لوړيږي خو کله چي د عمر د زياتوالي له کبله د هغوي مياشتنى عادت بند (Menopause ته داخلي) سي نو بيا د کوليسټرول لوړيدلو له خطر سره مخ کيداي سي.

د لوړ کوليسټرول خطرونه:

د وجود د کوليسټرول لوړوالي د زړه د اکليلي شريانونو د بندولو، د زړه د حملې او دماغي سکتې لپاره يو مهم فکتور دى. همدارنګه روغتيا پالان وايي چي لوړ کوليسټرول د الزايمر (Alzheimer) ناروغۍ سبب کيږي.

هغه خواړه چي په وجود کي د کوليسټرول مقدار کښته کوي:

کوم کسان چي غواړي ترڅو د کوليسټرول د لوړوالي څخه مخنيوي وکړي، هغوي بايد فايبر لرونکي غذاګاني (لکه د غنمو او جوارو ډوډۍ يا سوړسک)، تازه مېوې او ترکاري وخوري، فايبر لرونکي غذا ګاني او مېوې د وجود بد کوليسټرول کښته کوي.
د غير مشبوع (ويلي) غوړو څخه بايد استفاده وسي ځکه چي په وجود کي د LDL اندازه کښته کوي، چهار مغز (غوزاڼ) د ويلي غوړي لري او د وجود لپاره ډير ګټور دي.
د ماهيانو غوړي او غوښي يو ډول کيمياوي ماده لري چي Omega-3 fatty acid نوميږي چي د وجود لپاره ډير ګټور دي ځکه نو هر شخص بايد په اونۍ کي دوه ځله ماهيان وخوري. ددې برعکس نوري غوښي زيات پروټين لري چي په وجود کي کوليسټرول د لوړيدلو سره مرسته کوي بايد چي ډيري غوښي ونه خوړل سي.
هغه خواړه چي زياته اندازه کاربوهايډريټ لري په وجود کي د کوليسټرول لوړيدلو سره مرسته کوي پدې ترتيب بايد ډير کاربوهايډريټ ونه خوړل سي.

د وزن او چاغښت کمول:
کوم اشخاص چي وزن يې زيات وي، بايد چي خپل وزن لږ کړي ځکه وزن کمول په بدن کي د LDL، Triglycerides او Total Cholesterol اندازه ډيره کموي او برعکس د HDL (ښه کوليسټرول) اندازه زياتيږي يا په بل عبارت د يو چاغ شخص 6 پاوه وزن کمول د HDL اندازه يو (1) نمره لوړه بيايي.

د سګريټ څکولو څخه بايد جداً ډډه وسي، هغه کسان چي سګريټ څکول پريږدي د هغوي د وجود HDL تر %10 لوړه ځي.
ورزش او فزيکي فعاليت: هغه کسان چي روغ صحت ولري خو سپورټ (فزيکي فعاليت) نه کوي بايد سپورټ کول شروع کړي، تر ټولو ښه سپورټونه هوازي تمرينونه (Aerobic exercises) دي لکه هره ورځ د نيم ساعت لپاره ځغستل، قدم وهل او لامبو کول په لومړنيو دوو مياشتو کي د وجود HDL اندازه 5% زياتوي.

د لوړ کوليسټرول لږول د درملو په واسطه:

که يو ناروغ د لوړ کوليسټرول کورنۍ تاريخچه ولري پدې حالت کي ممکن د ناروغ کوليسټرول د لازمو غذا ګانو او فزيکي فعاليتونو سربيره ټيټ نه سي نو پداسي حالاتو کي درملنې ته هم اړتيا ده. Statin درمل يو له ګټورو درملو څخه شميرل کيږي کوم چي په ينه کي د کوليسټرول جوړيدل نهيه کوي او د درملو نور ډولونه بيا د کوليسټرول جذب نهيه کوي، کيداي سي چي ډاکټر ناروغ ته د درملو څو ډولونه توصيه کړي.
هغه کسان چي د شکري يا د زړه د ناروغيو سره مخ وي بايد د هغوي د وجود LDL اندازه تر 100 کښته وي خو ځيني نور ډاکټران دا کچه تر 70 کښته اړينه ګڼي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.