نیمگړی ایمان

انجنیر زلمی نصرت

210

په تا څه شوي وطنه

څه خطا درځنې شوې

چا ښېرا درپسې کړې

تا ته وایه چې ولې

سکون نه لرو په ځان کې

کله ځان سره په جنگ یوو

کله نورو ته غورځنگ یوو

کله خپلو ته نهنگ یوو

نه رڼا وینو کوم چیرې

نه سبا وینو کوم چیرې

هرڅه هرڅه که لرو هم

نعمتونه د دنیا ټول

خو تیارو سره مو سر دی

بل وطن ته مو سفر دی

تعبیرونه لټومه

د غمونو دې داستان ته

یا په زوره مو منلی

اسماني کتاب قرآن دی

یا نمیگړی مو ایمان دی

چې فغان مو تر سبحان دی

یا لوړ حس لرو په سر کې

د وطن د خپلواکۍ حس

یا ذهنونه مو خالي دي

د حرم د باغ په خیال مست

۱۴.۰۳.۲۰۲۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.