افغانستان  د نړیوال استعمار په لومه کې

انجنیر زلمی نصرت

540

۱۳.۰۲.۲۰۲۴

لومړی مننه کوم د خپل د ځوانۍ د وختونو له ملگري او گران دوست ښاغلي  شاه ولي آرین له مینې او اخلاصه څخه٬ چې  خپل نوی چاپ شوی  د مقالو ټولگه  ٫٫ افغانستان د نړیوال استعمار په لومه کې٬٬ یې ماته را ډالۍ کړ.

 ښاغلی ارین د یو لیکوال٬  شاعر٬ سیاست پوه٬ څیړونکي٬ د قلم او فکر خاوند او د یو  ټولنیز٬ فرهنگي شخصیت په حیث٬ تل بللو غونډو کې  په ورین تندي گډون کوي او خپل لید لوری٬ فکر او نظر گډون والو سره شریکوي.

له هغه ځایه چې  ښاغلی آرین زموږ نسل پورې ارتباط لري٬ نو ما هم د هغه دغه اثر افغانستان د نړیوال استعمار په لومه کې د دلچسپۍ سره مطالعه کړ.

 ښاغلي آرین  دغه معلوماتي٬ تاریخې او تحقیقي اثر په ۳۲۰ مخونو کې په خورا روان او سلیسو ادبیاتو نوی نسل٬ ځوانانو٬ څیړونکو او تاریخ لیکونکو ته٬ چې د اووه دیرش کلنې تپل شوې جگړې اغیزو سره٬ چې د افغانستان مادي او معنوي شتمنۍ او ارزښتونه یې خورا زښت زیامن کړل او تر دا نن افغانستان د یوې سترې دردونکې٬ غمیزې او تراژيدي سره لاس او گریوان دی٬ علاقه لري٬ لوستلو ته وړاندې شوه.

په دغه ټولگه کې یو شمیر مهمې پیښې او واقعیتونه٬ چې د افغانستان د خلک دیموکراتیک گوند بیا د وطن گوند داخلې توطیو او دسیسو پورې اړه لري٬ هم بر ملا شوي دي.

 همدارنگه په دغه ټولگه کې٬ د پریدیو شومو او مغرضو پلانونو په اړه٬ چې د پریدیپالو سیاسي ـ تنظیمی ځواکونو په وجود کې٬ د افغانستان د خلکو ملي یو والی او شیرازه یې مات ٬ ژبني٬ قومې٬ سمتې د فدرال او د افغانستان تجزیې اور یې د شمال او د جنوب په نامه بل کړل٬ هم  فاکتونه او حقایق لوستلای شو.

په دغه اثر کې لیکوال د خپل وطني مینې په لرلو د خپلو سترگو لیدلې حالات هم له پامه نه دې غورځولې او په هره برخه کې  یې  پر یو واحد ملي ځواک٬ ملي حاکمیت٬ ملي یووالي٬ د افغانستان پر استحکام٬ پر مختگ٬ هوسایني٬ انساني آزادیو او نورو ملي مسایلو باندې هم  تاکیدات او تنقیدات لري.

ما په دغه اثر کې خورا ډیر نا لوستي مسایل ولوستل.

 د بیلگې په توگه:

 د ٫٫اوصولي جنبش٬٬ جوړیدل د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدې د ۶ نیټې نه وروسته د عبدالکریم میثاق٬ بسم الله محشور٬  محمد یونس فکور او انجنیر مقیم تر مشرۍ لاندې.

هغه څه چې ماته په زړه پوری او پر تاریخې واقعیت ولاړ غوندې ښکاري او ولادیمیر سنیگیریوف٬ والیری سامونین هم تلویحآ خپل ویروس A ( چگونه ما به بیماری وایروس A  هجوم به افغانستان مبتلا میگردیم) په کتاب کې٬ پې تماس نیولی٬ د مسکو په اوله اداره کې د هغه لست خبره ده٬ چې شپږم د جدي نه وروسته  کوم کسان باید اعدام شي.

 د نومونو د ذکر نه صرف نظر کوم او راځم د مطلب بیخ ته.

….. د اختصاصی انقلابې محکمې د یو کارکونکي چې د نوم  د نه اخستلو ژمنه مې ورسره کړیوه او ددې محکمې د رییس شادان په دفتر کې یې کار کاوه او زما نږدې ملگری و٬ داسې یې ویل ( کله چې د امین د باند دگوندي او دولتي مشرانو٬ وزیرانو٬ والیانو او نورو دوسیې څیړل کیدې او دی هم د یو صلاحیت لرونکې گروپ غړی و٬  لیدل یې چې د هر یوې دوسیې پر مخ په یوه ضمیمه پاڼه کې لیدل کیدل چې٫٫ دستگیری موصوف به اساس راپور دستگیر پنجشیري یا اسد الله سروري او یا سید محمد گلابزوی او یا د کوم بل چا نوم به و٬٬  خو مگر په ډیرو دوسیو کې همدا درې نومونه تر سترگو کیدل…..).

ښاغلی داکتر عبدالمحمد درمانګر ددغه اثر د ارزونې په باره کې داسې وایې:

 که څه هم ملگری آرین د خپل وطن مینې په سر اخستی٬ خو له نیکه مرغه٬ د ولولو او احساساتو له نړۍ څخه چې په عقل او هوښیارتوب باندې دیکتاتوري او حکمراني چلوی شي په څنگ تیرشوی او د خپلو سترگو لیدلو حالاتو په هکله یې ښه تر پامه بد او بد تر پامه ښه نه دی راغلی.

د ښاغلي ارین د لابریاوو هیله کوم٬ تاریخ لیکونکې او ځوان نسل هڅوم٬ چې ددغه اثر په لوستلو دې خپل اړین معلومات د افغانستان د حوادثو په ارتباط  تر لاسه کړي.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.