نیمگړی ایمان
په تا څه شوي وطنه
څه خطا درځنې شوې
چا ښېرا درپسې کړې
تا ته وایه چې ولې
سکون نه لرو په ځان کې
کله ځان سره په جنگ یوو
کله نورو ته غورځنگ یوو
کله خپلو ته نهنگ یوو
نه رڼا وینو کوم چیرې
نه سبا وینو کوم چیرې
هرڅه هرڅه که لرو هم…