د فتوا په باره کې مختصر بحث (۲۰مه برخه)

عبدالباري جهاني

208

په اسلامي روایاتو او تصوف کي د هندو عقایدو او افسانو اغېزې:

ابوریحان محمدبن احمد البیرونی ۹۷۳-۱۰۴۸ لومړنی اسلامي مورخ دی چي د هند او د هندو مذهب په باره کي یې بشپړتحقیقات وکړل او کتاب الهند یې تر اوسه پوري ژوندی او د هند پېژندني د محققینو او تاریخ لیکونکو لپاره د اطلاعاتو تر ټولو غوره مرجع ده. د البیروني تحقیقات هیڅ مسلمان عالم او مورخ تعقیب نه کړل او زه یقین لرم چي هغه داسي بشپړ تحقیقات ول چي که بل چا تعقیب کړي وای نو هم به یې تر ده جامع تحقیقات نه وای کړي. البیروني، د هند او هندومذهب  پېژندني لپاره، ځکه تر هرچا مساعد سړی وو چي هغه هم په فارسي، عربي، سانسکریټ، خوارزمي ژبو باندي مسلط وو او هم په لاتینی، عبري او سُریاني ژبو پوهېدی. دغه راز هغه یو مورخ، فیلسوف، ژب پېژندونکی، هند پېژندونکی، منجم، ریاضي پوه او خلاصه هرڅه وو. د اسلام په تاریخ کي ښايی تر اوسه پوري د هغه ساری نه وي لیده سوی. البیروني د هند په باره کي خلکو ته داسي هر اړخیزه اطلاعات وړاندي کړل چي تر دغه مخکي یې مسلمانانو اصلاً فکر نه وو کړی. مسلمانانو هندوستان د بُت پرستانو د ملک په حیث پېژندی او فکر یې کاوه چي د هغه ملک خلک له بُتانو او بُت پرستی پرته بل په هیڅ نه پوهیږي؛ خو البیروني خلکو ته، د هغوی د مذهبي کتابونو، چي د ده له زمانې څخه ترڅه باندي  زر کالونه پخوا لیکل سوي ول، په اساس وښودله چي هندوان او د هغوی مذهبي رهبران او مذهبی کتابونه ، د مسلمانانو د انتظار او عقیدې په خلاف، یوه خدای ته عقیده لری. البیروني وایی چي په هر ملک  کي، له مسایلو څخه، د باسوادو او پوهو خلکو او بېسوادو او ناپوهو خلکو فهم توپیر سره لري. باسواده خلک د هري مسلې، په تېره بیا مذهبی او عقیدتي مسایلو په تفصیل او قوانینو ځانونه خبروي خو بېسواده او بېخبره خلک د مسایلو په تفصیل پسي نه ګرځي. البیروني لیکي:

« هندوان د خدای په باره کي په دې عقیده دي چي هغه یو او دایمي دی، چي نه آغاز لري او نه یې انجام چاته معلوم دی. هغه هر څه په خپله اراده کوي او ټول عقل له هغه سره دی. ژوند، واکمني او حفاظت ټول د هغه په اراده کي دي. هغه په خپله پاچهي کي له ځان سره هیڅ شریک نه لري او له هیڅ شي سره د مقایسې او تشبیه کېدلو نه دی. هغه هیڅ شي ته ورته نه دی او هیڅ شی هغه ته ورته نه دی.  د دې لپاره چي دا خبره ښه څرګنده کړو نو لازمه ده چي د دوی له خپل کتاب څخه متن را واخلو هسي نه چي څوک فکر وکړي موږ د خلکو له خولو اورېدلي او لیکلي دي»

« د پټانجیلي په کتاب کي شاګرد له استاد څخه پوښتنه کوي:

هغه څوک دی چي عبادت ورته کیږي او د هغه له عبادت څخه برکت ترلاسه کیږي؟

جواب: هغه داسي څوک دی چي دایمي او لاشریک دی. د هیڅ بشر مرستي ته داسي ضرورت نه لري چي په عوض کي یې هغه ته مکافات ورکړي چي هر څوک یې غوښتنه کوي او هیله ورڅخه لري او یا یې په نه اجراء کي چاته داسي سزا ورکړي چي هر څوک ورڅخه بیریږي او نه یې غواړي. وجود یې د عقل تر درک او فهم لوړ دی. نه څوک د بد په مقابل کي ویلای سي چي دی تر هغه بد ښه دی او نه یې څوک له ښه سره مقایسه کولای سي. دی په ټول ابدیت کي یوازي په خپل ماهیت او جوهر پېژندل کیږي. هغه پوهه او معرفت چي بشر یې پېژني د ده له ذات سره ملګري دي او ناپوهي په هیڅ وخت او هیڅ ډول شرایطو کي د خدای ذات ته نه راجع کیږي» Alberuni’s India Vol 1 PP 27-28

 البیرني لیکی: « هغه خدای چي تعلیم یافته خلک ایمان ورباندي لري. دوی هغه ایشوَر بولي، چي له خپله ځانه پوره دی او داسي سخي او عطاکوونکی دی چي له چا څخه عوض نه غواړي. دوی د خدای وحدانیت مطلق بولي، مګر بل هر شی چي د خدای ترڅنګ د یوه واحد په توګه څرګندیږي هغه په حقیقت کي د شیانو تعدد بولي. دوی په دې عقیده دي چي د خدای وجود حقیقي وجود دی ځکه هر بل شی چي موجود دی  هغه ده پیدا کړی دی. دا ممکنه ده چي سړی ووايی موجودات نسته او دی سته؛ مګر دا ممکنه نه ده چي سړی ووايی دی نسته او موجودات سته» Ibid P 31

البیروني لیکي: « د ویشنو دَرما په کتاب کي راغلي دي چي پاچا پاریکشا د مذهبي رهبرانو له مشر ستانیکا څخه پوښتنه وکړه چي د خدای په باره کي خپله عقیده ورته ووايي. ستانیکا ورته وویل چي له ساونوکا څخه مي اورېدلي دي چي هغه له اوشانا او هغه له برهمن څخه اورېدلي وه چي خدای نه اول او نه آخر لري. هغه نه له چا څخه زېږېدلی او نه څوک له هغه څخه زېږېدلي دي. دا غیر ممکنه ده چي موږ ووایو دا هغه دی او دا هم ممکنه نه ده چي ووایو دا هغه نه دی. زه به څرنګه د هغي مطلقي نېکۍ په باره کي فکر وکړای سم چي د ده د احسان نتیجه ده او زه به څرنګه د هغه مطلق بد په باره کي فکر وکړم چي د ده د قهر محصول دی. زه به څرنګه هغه وپېژنم چي د ده له شان سره برابر عبادت ورته وکړم؛ پرته له دې چي له ټولي دنیا څخه لاس پرسر سم او د ده د دایمي ذکر له لاري، یوازي له ده سره مشغول سم» Ibid P 77

که څه هم چي مسلمانان، په تېره بیا عربان، په دوهمه هجري پېړۍ کي، د سندهـ له فتح کولو څخه وروسته، له هندوانو سره په مستقیم تماس کي راغلل؛ مګر دوی د سندهـ له فتحي څخه ایله درې سوه کاله وروسته د هندوانو له عقایدو سره بلد سول. مسلمانانو، تر دغه وخته پوري، هندوانو ته د بُت پرستانو په سترګه کتل او فکر یې کاوه چي هغوی په زرګونو خدایان لري. خو کله چی د هندوانو مذهبي کتابونه، چي د اسلام له ظهور څخه زیات وکم ۲۰۰۰ کاله پخوا لیکل سوي ول، عربي ته ترجمه سول او مسلمانانو، په تېره بیا صوفیانو هغه کتابونه ولوستل نو ټول له یو ډول حیرت او حتی معما سره مخامخ سول. دوی یوازي د هنداونو بتخانې لیدلي وې او، د البیروني په قول، د هغوی اصلي عقاید یې نه وه لوستي. هغه نهه اوامر او نواهي چي البیروني د هندوانو له مهمو کلاسیکو مذهبي آثارو څخه ترجمه کړي دي، کټ مټ د آسماني کتابونو اوامر او نواهي دي:

« ۱: یو سړی باید قتل ونه کړي.

۲: دروغ باید ونه وايي.

۳: غلا باید ونه کړي.

۴: فحش او فاحشه ګري باید ونه کړي.

۵: دنیا او دولت باید جمع نه کړي.

۶: سړی باید ټول ژوند په پاکي کي تېر کړي.

۷: سړی باید روژه، لکه څرنګه چي ورته ویل سوي دي، په پرله پسې توګه ونیسي او فاخري یا ډیری قېمتي جامې وا نه غوندي.

۸: تل باید د خدای ستاینه وکړي او د هغه شکر پر ځای کړي.

۹: هر وخت یې باید په زړه کي ( اوم OAM ) وي؛ چي د خلقت کلمه ده خو پرته له دې چي هغه نوم پر ژبه ولري او څوک یې واوري » Ibid PP 74-75

مسلمانان په هند کي، په تېره بیا د سلطان محمود غزنوي له زمانې څخه، زیات و کم ۷۰۰ کاله د واکمن مذهب د پیروانو په حیث په قدرت کي پاته سول. په دې اوږده موده کي یې په سل هاوو زره هندوان قتل کړل. په سلهاوو حتی په زرهاوو درمسالونه یې خراب او وسوځول او په سلهاوو زره هندوان یې یا په زور یا تبلیغ مسلمانان کړل. انتظارخو داسي ایستل کېدی چي اسلام باید پر هندو مذهب باندي خپل اثر پرېږدي مګر متقابلاً هندومذهب پر اسلام، په تېره بیا تصوف باندي داسي اغېزه وکړه چي که اوس څوک هندویزم سم مطالعه کړي نو کله کله د اسلامي تصوف او هندوییزم توپیر ورڅخه ورک سي.

ریګویدا، چي د سانسیکریټ او هندومذهب تر ټولو پخواني او زاړه متون بلل کیږي او عمر یې له ۲۵۰۰ ق م څخه تر ۱۵۰۰ ق م پوري اټکل کیږي، د خدای د وحدانیت په باب دومره زیاتي یادوني لري چي په ټولو پنځو کتابونو کي یې تکرار سوي دي. په یوه سرود کي راغلي دي: « اې هغه خدایه چي نه خرابي او نه مرګ لرې . ګوندي موږ تل ستا د دایمي خوښۍ سبب سو؛ چي هغه ستا عبادت دی او ستا د اوامرو سره سم سلوک دی. ګوندي ټول په علومو پوه کسان موږ ټولو ته داسي علوم را وښيي چي حتی زموږ دښمنان هم په دې قانع سي چي موږ هم شته مني او هم علم لرو» Rigveda, First Book 4th hymn Mantra 6

د همدې کتاب په یوه بل سرود کي راغلي دي: « اې پوهانو! هر وخت د هغه ستر خدای عبادت وکړی چي مهربان، ساتونکی او د ټولو کارونو عامل او سرته رسونکی دی او موږ ته یې هم مادي شته مني او هم عقل راکړی دی. هغه تر ټولو قوي دی او د شریفو غوښتنو پوره کونکی دی. هغه د پوهانو او صادقانو دوست دی» Ibid, Mantra 9

په یوه بل سرود کي راغلي دي: « هغه خدای چي پر ټولو انسانانو، ټولو شته منیو او پر ټولو هغو پنځو جهانونو چي مخلوقات پکښی اوسیږي،  واکمن دی. هغه واحد ذات دی او یوازي د هغه عبادت باید وسي. Ibid, Hymn 7 mantra 9

په یوه بل سرود کي راغلي دي: « اې د ستایني وړ خدایه! لکه څرنګه چي یو عالم سړی نورو خلکو ته خپل علم ورزده کوي دغه راز اې په هر ځای کي حاضره خدایه! چي د ټولو حامي او ملاتړ یې خپل ځان زموږ په زړونو کي حاضر کړه او زموږ ستاینو او عبادتونو ته غوږ ونیسه. او موږ د ویدا د منترونو په ریښتونې معنا پوه کړه » Ibid, Hymn 10 mantra 4

موږ د صوفیانو پر عقایدو باندي د لنډ بحث په ترڅ کي دې خبري ته اشاره وکړه چي ځیني لویو صوفیانو توصیه کوله چي انسان باید په خپل ځان کي د خالق صفات پیدا کړي او له هغې جملې څخه مو د شهاب الدین سهروردي او میافقیرالله جلال آبادي د لیکنو مثالونه ورکړل. دا هغه څه دي چي موږ یې په ویدي سرودونو کي لولو او سړی په څرګنده ویلای سي چي احتمال لري د صوفیانو دا عقیده د ویدي سرودونو څخه راغلې وي. په یوه سرود کي لولو:

« اې عالمانو! لکه زه چي د ټولو شته منیو ورکونکی خدای ستایم او وایم چي هغه د اسمان او نورو جهانونو خالق دی او تل به ژوندی وي او زما ساتونکی دی. نو تاسی هم دغه راز هغه وستایاست. څرنګه چي موږ هم آرزو لرو چي د خدای په صفتونو چي هغه حق، عدالت، مهرباني او نور دي ځانونه متصف کړو او هغه کارونه وکړو چي خدای په ویدا کي موږ ته ښودلي او امر یې راته کړی دی نو تاسي هم باید همدغسي وکړی» Ibid, Hymn 22 mantra 6

په ریګویدا او نورو ویدي سرودونو کي د خالق وحدانیت ته دومره زیاتي اشارې سوي دي چي د ټولو ترجمه یو بشپړ کتاب کیږي او موږ له موضوع څخه لیري کوي.

تصوف په هندي متونو کي:

البیروني د حقیقت، چي مطلب یې خدای دی، د هندي کتابونو په حواله داسي مسایل ترجمه او تر خلکو پوری ورسول چي ځیني یې کټ مټ د مسلمانانو صوفیانه عقایدو ته پاتیږي او څرنګه چي د هندوانو عقاید په داسي کتابونو کي راغلي دي چي هغه د اسلام له ظهور څخه تر څه کم دوو زرو کلونو پوري مخکي لیکل سوي دي نو موږ ویلای سو چي دا به په اسلامي تصوف کي د هندو عقایدو مستقیمه اغېزه وي. البیروني لیکي چي  د پټانجیلی عقیده کټ مټ د هغو صوفیانو عقیده ده چي د حق یا خدای په ذکر اخته وي. پټانجیلي وایی « تر څو چي ته یوه شي ته اشاره کوې یا ګوته ورته نیسې نو ته موحد یا یکتاپرست نه یې. مګر کله چي هغه شی چي ته اشاره ورته کوې په حقیقت کي محو سي نو په هغه وخت کي نه اشاره کونکی او نه د اشارې هدف معلومیږي»

البیروني لیکي چي د دوی په سسټم کي ځیني داسي لیکني سته چي وحدة الوجود ته د هغوی عقیده ورڅخه څرګندیږي. مثلاً کله چي له یوه له دوی څخه پوښتنه وسي چي حقیقت یا خدای څشي دی؟ نو هغه په جواب کي درته وایی « څرنګه به زه هغه ونه پېژنم چي په جوهر کي یو دی او په مکان کي یو نه دی. که زه یو ځل بیا موجود سم نو ګواکي زه له هغه څخه بېل سوی یم او که زه نیست سم او دوباره دې نړۍ ته رانه سم نو بیا زه یو نوریم چي له وصال سره به بلد سوی یم»

البیروني د اسلام د یوه مشهور صوفي ابوبکر الشبلي له قوله لیکي« ټول شیان لیری وغورځوه او ته به په بشپړه توګه موږ ته را ورسېږې. بیا به نو ته هیڅ موجود نه یې. مګر تر څوچي ستا عمل زموږ په څېر وي ته به زموږ په باره کي بل چا ته هیڅ نه وایې»

البیروني لیکي کله چي یو وخت له ابویزید البسطامي څخه پوښتنه وسوه چي په تصوف کي دغه مقام ته څرنګه ورسېدلې؟ هغه جواب ورکړ« ما خپل وجود داسي نفی کړ لکه مار چي خپل پوست لیري وغورځوي. وروسته مي خپل ځان ته وکتل او پوه سوم چي زه هغه (خدای) یم.» Alberuni Vol 1 PP 87-88

البیروني، د هندوانو د کلاسیکو مذهبی کتابونو په حواله، یوه کیسه راوړي چي د عقیدې له مخي صوفیانه او د متن له مخي تقریباً کټ مټ د ابراهیم علیه السلام او نمرود مقابلې ته پاتیږي. د کیسې خلاصه داسي ده: « د هندوانو یو پاچا وو هیرن یکا سیپو نومېدی او خپل زوی یې یوه ښوونکي ته وسپاره. کله چي یې زوی غټ سو نو یوه ورځ یې وروغوښت او له هغه څخه یې سوال وکړ چي تا څشي زده کړي دی. هلک یو شعر ورته ووایه او د شعر مطلب دا وو چي یوازي ویشنو( په هندو مذهب کي د آبادی خدای دی چي له لوی خدای برهما څخه وروسته دوهم مقام لري. جهاني ) وجود لري او نور هر څه زموږ خیال او تصور دی. پاچا، چي له ویشنو څخه یې نفرت درلود، په غوسه سو او خپل زوی یې یوه بل ښوونکي ته وسپاره او هغه ته یې هدابت وکړ چي د ده زوی ته داسي ښوونه وکړي چي هغه خپل دوست او دښمن وپېژني. څه موده وروسته یې بیا هم خپل زوی را وباله او بیا یې سوال ورڅخه وکړ خو زوی یې ورته وویل چي ما هغه څه چي تا راته امر کړی وو زده کړه مګر زه اوس له هرڅه سره دوست یم او له هیڅ شي سره دښمني نه لرم. پلار یې ډېر زیات په غوسه سو او خپل زوی ته یې زهر ورکړل. پر هغه باندي زهرو هیڅ اثر ونه کړ. پلار یې خپل زوی دریاب ته واچاوه مګر اوبو هغه ډوب نه کړ او بیرته یې وچي ته راووړ. بالاخره یې پلار حکم وکړ چي یو لوی اور بل کړي او د ده زوی ورواچوي. کله چي یې شهزاده اور ته واچاوه؛ پر هغه باندي اور هیڅ اغېزه ونه  کړه بلکه لا یې  د اور له منځه  له پلار سره د خدای او د هغه د قدرتونو په باره کي خبري کولې او پلار ته یې وویل چي ویشنو په هر ځای کي وجود لري. . . » Ibid PP 364-65

البیروني، د هندو مذهب د یوه بل کلاسیک کتاب په حواله یوه بله کیسه راوړي چي د موسی علیه السلام کیسې ته پاتیږي: « برهمن یو زوی درلود چي نوم یې نارادا وو او د هغه د ژوند یوازینی ارمان دا وو چي خدای وویني. نارادا به تل لکړه ورسره ګرځوله او چي هر وخت به یې لکړه پر مځکه وغورځوله هغه به مار سو او نوري معجزې به یې هم کولې. یوه ورځ خپلي آرزو ته د رسېدلو لپاره، چي د خدای دیدار وو، په ذکر لګیا وو؛ چي له لیري یې یو اور ولیدی. دی د هغه اور خواته ور رهي سو او د اور له منځه یې یو آواز واورېدی. ده ته وویل سوه چي « ستا د آرزو پوره کېدل غیر ممکن دي. ته ما نه سې لیدلای مګر په یوه شکل» کله چي ده هغه لور ته وکتل نو د انسان په شکل یې یو جسم ولیدی. له هغه وخته راهیسي د خدای په یاد د بتانو جوړول رواج سوي دي. . . » Ibid P 116

په دې کي شک نسته چي د البیروني تحقیقاتو به مسلمانان او په تېره بیا عربان له هندو مذهب او فلسفې او هندي تصوف سره آشنا کړي وي خو دا خبره باید په یاد ولرو چي هندیانو او ایرانیانو ان د هخامنشیانو له زمانې څخه سیاسي او تجارتي اړیکی سره درلودل او هخامنشیانو او ساسانیانو څو څو ځله پر هند باندي یرغلونه کړي او ښارونه یې ورڅخه نیولي دي. طبیعی خبره ده چي د دې پراخو او زړو اړیکو په نتیجه کي به د هندیانو مذهبي، فلسفي، طبي او نجومي کتابونه په ایران کي ترجمه سوي او د خلکو لاس ته به ورغلي وي. کله چي مسلمانانو پر ایران باندي تسلط پیدا کړ او د ایران ټوله خاوره یې لاندي کړه. که څه هم چي ویل کیږي چي مسلمانو فاتحینو د هغوی ډیر زیات کتابونه وسوځول خو که دا پیښي حقیقت هم ولري د دې معنا دا نه سي کېدلای چي د زردشتي او هندي مذهبونو باقي پاته اثارو دي پر مسلمانانو باندي ژوره اغېزه نه وي کړې. مجرد پاته کېدل، له ټولني څخه ځان تجریدول، ګدايی کول، دایمي ذکرکول، ځان شکنجه کول، خدای ته رسېدل او له هغه سره وصلیدل او د خدای په صفتو ځان متصف کول او ځانته شیخ انتخابول او د هغه مطلق اطاعت کول؛ دا ټول هغه څه دي چي په اسلامي شریعت کي نه وه خو صوفیانو، د هندو مذهب څخه په مستقیم تقلید سره هغه کارونه اختیار کړل؛ او عجیبه دا ده چي هغوی ځانونه تر ټولو ښه او پرهیزګاره مسلمانان وبلل.

مثلاً په کلاسیکل دیکشنری آف انډیا کي د هغو کسانو د څلورو طبقاتو په باره کي چي ژوند یې زموږ د صوفیانو کردار او عقایدو ته پاتیږي لولو: « سنیاسي د زاهدانو هغه څلورمه طایفه ده چي برهمنانو یا مذهبي رهبرانو یې د ژوند کولو د شرایطو او طریقې توصیه کړی ده. لومړۍ طبقه برهماچاري نومیږي. دا هغه کسان دي چي د مقدس تار یا تناو، چي په اسلامي تصوفي ادب کي د زُنار په نوم اشاره ورته کیږي،  له اخیستلو څخه وروسته تر مرګه پوري واده نه کوي. د ده وظیفه د مقدس اور ساتنه ده. خپلي زده کړي باید وکړي او یا د استاد په لاښودنه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. بله طبقه ګرشتا یا کورلرونکي  اوکورساتونکي دي چي له واده کولو څخه وروسته د خپلو مذهبي امورو سرته رسولو ته ټینګه توجه کوي، مقدس اور لګېدلی ساتي او د نورو دریو طبقاتو لپاره د اسانتیاو او خرڅ خوراک د برابرولو لپاره په ټول سخاوت عمل کوي. دریمه طبقه واناپرشتا نومیږي چي معمولاً له خلکو څخه ګوښه ژوند کوي. یوازي او یا له خپلي مېرمني سره یو ځای په دښتونو کي ژوند کوي. په وښو، د شیانو په ریښو، میوو او یا د دوهمي طبقې زاهدانو په خیراتونو شپې تېروي. څلورمه طبقه سنیاسي نومیږي چي هیڅ ډول مذهبي رسوم نه پر ځای کوي. دا کسان کله کله لوڅ ګرځي او له اجتماعي ژوند څخه په بشپړه توګه لیري وي. دوی د ژوند له ټولو خوښیو څخه لاس اخیستی وي او هر وخت د خپل نفس او نفساني غوښتنو په وژلو لګیا وي. دوی له خلکو څخه خیرات او مرسته نه غواړي او که چا څه ورکړل په هغه ګوزاره کوي. په کلي کي یوازي یوه شپه پاتیږي. په کوچنیو ښارونو کي تر دریو شپو او په لویو ښارونو کي تر پنځو شپو زیات نه پاتیږي. وايي نه چي له خپل عبادت څخه مي توجه بلي خواته وانه وړي. A Classical Dictionary of India P 519

دا ټول هغه څه دي چي موږ یې په اسلامي تصوف کي وینو. صوفیان هم، لکه مخکي چي مو اشاره ورته کړې ده، مجرد ژوند کول تبلیغوي، کار روزګار نه کوي او په خیراتونو او د خانقاه په ډودۍ ګوزاره کوي، له خلکو څخه د ګوښه ژوند او له ټولو څخه د تعلق شکولو نوصیې کوي. د روژې او ځان وږي ساتلو په برخه کي دونه زیاتي افسانې او مبالغې ورته منسوبي دي چي دلته یې د راوړلو لپاره ځای نه لرو. د پیر او مرید اصول بالکل له هندو مذهب څخه ورته راغلي دي؛ کنه د اسلام په دین کي هیڅ وخت د پیر او مرشد انتخابول او د پیر د هر امر اطاعت کول نسته. بالآخره صوفیانو بُت پرستي او زُنار وستایه او کفر او اسلام یې دواړه یو وبلل. د مشهور صوفي ابوسعید ابوالخیر په رباعیاتو او د مولنا په مثنوي او د شمس تبریز په کلیاتو کي په لس هاوو مثالونه سته. د صوفیانو یو مشهور کتاب د « ګلشن راز» مثنوي دی چي شیخ محمود شوشتري لیکلی او نورو صوفیانو ډیري زیاتي شرحي او تفسیرونه ورباندي لیکلي دي. د دغه راز مفاهیمو څخه ډک دی. حتی بُت او خدای ته یې سجده یوشان وبلله. د ګلشن راز له مثنوي څخحه سړی پوهېدلای سي چي هندو مذهب او هندو زاهدانو یا سنیاسیانو، سادوګانو او جوګیانو د اسلام په مذهب، په تېره تصوف او عرفان کي څومره نفوذ کړی وو. که څه هم چي د ګلشن راز مثنوي له کفري مسایلو څخه ډک دی خو وروستی برخه یې، چي څه باندي ۱۲۰ بیتونه کیږي، د خاصي توجه وړ ده. دا برخه یې د بُت او بُت پرستی په باره کي لیکلې ده او له سره تر پایه پوري یې هر بیت کفر دی. ما یې یوازي څو بیتونه پښتو نظم ته ترجمه کړي دي او دغه څو بیتونو څخه سړی د ټول مثنوي د متن اټکل کولای سي:

بُت اینجا مظهر عشق است و وحدت

بود زنار بستن عقد خدمت

چو کفر ودین بود قایم به هستی

شود توحید عین بُت پرستي.      او داسي نور

«««««««««««««««««

دلته بُت مظهر د عشق او د وحدت دی

د زُنار تړل تړون د خپل خدمت دی

چي قایم په هستي دواړه کفر او دین دی

بُت او خدای ته سجده دواړه یو آیین دی

دا ټول شیان چي په هستي کي شمېرل کیږي

په هغو کي دا یو بُت هم حسابیږي

که سړی سم فکر وکړي او عاقل سي

له هستیه به بُت څرنګه باطل سي

په دې پوه سه بُت خالق دی پیدا کړی

خالق ښه دی هر مخلوق یې دی پیاوړی

چي وجود وي په هرځای کي هغه خیر دی

او که شر دی نو هغه ټوله له غیر دی

که څوک پوه وای د بُتانو څه هستي ده

پوهېدل چي اصلی دین بُت پرستي ده

که مشرک له خپله بُت څخه آګاه وای

نو بیا ولي به په خپل دین کي ګمراه وای.

د ګلشن راز له مثنوي څخه په اسلامي تصوف کي د هندو مذهب د عقایدو د نفوذ اوج څرګندیږي او که د صوفیانو نورو عقایدو، اعمالو او افسانو ته وګورو نو پوهیږو چي د هغوی په هر عمل او عقیده کي د هندو عقایدو نفوذ څرګند دی. موږ مخکي د تصوف د عقایدو په باره کي یو څه تفصیل ورکړ او په دې باره کي وږغېدلو چي صوفیان وايی هر څه هغه دی او چي نور موجودات دي هغه د حق سیوری دی.

د هندومذهب په یوه کلاسیک کتاب کي، چي عمر یې د میلاد څخه، لږترلږه، ۵۰۰ کاله مخکي اټکل سوی دی د اوم Aum په باره کي لولو: « د اوم معنا دا ده چي هر څه هغه دی. د دې معنا دا ده چي څه په حال کي موجود دي هغه اوم دی؛ چي په تېره زمانه کي وه هغه اوم وو او څه چي په راتلونکې زمانه کي دي هغه اوم دی. او که له دې دریو څخه بهر څه وي هغه هم اوم دی.

هرڅه چي موږ وینو هغه برهمن دی او ټول هغه څه چي موږ نه وینو هغه برهمن دی» Upanishads, P 57

هندو مذهب چي، د زرګونو کلونو په اوږدو کي یې، په مختلفو زمانو او مختلفو سیمو کي وده کړې ده؛ هره وړه او لویه سیمه، په مختلفو زمانو کي یو خدای لري او مذهب یې د نورو اسمانی ادیانو په ډول نه دی چي یوازي یو الله او یهوه دی چي واحد او د ټول قدرت خاوند او په هر ځای کي حاضر وي. هندوان کله ایندرا، کله ویشنو، کله شیوا او کله سوما یو  او تر ټولو خدایانو لوی او واحد ذات بولي، خو هر یو چي د واحد او قدرتمند ذات په حیث معرفي کوي نو هغه ته بګوان وايی. د همدغه کتاب په یوه بل متن کي لولو:

« دی په ټولو مخونو کي موجود دی. په ټولو سرونو، ټولو غاړو کي دی د ټولو موجوداتو د زړونو په دننه کي اوسیږي. پر ټولو شیانو باندي محیط دی. هغه شیوا دی ځکه نو   Bhagavan بګوان ورته ویل کیږي»

« هغه ستروح Purusha  لوی خدای دی. هغه ټولو موجوداتو ته حرکت ورکوي. دا خالص قوت له هغه سره دی چي ټولو موجوداتو ته رسیږي. دی نور دی او دی نه فاسدېدونکی ذات دی.

دغه پروشا تر بټي ګوتي لوی نه دی؛ او هر وخت د انسان په زړه کي هستیږي. هغه د زړه، فکر او مغز په وسیله درک کولای سو. هغه کسان چي په دې حقیقت پوهیږي هغوی به تر ابده ژوندي وي.

دغه پروشا زر سرونه، زر سترګي، زر پښې لري او پر ټول جهان باندي په هر وخت کي محیط دی. د دې جهان څخه ها خواته هم غځیږي. هغه په ټولو موجوداتو کي دننه هستیږي
او د هیچا له زړه څخه تر لس ګوتي لیري نه وي » Ibid 65

« هغه څښتن، هغه چي د ټولو شیانو خالق دی، هغه ستره هستي هر وخت د انسان په زړه کي دننه هستیږي، هغه د زړه، روح او دماغ  په وسیله درک کېدلای سي. هغوی چي دغه ستره هستي پېژني هغوی نه مري.

کله چي هغه نور را وخیژي نو هلته نه ورځ سته، نه شپه سته، نه هستي او نه نېستي سته. هلته یوازي برکتي او سعید شیوا موجود وي. شیوا دایمي دی او له لمر څخه ښکلا اخلي. له ده څخه پخوانی او دایمي عقل سرچینه اخلي.

هیچا، په هیڅ طرف کي هغه درک کړی نه دی. د هغه هیڅ تصویر او تجسم وجود نه لري. د هغه نوم یو عظمت دی.

 د هغه شکل لیدل کېدلای نه سي. هغه هیڅوک د سر په سترګو درک کولای نه سي. هغه کسان چي هغه په زړه او عقل پېژني او هغه ته یې په خپلو زړونو کي ځای ورکړی وي هغوی ته دایمي ژوند ور په برخه دی.

ته له هیچا څخه زېږېدلی نه یې. څوک چي پر دې حقیقت باندي عقیده ولري. هغه تاته درنیژدې کیږي او له هیبته ریږدي. اې رودرا Rudra ګوندي ستا له عظمته ډکه څېره ما د تل لپاره وساتي» Ibid PP 67-68

« هغه واحد او لا یتناهی وو. لایتناهي په شرق کي، لایتناهی به جنوب کي، لایتناهي په غرب کي، لایتناهی په شمال کي، لاندي او کښته، هر چېرته لایتناهي دی. هغه ته شرق او نوري سیمي هیڅ وجود نه لري. نه لاندي، نه مخامخ او نه پورته. هغه تر ټولو عالي هستی لپاره مکان نه سي ټاکل کېدلای. د هغه وجود حد او حدود نه لري. هغه له هیچا څخه زېږېدلی نه دی، نه هغه په عقل او استدلال پېژندل کېدلای سي. هغه په هر ځای کي حاضر دی او د کایناتو د تباه کېدلو په صورت کي به یوازي هغه پاته وي» Ibid P146

« د هغه هستي هم د ذرې په څېر کوچنۍ ده او په زړونوکي اوسیږي او لکه اور داسي بلیږي او ټول شکلونه یې خپل کړي وي. د هغه په وجود کي ټول موجودات د تنستې په څېر اوبدلي دي. د هغه هستي له ګناه او خطا څخه پاکه ده، د هغه لپاره زمان ټاکل کېدلای نه سي. هغه له مرګ او غم، لوږي او تندي څخه  منزه او پاک دی. هغه په تصور کي نه سي راتلای. هغه د هیڅ شي آرزو نه لري بلکه ټول د هغه په آرزو دي. هغه تر ټولو لوړ او د ټولو موجوداتو بادار او د ټولي هستۍ ساتونکی دی. هغه په ټولو ځایونو کي د ټولو موجوداتو ترمنځ سرحدونه ټاکلي او ساتي یې. هغه پخپله په اور، په زړونو او لمر کي اوسیږي. هغه ټول یو او یو شان دی» Ibid P 157

« ستر روح یوه پخه لاره ده. یو پُل دی چي دواړه جهانونه سره نښلوي. دواړه جهانونه  بېل سره ساتي  او په عین حال کي یې سره نښلوي. ورځ او شپه له دغه پُل څخه نسي تېرېدلای. نه زوړوالی، نه مرګ، نه غم، نه ښه او نه بد عملونه. ټول شریر او ګنهکار له هغه پُل څخه بیرته ستنیږي. ځکه چي د برهمن دنیا له ګنهکارۍ او شر څخه پاکه ده.

ځکه نو هغه څوک چي له دې پُل څخه تیریږي که ړوند وي خپله لاره پیدا کوي، که زخمي وي هغه به نور زخمونه نه احساسوي، که معیوب وي هغه به د تېرېدلو په وخت کي معیوب نه وي. ځکه نو کله چي سړی له پله څخه تېرسي شپه به ورته ورځ سي؛ ځکه چي د برهمن نړۍ د تل لپاره روښانه وي.

او د برهمن نړۍ یوازي په هغو کسانو پوري اړه لري چي پر خپل ځان باندي کنټرول ولري. څوک چي د برهمن معرفت ترلاسه کوي هغه باید چي پر ځان باندي کنټرول ولري. هغوی به په دواړو جهانونو کي آزاد وي» Ibid P 210

اوپانیشاد په زرګونو مخونو کي لیکل سوي دي او په اصل کي د ویدي سرودونو پای دی. د اوپانیشاد څه باندي ۲۰۰ کتابونه موجود دي چي په هغوی کي یې ۱۴ ډېر مهم دي. د اوپانیشاد عمر د میلاد څخه مخکي اتمي او اوومي پېړۍ ترمنځ اټکل سوی دی. Reese. Dictionary of Philosophy and Religion P 609

د پروفیسرماکس میولر Max Muller په نظر اوپانیشاد استاد ته د شاګرد کښته کښېنستلو او د هغه هدایتونو ته غوږ نیولو ته وايي. ګواکي د اوپانیشاد معنا پر وروستي حقیقت او د خدای پر الهام باندي بشپړه عقیده ده. خو داسي ښکاري چي د اوپانیشاد له کلمې څخه تر ټولو پخوانی مطلب سِر او پټ راز دی. Garrett. A Classical Dictionary of India

                           پاته لري

لومړۍ برخه  دلته لوستلی شئ

دوهمه او دریمه برخه  دلته ولولئ

څلورمه برخه  دلته ولولئ

پنځمه برخه  دلته ولولئ

شپږمه برخه  دلته ولولئ

اوومه برخه  دلته ولولئ

اتمه برخه  دلته ولولئ

نهمه برخه  دلته ولولئ

لسمه برخه  دلته ولولئ

یوولسمه برخه   دلته ولولئ

دولسمه برخه   دلته ولولئ

دیارلسمه برخه   دلته ولولئ

څوارلسمه برخه   دلته ولولئ

پنځلسمه برخه   دلته ولولئ

شپاړلسمه برخه  دلته ولولئ

اوولسمه برخه  دلته ولولئ

اتلسمه برخه  دلته ولولئ

نورلسمه برخه دلته ولولئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.