Browsing Tag

عبدالباري جهاني

په امریکا کي د غروب اثر مخکتنه او د جهاني بنسټ پرانستنه وسوه

په امریکا کي د غروب اثر مخکتنه او د جهاني بنسټ پرانستنه وسوه د رواني سپټمبر میاشتي پر ۲۱مه د امریکا پلازمېني ته څېرمه، په ویرجینیا ایالت کي، شاوخوا سلو تنو علمي او فرهنګي شخصیتونو غونډه وکړه. په دغه غونډه کي د پښتو ژبي د نومیالي…

د ګوزڼ یا پولیو له ناروغۍ سره د چارواکو سلوک

پولیو یا فلج یوه خطرناکه ناروغي ده چي انسان د تل لپاره معیوبوي. د دې خطرناکي ناروغۍ د مخنیوي لپاره، په ټول ژوند کي، یو څاڅکی واکسین کفایت کوي او د تل لپاره انسان ورڅخه ژغورل کیږي. د بی بی سي راډیو یو وروستی راپور وايي چي طالبانو یو ځل بیا…

 له بهرامه ښادي حرامه

د طالبانو د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت د خوست په ولایت کي رسنیو ته ویلي دي چي د نجونو لپاره له شپږم ټولګۍ پورته د زده کړو پروګرامونه ودروي. د تاند ویبپاڼي د شنبې په ورځ لیکلي دي چي په خوست کي د راډیوګانو چلوونکو د تاند په شمول…

غزل

چي بېزاره له تعلیم او له کمال وي څو ژوندي وي افغانان دا به یې حال وي له یوه دامه خلاصیږي بل ته لویږي هره پوله د صیاد او غلیم جال وي لار په خپلو وینو سره کړي تر منزله بریالي به ابوجهل او دجال وي ده به سر وي هر قدم پکښي…

د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته څلورم پرانیستی لیک

د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته څلورم پرانیستی لیک درنو مشرانو السلام علیکم. زړه ته مي نه لویږي چي زما دا لیک به ولولی او که یې ولولی نو فکر نه کوم چي اهمیت به ورکړی؛ ځکه چي دا به د خپل یوه مخالف سړي لیک وبولی او مخالفت تاسي زغملای…

غزل

چي ځې مي له محفله روانېږې شپه په خیر یوازي مي پرېږدې نه راستنېږې شپه په خیر پخپله دي بورا مینه پانوس ته ده راوړې په ژبه له لمبې سره پوهېږې شپه په خیر شیخانو د حق نوم ته دي دامونه غوړولي سبا یې په ګناه په دار ځړېږې شپه په خیر…

اسماعیل هنیة

د روان ۲۰۲۴ عیسوي کال  د جولای پر یودېرشمه د اسراییلو بین المللی ټروریسټ حکومت، چي د بشر د حقوقو هیڅ ډول پروا نه ساتي او د ټولي نړۍ په مخ کي قتل عامونه کوي، د حماس مشر اسماعیل عبدالسلام احمد هنیة، په تهران کي، د ډرون په وسیله، وویشت او له…

غزل

زېری زېری مي درباندي له هیلمند تر اباسینه له هر کلي ناره پورته یوه خاوره یوه وینه له کنړ تر کندهاره له هري تر ننګرهاره نن هغه خبره اورو چي چا نه کوله سپینه له غازي میونده راغلې د شهید ګیله من چیغي مورچل یو دی وطن یو دی یو مو قهر یوه…

غزل

پروطن به پسرلی وي زما قسمت به پکښي نه وي می به اوري له جامونو او نوبت به پکښی نه وي ټول به خپل وي اولسونه مخ به تور وي د پردیو شیخ به پروت وي په خلوت کي خو قدرت به پکښي نه وي چا منله چي یو وخت به داسي هم پر زاهد راسي هم به حوري هم…

غزل

ما چي خوب لیدلی وو تعبیر یې ریشتیا کیږي سیند د اباسین به له هیلمند سره ګډیږي وروڼه به له سواته تر کنړه اولسونه وي زموږ به په رګونو کي یوه وینه بهیږي نوري به تربور ته توري کښلي سترګي سرې نه وي وراني د پېړیو، په قرنونو کي ښخیږي نور به د…