يو نظم

ذبیح احساس

336

نن مې بيا ډېره يادېږې…

ته په خوی د پسرلي د بارانه يې
ته قطره قطره اوبه يې
ما د ژوند لپه نيولې
ته پرې
څک
څک
راورېږې
نن مې بيا ډېره يادېږې

انځورګر مېز ته ولاړ دی
د هنر برس يې نيولی دی
د خپل فکر په ګوتو
پر ميز ايښو ګلابونو يې نظر دی
دی زما له زړه خبر دی
انځورګر نه جادوګر دی
يو تصوير يې دی جوړ کړی
لکه ته داسې ښکارېږې
نن مې بيا ډېره يادېږې

الوتکې کې مې څنګ کې
يو هلک او جلۍ ناست دي
زه پرې پوه شومه يو بل باندې مين دي
دوی هم موږ غوندې د مينې د وطن دي
لکه زه چې ستا خوښېږم
لکه ته چې زما خوښېږې
نن مې بيا ډېره يادېږې

د فلمونو غوندې کاش نو
چې در سترګې واړومه
ته له نازه رانه څو قدمه وړاندې
په ورو ورو ګامونه واخلې
خو ناڅاپه باراني غوندې موسم شي
پسې تالنده برېښنا شي
زړه دې بل شان په هوا شي
يو ناڅه شې راتاوه
زما غېږ کې وغورځېږې
نن مې بيا ډېره يادېږې

د سنبلې ۱۱مه، ۱۴۰۲لمريز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.