په ادراکې مانا پوهنه کې د ډلبندۍ تیورۍ ځېرنه

څیړونکی:  سیف الدین سیلاب

119

 بسم الله الرحمن الرحیم

 لړلیک

سریزه ………………………………………………………………………………………۱

په ادراکې مانا پوهنه کې د ډلبندۍ تیورۍ ځېرنه …………………………………………….۲

کورنۍ ورته والی …………………………………………………………………………………………..۲

منځتوب …………………………………………………………………………………………………….۲

د څو مانیز توب له مخي ډلبندۍ …………………………………………………………………………….۲

زیږونکي د مخمخبېلکې په توګه …………………………………………………………………………….۲

تدریجي غړيتوب ……………………………………………………………………………………………۲

د درجو له مخي مرکزیتوب …………………………………………………………………………………۲

د مفهومي بڼو نظریه ………………………………………………………………………………………..۳

د تلپوړ د لومړيتوب نظریه ………………………………………………………………………………….۳

د ډلبندیو عمومي اصول ……………………………………………………………………..۳

۱ ــ د ادراکي سپما اصل ……………………………………………………………………………………۴

۲ ــ د نړۍ د رغښت د درک اصل ………………………………………………………………………….۴

د مخبېلکې تیوري ………………………………………………………………………………………..۵

د ادراکي ماناپوهنې د تشریح او پیژندني لپاره څلور اصله……………………………………۵

ــ مفاهیم د جسمي جوړښت سره په اړېکه کې رامنځته کیږي ………………………………………………..۵

ــ مانیز جوړښت مفهومي جوړښت دی ………………………………………………………………………۶

 ــ مانا دایرت المعارفي ده …………………………………………………………………………………..۶

ــ ژبني واحدونه له خپله ځانه مانا نه لري ……………………………………………………………………۶

پایله …………………………………………………………………………………………………………۹

ماخذونه …………………………………………………………………………………………………..۱۰

 سریزه

د ډلبندۍ د تیورۍ پر بنسټ انسان په ذهن کې شیان بېل بېل نه، بلکي د شیانو ټولۍ جوړوي. په دې ټولیو کې چې کوم شیان راټولیږي، هغوی ته د یوې ټولۍ غړي وایې. دا غړي یو له بل سره اړیکې لري؛ لکه د ورته والي اړیکه، د کاروني اړېکه او د نژدېوالي اړیکه؛ لکه: د موټر د ټولۍ غړي له بل سره ورته والی لري، د لوښو د ټولۍ غړي له یو بل سره د کارونې له مخي ټولۍ جوړوي

د ډلبندۍ د تیورۍ له مخي په ذهن کې راټولي سوي ټولۍ له یو بل سره اړیکه لري او په خپله ژبه د پیاز د پوستکو غوندې له ټولیو جوړه ده. یعنې یوه ټولۍ تر ځان د لویې ټولۍ غړي وي او هغه بیا تر دې د لویې ټولۍ غړي مثال په توګه د لاس، لاس د بدن د ټولۍغړی دی.

د ډلبندۍ اوسنۍ نظریه یوازې نه ده رامځنته سوي؛ بلکې دې نظزیې څو منځنۍ نطریې تیري کړي، چې د (وینګنشتاین) له فلسفې څخه شروع کیږي او بالاخره په اوسني مفهوم تر ادراکي اروا پوهنې رارسیږي.

وروسته الینر روش، لیکاف، لانګاکر، جانسون او نورو ملګرو یې څیړنې پري کړي دي.

د ډلبندیو نظریو ته مې یوه لنډه کتنه کړی او څو داسې مهمې نظریې چې په بېلابېلو زمانو کې د بېلابېلو پوهانو له خوا وړاندې سوي دي هغه مې راټولي کړي او د مثالونو سره د خپل وس مطابق مې پرې خبري کړي دي. په هغه کې د ادراکي مانا پوهنې د ډلبندۍ نظریات، د ټولۍ نظریات، کتګورۍ او مخبېلګېز نظریات تشریح او توضیح سوي دي. د الینر روش  د عمودي او افقي محورونه سره له مثالونو په ګوته شوي دي او داسې نور د ادراکي مانا پوهنې د ډلبندۍ په اړه لازم موضوعات تشریح سوي دي خدای وکړي چې د ژبپوهنې په برخه کې ګټور واقیع سي. او د ډلبندیو د انکشاف لپاره به یې یو فکر راسره پیدا سي.

 په ادراکې مانا پوهنه کې د ډلبندۍ تیورۍ ځېرنه

د ډلبندۍ د تیورۍ پر بنسټ انسان په ذهن کې شیان بېل بېل نه، بلکي د شیانو ټولۍ جوړوي. په دې ټولیو کې چې کوم شیان راټولیږي، هغوی ته د یوې ټولۍ غړي وایې. دا غړي یو له بل سره اړیکې لري؛ لکه د ورته والي اړیکه، د کاروني اړېکه او د نژدېوالي اړیکه؛ لکه: د موټر د ټولۍ غړي له بل سره ورته والی لري، د لوښو د ټولۍ غړي له یو بل سره د کارونې له مخي ټولۍ جوړوي(ښکلی، ۱۴۰۱؛ ۱۹۹).

د ډلبندۍ د تیورۍ له مخي په ذهن کې راټولي سوي ټولۍ له یو بل سره اړیکه لري او په خپله ژبه د پیاز د پوستکو غوندې له ټولیو جوړه ده. یعنې یوه ټولۍ تر ځان د لویې ټولۍ غړي وي او هغه بیا تر دې د لویې ټولۍ غړي وي. د مثال په توګه ګوتي د لاس، لاس د بدن د ټولۍغړی دی.

د ډلبندۍ اوسنۍ نظریه یوازې نه ده رامځنته سوي؛ بلکې دې نظریې څو منځنۍ نطریې تیري کړي، چې د (ویتګنشتاین) له فلسفې څخه شروع کیږي او بالاخره په اوسني مفهوم تر ادراکي اروا پوهنې رارسیږي.

وروسته الینرروش، لیکاف، لانګاکر، جانسون، پالمر او نورو  څیړنې پرې کړي دي.

د ډلبندیو نظریو ته به یوه لنډه کتنه وکړو، او څو داسې مهمې نظریې چې په بېلابېلو زمانو کې د بېلابېلو پوهانو له خوا وړاندې سوي دي درسره شریکي کړو او د ډلبندیو د انکشاف لپاره به یې یو فکر راسره پیدا سي.

۱ ــ کورنۍ ورته والی: دغه نظریه هغه غړي چې د یو بل سره کورنۍ اړیکې ولري، د یوې ټولۍ غړي بولي، بی له دې یې تر منځ د پیزندنې لپاره کومه عامه ځانګړنه په پام کې نه نیسې. لکه: شترمرغ د مرغانو په ډله کې، ښاپیرک د مرغانو په ډله کې او داسي نور.

۲ ــ منځتوب: په دې نظریه کې د دې امکان سته، چې د یوې ټولۍ یو غړی تر نورو غړیو مرکزي او غوره وي. لکه: د مرغانو په ډله کې ( باز) خو دا کیدی سي، چې په بلي ژبې بل فرهنګ کې توپېر وکړي، کیدای سي په انګلیسې ژبه او فرهنګ کې مرکزی غړی (چنچڼه) وي ځکه چې هلته (باز) کیدای سي لږ پیدا سي.

۳ ــ د څو مانیز توب له مخي ډلبندۍ: په دې نظریه کې د یوې کلمي د مانا له مخي شیان داسې ډلبندي کیږي، چې د یو بل سره تړاو ولري. لکه: د اوتو کلمه: د کالو اوتو کول، د مخ اوتو کول، د ویښتانو اوتو کول، د پلاستیکي پایپونو اوتو کول او داسي نور. احمد موټر سور دی. احمد سره ویښتان لري. احمد چې خوږ سو، مخ یې سور سو.

۴ ــ زیږونکي د مخمخبېلکې په توګه: په دې نظریه کې شیان د زیږونکي په مټ ډلبندي او د پیژندلو وړ ګرځي، چې زیږونکي یې مخبېلکه او نور یې د عمومي اصولو له مخي اصلي غړي او په ځینو حالتونو کې فرعي غړي وي.

لیکاف ۱۹۸۷: د مور د مفهوم ټولۍ څرنګه جوږوو؟ زه په لارو کوڅو کې لوی سوی یم، نه پوهیږم، چې خپله مور مې څوک ده. خپله مور مې تر زیږون مخکې مړه سوه او زه یې د بلې ښځې مور رحم ته ورواچولم. زه جوړ نه یم فکر نه کوم، د خپلې مور ښه زوی اوسم. دلته اعلی بېلګه یا سرخیله: زیږونکي مور ده.

۵ ــ تدریجي غړيتوب: د دې نظریې له مخي د یوې ډلي غړي پریکنده بریدونه نه لري او غړي یې په ټولي کې د درجو پر بنسټ غړیتړب اخلي. لکه: د فازي سیټ

۶ ــ د درجو له مخي مرکزیتوب: دا نظریه که څه هم د یوې ډلي شیان په یوه ټولۍ کې شامل بولي، خو بیا هم ټول غړي د یادي ټولۍ د مرکزیتوب حق نه لري، کیدای سي ځینې لږ او ځینې ډیر مرکزي وي.لکه: د مارغانو په ټولۍ کې باز مرکزي غړی بیا کارغه بیا کوتره او بیا شترمرغ په آخري کرخه کې شامل دی.

۷ ــ د مفهومي بڼو نظریه: دا نظریه څیزونو او د هغوی ځانګړنې به ټولنه او چاپیریال کې د هغوی د دندې او کاروني د تجربې زیږنده بولي، چې د انسان د بیولوژیکي ظرفیت په مټ رامنځته کیږي. دا د هغې نظریې پر وړاندې ولاړه ده، چې مفهومونه خپلواک طبیعي جوړښتونه نوموي. لکه: د (اوتوکول) کلمه په نظر کې ونیسو، دا اصلاً د حرکتونو یوه ټولۍ ده، چې د یوې کډې موخې لپاره کارول کیږي. په اتو کولو کې سړی اوتو تودوي، اوتو یې پلاس کې نیولی وي، د کالو د پاسه یې تیروي، کالي ورته سموي، په سترګو ورته ګوري. او نور که چا ته ووایم، چې اوتو کوم، نو زما مخاطب دا ټول حرکات درک کوي. ډوډۍ پخه سوه. انګور پاخه سول. غوښه پخه سوه. ټول د پخولو فعل په مرسته مفهومي سوي دي.

۸ ــ د تلپوړ ډلبندي: دا نظریه څیزونه د درجه بندۍ یا سلسله مراتب له مخي نه ډلبندي کوي، له جز څخه کل ته او له کل څخه جز ته معیار نه ټاکي، بلکي د دوی په منځ کې  ادراکي اصل ته اعتبار ورکوي. لکه: (پند یا پل) او (توپ یا چپ) کې د (پ) اواز اداینه.

۹ ــ د تلپوړ د لومړيتوب نظریه: دا نظریه تلپوړ ته په ډلبندۍ کې لومړيتوب ورکوي او لامل یې په دې ډول یادوي: د ګشټالټ درک ( چې ورته او نژدي شیان سره یوه ډله بولي )، شکلي رغونه د تلپوړ پایله بولي. د دوی په اند، ادراکی بهیرونو ته هوساینه هم له تلپوړ څخه پیلیږي. د دې نظریې پلویان په دې باور دي، چې د یوې ټولۍ غړي که څه هم فرعي وي، کولای سي د ټولۍ په پیژندنه کې رښتينې مرسته وکړي.

ادراکي ژبوهنه دا پورته یادي سوي ټولي ډلبندۍ تر خپل چتر لاندې راولي او ټولیو لپاره په لاندې ډول ځینې اصول وضع کوي.

د ډلبندیو عمومي اصول:

د انسان په ذهن کې د ټولو ښکارندو ټولۍ دي. دا ټولۍ د دوو آرونو (اصلونو) له مخي جوړیږي.

۱ ــ د ادراکي سپما اصل

۲ ــ د نړۍ د رغښت د درک اصل

د لومړی اصل له مخي د انسان ذهن هڅه کوي، چې له خپلو کمو امکاناتو په استفادې د نړۍ په اړه پراخ، ګډ وډ معلومات په محدودو ټولیو کې راټول کړي، چې راکم سي او په دې ډول یې درک آسانه سي(ښکلی، ۱۳۹۹؛ ۲۴۵).

د دې لارې کولای سو د نړۍ رښتینې پیچلتیا، چې موجوده ده له منځه یوسو او چټک معرفت ته یې لار پرانیزو.موږ په نړۍ کې زیات څیزونو وینو، چې هر یو یوه یا څو چارې ترڅره کوي، د هر یوه جلا نومونه ناممکنه ده. نو انسانان هغه پر بېلابېلو ټولیو ویشي او د څان ذهني بار راکموي. په دې اصل کې هغه څیز په زیاتو ټولیو کې غړیتوب تر لاسه کولای سي، چې ډېري ځانګړنې ولري. مثلا: (خر) په ژوندیو موجوداتو کې د ټرانسپورټي وسایلو، تیورو، ویښته لرونکو، پښورو، څلور پښورو، واښه خوړونکو او شمزي لرونکو حیواناتو د ټولیو غړیتوب لري (حقمل، ۱۴۰۲؛ ۶۰).

که موږ ټول څیزونه دیوې چارې د تر سراینې له مخې ډلبندي کړو. مثلا: پر ژوندیو او ناژوندیو څیزونو یې وویشو؛ نو دا ټول شیان یوازي دوه ټولۍ کیږي. که وغواړو بر مصنوعي او غیرمصنوعي، پښورو او بې پښو یې وویشو، بیا هم د غړیو په تغیر په دوه دوه ټولۍ کیږي. که پښور پر دوه پښو او څلورو پښو لرونکو وویشو، دلته د ژوندیو او ناژوندیو څیزونو تر منځ سرحد له منځه ځي. خر، زمری، پړانګ، څوکۍ او موټر په یوه ټولۍ کې ځان راڅرګندوي. انسان، هېلۍ، موږک، موټرسایکل او چرګه چې دوه پښې لري په بله ټولۍ کې شاملیږي. دا چې ولي موټر او موټرسایکل په څلور او دوه پښو لرونکو ټولیو کې کڼل کیږي پر دې به په مخبېلکه ترۍ کې خبرې وکړو.

۲ ــ د نړۍ د رغښت د درک اصل

د دویم اصل له مخي فیزیکي نړۍ پخپله یو رغښت او انسجام لري، چې دشیانو له خپلمځي اړېکو جوړ سوی؛ مثلاً: وزرونه له نورو توکیو سره یو ځای کیږي او مرغه ته د الوتنې وړتیا ورکوي. (ښکلی، ۱۳۹۹؛ ۲۴۵). د نړۍ رغښت داسې دی، چې څیزونه یو له بل سره داسې ګډ صفتونه او اړېکې لري، لکه د بڼکې پوټکي او وزر اړیکه، چې له مرغه سره په الوتلو او کښیناسلو کې مرسته کوي. دلته د رغښت او جوړښت له مخي څیزونه ډلبندي کیږي، چې په کم ادراکي قوت سره زیاته اندازه معلومات تر لاسه کیږي. په نړۍ کې ډېر څیزونه دي، چې د ډول ډول موخو لپارهکاریږي. د هر یوه سره انسان ځانګړی چلن کوي. مثلاً: څوکۍ د کښیناستو لپاره استعمالیږي. یو شمیر شیان د یوه څیز سره یوه، د بل سره دوې او د بل سره درې یا ممکن تر دې زیاتي ګډې ځانګړنې ولري. چې رنګارنګ ټولۍ رامنځته کولای سي.

یوه خبره د یادولو وړ ده، چې موږ یوازي د درک سوي نړۍ د هغو څیزنو په اړه خبرې کوو، چې انسان یې د خپلې پوهې په دایره کې لري، نه ماورا الطبیعه نړۍ په اړه، چې زموږ د پوهې له دایرې بهر ده. انړۍ د خپل لید او پوهې له مخي پیژني. څنګه چې انسان شیان ویني او احساسوي یې؛ همغسې یې تشریح کوي. نړی چې څنګه ده او دی یې څنګه ویني هغه بېله خبره ده. مثلاً: سپی، پیشو، موږک، لیوه، مچۍ، زمری، او چونکښه بېلابېل جوړښتونه لري او نړۍ و هر یوه ته بل ډول ښکاري، ځکه د دوی او انسان جوړښت سره توپیر لري.انسانان په شپه کې آرام کوي، د ورځي کار کوي، خو چغالان او ځېني نور ځناور دشپې خوراک او ښکار کوي او ځان په امن کې بولي. ځکه وایو، چې انسان نړۍ د خپلې پوهې او مشاهدې له مخي درک کوي. موږ مخکې د مارغه یادونه وکړه، چې له بڼې سره وزر یو ځای سي د الوتو وړتیا پیدا کیږي. له لپاره چې وزر او بڼه دواړه یاد کړو، ادراکي سپما ته مخه کوو. یوازي له دودیزه اړخه ورته مارغه وایو. چې د بڼې او وزرو دواړو مفهوم په یو وار د مرغه په نوم کې راټولیږي. ټولۍ نړیوالي نه دي. مثلاً: که یو پښتون (باز) د مرغانو مخبېلکه بولي. ښایې په انګلیسي کې (چنچڼه). د یوې پدیدې زیاتوالی هم په یوه ټولۍ کې د هغې په مخبېلکه کیدو کې لاس لري (ښکلی، ۱۳۹۹؛ ۲۴۶).

د مخبېلکې تیوري

د مخبېلکې تیوري په لومړي ځل الینر روش وړاندې کړه. مخبېلګه چې د (protype) پښتو ژباړه ده، (pro) د مخکي له مخکي او (type) بڼې یا ډول ته وایې، چې په پښتو کې ورته بېلګه کاریږي. هر انسان په خپل ءوند کې له بېلابېلو ښکارندو او ماهیتونو سره مخیږي، چې باید په بېلابېلو ټولیو کې یې سره راټول کړي. موږ د بېلابېلو ښکارندو او ماهیتونو تر منځ ورته والی او توپیرونه درک کولای شو او پر دې بنسټ یې په بېللابېلو ټولیو کې راټولای سو. تقریباً زموږ شاوخوا هر څیز د خپلو ځانګړنو له مخي په یوه نه یوه تولۍ کې ځای لري. په دې توګه ډلبندي زموږ د مفهومی نظام مهمه موضوع ده (ښکلی، ۱۳۹۹؛ ۱۴۱).

د فکر کولو آسانه لار د متجانسو څیزونو تړاو او د مخبېلګې ټاکنه ده. څومره چې د متجانسو څیزونو تړاو کمیږي هغومره له مخبېلګې لیري کیږي. خو بیا هم د دې کار ګټه دا ده، چې د مخبېلګې سره کم تړاو ه څیزونه د مخبېلکې په مټ ژر د درک وړ ګرځي(حقمل، ۱۴۰۲؛ ۸۳).

مخبېلګه د یو ټولۍ د یوې ټولۍ تر ټولو ښې بېلګې ته وایې. په بل عبارت د یو ټولۍ تر ټولو غوره استازي ته مخبېلګه ویل کیږي. لکه: په سپینو رنګونو کې تر ټولو سپین رنګ ته مخبېلګه وایې. د کروننفیلډ په اند، د مخبېلګې لمن پراخه ده، ځکه خو له ځان سره نامخبېلګه توکي، چې د مخبېلګې سره لژ تړاو ولري هم رانغاړي.

مثال: (باز) د مرغانو  مخبېلګه ده، دا مخبېلګه له ځان سره چرګ اوشترمرغ هم رانغاړي، ځکه چې بڼکې اوزرونه یې سره ورته والی ښیې (سوهاندیسیس، ۲۰۱۴؛ ۲۱).

د ادراکي ماناپوهنې د تشریح او پیژندني لپاره څلور اصله معرفی کیږي. هره نظریه چې همدا اصول پکي پلي سوي وي، حتماً د ادراکي ماناپوهنې تر چتر لاندي وي (حقمل، ۱۴۰۲؛ ۱۰۸)

۱ ــ مفاهیم د جسمي جوړښت سره په اړېکه کې رامنځته کیږي:

مثال: د جسمي جوړښت یو اغیز دادی، چې انسان په نړۍ کې ټول شته رنګونه نه ویني؛ ځکه انسان د رنګونو د لیدو لپاره یوازې درې چینلونه لري. آن د انسانانو په منځ کې د جنسیت له مخې هم د رنګونو په لېدو سره توپیر لیدل کیږي. ښځه د نر پر وړاندې رنګونه په بېل ډول وینی(کریجوټ سټوډنډز، ۲۰۱۳؛ ۱-۴) پیشخورما، موږک او پیشو د رنګونو له دو چینلونو ګټه اخلي، چې تر انسان کم رنګونه ویني. خو زرین کب او کوتره د رنګونو له څلورو چینلونو کاروي. ځینې ژوندې موجودات په شپه کې لېدل کوي، خو انسان د شپې په دید کې محدودیت لري. مهدې ته د جسمي جوړښت له مخي مفهومي رغونه وایې. انساني مفاهیم خپله طبیعت نه دی بلکې د انسان له طبیعي جوړښت څخه سرچینه اخلي.

۲ ــ مانیز جوړښت مفهومي جوړښت دی:

د دې اصل له مخي ژبه د بهرنۍ نړۍ تر څیز د خبرې کوونکي ذهني مفهوم ته ډیره ورګرځي. مطلب دا چې مانیز جوړښت له ژبنیو واحدونو سره او ژبنې واحدونه له مفهوم سره همغږي کیږي، د انسان په ذهن کې وي. مثال: مخ د سر د مفهوم یوه برخ ده یا مخ یو مفهوم دی په دې مفهوم کې یو بل مفهوم بریتونه دي. چې تر پوزې لاندې او تر خولې پورته برخه ده. په بریتو د پوهیدو لپاره موږ باید ویښتان، د بریتو د راټوکیدو ځای، او د هغوی وده پیژندلي وي. نو موږ ټولو مفهومونو پر ځای یوازې د بریت یوه کلمه کارو. کله چې دا ټول مفهوم د بریت سره لیږد مومي. په همدې اساس ادراکي ماناپوهنه خپله ادعا ثابتوي، چې وایې مانا له ژبنیو واحدونو سره همغږي او ژبني واحدونه له ذهن سره برابر دي.

۳ ــ مانا دایرت المعارفي ده:

د دې اصل له مخي مانا په طبیعت کې دایرت المعارفي وي. مطلب دا چې یو لغوي مفهوم یوازې یوه معلومه او ځانګړې مانا نه لیږدوي، چې ورته قاموسي مانا ویل کیږي. لکه:

الف: ماشوم خوندي دی.  ب: د سیند غاړه خوندي ده.  ج: بیلچه خوندي ده.

۴ ــ د دې اصل له مخي ژبني واحدونه له خپله ځانه مانا نه لري، یوازې د مانا رامنځته کیدو ته اشاره کوي. مانا د مفهوم په کچه رامنځته کیږي او له مفهومي کیدني سره برابره ده، چې یو څیز مفهومي نسي، هغه بې مانا وي. مانا یو مجرد څیز نه دی، یوه پروسه ده، چې په ژبه کې رانغاړل کیږي (وییان او جورج، ۲۰۰۷؛ ۲ـ ۶).

پایله

ادراکي ژبپوهنه دوه مهمي څانګې لري، چې یوه یې ادراکي مانا پوهنه او بله یې ادراکي ګرامر نومیږي. لکه ځنګه چې د ژبپوهنې په نورو برخو کې د نظر اختلاف موجود دی او ژبپوهانو ډول ډول نظریات وړاندې کړي؛ نو د ادراکي مانا پوهنې  په برخه کې هم پوهان مختلف نطریات لري، خصوصاً د ادراکي مانا پوهنې د ډلبندۍ په اړه، خو یوه خبره د یادولو وړ ده، چې ادراکي مانا پوهنې د یوې نوي پوهې په توګه په دې آخرو (۲۵) کلونو کې ډېر پرمختګ کړی دی، چې سر الرې یې لنګاکر، پالمر، لکاف، جانسون، روش او نور یادولای سو. په یاده موضوع کې مې د خپل وس مطابق هسه کړي، تر څو د ادراکي مانا پوهنې د ډلبندۍ پر تیوریو بحث وکړم او هغه ډلبندۍ چې د ژبپوهانو له خوا وړاندې سوي دي را غونډي او سره له مثالونو واضیح کړم، تر څو د ژبې د څیړنې و شایقینو ته څه، نا څه مواد برابر او ګټه ترینه واخیستل شي.

ماخذونه

۱ ــ ښکلی، اجمل. (۱۴۰۱)، د ژبپوهنې نظریې، کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.

۲ ــ ښکلی، اجمل. (۱۳۹۹)، د وینا ژبپوهنه، کابل دانش خپرندویه ټولنه.

۳ ــ حقمل، نورالله، (۱۴۰۲)، د ژبپوهنې کې د ډلبندۍ نظریه، کابل: سمون خپرندویه ټولنه.

۴ ــ حمیدزی، راحله. (۱۴۰۲)، نظریه های زبان شناسی، کابل: انتشارات سمون.

۵ ــ حمیدزی، راحله. (۱۳۹۸)، ګذار از مقوله ومیزان دستور نقش ګرای نظامند هالیدی، کابل: نشر کابلستان.

 ۶ ــ صاحب ارغند، ذبیح الله. (۱۳۹۶)، مانا پوهنه، بکتوس خپرندویه ټولنه.

۷ ــ زیار، مجاور احمد. (۱۳۹۶)، پښتو مانا پوهنه، کابل: دانش خپرندویه ټولنه.

۸ ــ پالمر، فرانکر، (ترجمه کورش صفوی) نګاهی تازه به معنی شناسی، چاب هفتم، نشر مرکز.

کال: ۱۴۰۳

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.