غرونه٬ دریابونه

 انجنیر زلمی نصرت

290

بس که٬ بس که

درته وایه٬ چې بس که

ټیټ خو نه یم٬ چې په ټیټ نظر را گورې

که پر ځان باوري نه یې

نو بیا ولې بې باوره یې پر ما٬ ته

بیا٬ دا وایم

تا ته وایم

ښه یې واوره

هله پاڅه

د غفلت له خوبه پاڅه

هله راشه

ځان نږدې که

غیږه راکه

په رڼو سترگو راگوره

 راته گوره

چې٬ ولاړ یم

لا خوځیږم

لوی دریاب کې لا لمبیږم

د طوفان تورو څپو سره جنگیږم

اژدها مخې ته دنگ یم

د ساحل په لور خوځیږم

لا هډوکې مې پر ځای دي

په رگو کې مې هم سرې وینې بهیږي

بیا هم وایم

تاته وایمه٬ چې هله

هله راشه

سر دې خپل که

مه ډاریږه

غیږه راکه

ښامار مړ دی٬ نه لالونه

د امو په تل کې هم شته مرجانونه

په سینه کې مې پراته دي نعمتونه

بې حسابه ثروتونه

لوی باغونه

چمنونه

دریابونه

جگ٬ جگ غرونه

لمر ولاړ دی لا ځلیږي

که بیا هم وایې٬ چې شپه ده

توره شپه ده

ستا په خوښه

 که زه هم ووایم شپه ده

توره شپه ده

 خو منې گوره په شمار دي.

 انجنیر زلمی نصرت

دنمارک

۰۵.۱۲.۲۰۲۳

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.