ننواتې

ذبیح احساس

140

ته خبر يې اوازې درپسې کېږي!
ستا د خپل غږ انګازې درپسې کېږي
ستا ګيله دې پر ځای نه شي ګيله منه!
کنه خدايګو جنازې درپسې کېږي

خاموشي دې څه بلا وکړه لمرمخيه
په تياره کې دې رڼا وکړه لمرمخيه
له پلوه لپې لپې هيلې شيندي
مور مې بيا درته دعا وکړه لمرمخيه

مونږه ګرم يوو، ستا ګيلې ټولې پر ځای دي
ماښامونه اندېښنې ټولې پر ځای دي
خو لا شپه مخې ته هاغسې درنده ده
او پر لاره مو تيارې ټولې پر ځای دي

د وطن له هرې خوا غږونه ځغلي
شاوخوا مو څه بلا غږونه ځغلي
غږ راوکه زړونه بوټ درپسې وتي
ستا له وېرې په چوپتيا غږونه ځغلي

وړکيه! ته نو داسې نه شې تلای کوران دی
مخ راواړوه! د چا درپسې غږ دی
هم ملنګ د زمانې درپسې ګوري
هم د زړونو د باچا درپسې غږ دی

#ګيله_منه!
د سرطان ۲۰مه، ۱۴۰۳لمريز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.