د فتوا په باره کې مختصر بحث (یوویشتمه برخه) 

عبدالباري جهاني

227

په اسلامي روایاتو او تصوف کي د هندو عقایدو اغېزې:

  بګاود ګیتا Bhagavad Gita

بګاود ګیتا یا د خدای سرود د هند او په حقیقت کي د بشر د ادبي تاریخ د تر ټولو اوږد، منظوم  شهکار مهابهارت، چي منځته راتلل یې له میلاد څخه ۵۰۰ کاله مخکي اټکل کیږي، یوه وړه برخه ده. مهابهارت، چي د قدیم یونان د تر ټولو مشهورو او اوږدو حماسو( ایلیاد او اودیسه) دواړي یوځای،  لس چنده اوږد نظم دی، له څه د پاسه یو میلیون او اته سوه زره ۱،۸۰۰،۰۰۰ کلمو څخه جوړ سوی دی. دا په هند کي د آرین نژاد د یوې شاهي کورنۍ د دوو رقیبو ډلو ترمنځ د قدرت پر سر د جنګ داستان دی. بګاود ګیتا د همدغه حماسې یوه برخه ده او د مهابهارت له ۲۳ فصل څخه تر ۴۰ فصل پوري په بر کي نیسي. په دې جنګ کي یوې خواته د کوراوا یا کورو ډله ده چي سل وروڼه دي او قهرمان یې بیشما نومیږي او بلی خواته د پنډاوا یا پانډو ډله ده چي پنځه وروڼه دي او قهرمان یې بیما نومیږي ولاړ دی. د پانډو په ډله کي ارجونا تر ټولو ښه غشی ویشتونکی دی او هغه په دغه لوی جنګ کي د کریشنا سره، چي د جنګي ګاډۍ چلوونکی، او په حقیقت کي د هندوانو لوی خدای ویشنو Avatarاواتاردی، یا ویشنو  د هغه په بڼه سوی دی، مخامخ کیږي. بګاود ګیتا د ارجونا او کریشنا ترمنځ، د جنګ په میدان کي خبري دي. جهاني. ادبي پلټني دوهم ټوک ۳۲۷ مخ

د ارجونا او کریشنا تر منځ خبري د جنګ په میدان کي کیږي. ارجونا کریشنا ته وايی چي زما په مقابل کي زما خپلوان، زما د قوم ځوانان او حتی زما استادان ولاړ دي. که زه دا جنګ وګټم او په هغه کي دا ټول کسان ووژل سی نو د ا فتح د څه لپاره ده او ګټه به یې څه وي. خو لارد کریشنا هغه ته قناعت ورکوي او  دا ورته ښيی چي هغه، یعنی ارجونا، د دغه جنګ لپاره انتخاب سوی او ټاکل سوی دی. که هغه دا جنګ ونه  کړي او خپل دښمنان قتل نه کړي د هغه دښمنان اصلاً مخکي له مخکي قتل سوي دي او له هغوی سره د ده په جنګېدلو او نه جنګېدلو پوري اړه نه لري او نه هغوی ته کومه ګټه رسیږي.

د بګاود ګیتا له متن او د هندو مذهب له نورو کتابونو، د سادوګانو، ګدایانو او مذهبي مشرانو له عقایدو او اعمالو څخه په څرګنده ښکاري چي هندو مذهب پر اسلامی تصوف باندي څونه ژوره اغېزه کړې ده. موږ ځکه پر اسلامی تصوف باندي د هندو عقایدو مستقیمي اغېزې ته اشاره کوو چي که په دواړو کي مشابهتونه لیدل کیږي نو هغه باید پر اسلامي تصوف باندي د هندو عقایدو اغېزه وي نه د اسلامي تصوف اغېزه پر هندو مذهب باندي؛ او علت یې دادی چي د هندومذهب کتابونه او متنونه له اسلام څخه څه باندي زر یا حتی دوه زره کاله قدامت لري. موږ مخکي د صوفیانو پر عقایدو او اعمالو باندي نسبتاً په تفصیل ږغېدلي یو او کله چي د بګاودګیتا متن لولو نو سم اټکل کولای سو.

په بګاود ګیتا کي د عبادت، ریاضت او اسلامي تصوف ته ورته خبري له شپږم فصل څخه وروسته راځي. کریشنا د شپږم فصل په لومړي متن کي ارجونا ته وايی« هغه کسان چي د خپل عبادت او کار د ثمر په غم کي نه وي او هغه څوک چي خدمت خپله وظیفه او وجیبه بولي او د ژوند له نعمتونو څخه لاس پر سر سوی وي هغه حقیقي ذاکران دي نه هغه څوک چي هیڅ اور نه لګوي او هیڅ عبادت نه کوي.

ته باید وپوهېږې چي د دنیا ترک وهلو ته یوګا Yuga یا له ستر ذات سره یو ځای کېدلو ته ویل کیږي. ځکه چي تر څو یو څوک د دنیا له ټولو نعمتونو څخه لاس وانه خلي هغه ریښتونی جوګي Yugi  نه سي کېدلای.

یو څوک چي نفس وپېژنی هغه یوګي یا زاهد بلل کیږي. دغه راز یو څوک چي له مادي نړۍ څخه بهر اوسیږي او پر ځان باندي بشپړ کنټرول لري هغه ډبري، شګي او طلا ته په یوه نظر ګوري»

لارډ کریشنا د همدغه شپږم فصل په لسم متن کي وايي « یو عارف باید هر وخت خپل وجود، مغز او خودي له خپل سترخالق سره مشغول وساتي. هغه باید په جلا او ګوښه ځای کي و اوسیږي . او هر وخت باید خپل ماغزه کنټرول کړي. هغه باید له ټولو خواهشاتو او د شته منیو د څښتن کېدلو له آرزو څخه بېغمه وي»

لارد کریشنا د شپږم فصل په اووه ویشتم فصل کي ارجونا ته وايي« هغه جوګي چي ذهن یې یوازي زما سره مشغول دی هغه حقیقتاً د عالم بالا د خوښیو تر ټولو لوړ کمال ته رسیږي. هغه تر جسمانی غوښتنو لوړ وي . هغه پوهیږي چي په ځان کي یې د ستر ذات صفتونه پیدا کړي دي او ځکه نو د مخکنیو عملونو په مقابل کي له هر ډول عکس العمل ښکاره کولو څخه خلاص وي»

« حقیقی جوګي ما په ټولو موجوداتو کي ویني او دغه راز ټول موجودات په ما کي ویني. په حقیقت کي هغه څوک چي خپل نفس یې پېژندلی وي ما په هر ځای کي د ستر ذات په څېر ویني»

« هغه څوک چي ما په هر ځای کي ویني او هر څه په ما کي ویني هغه ما هیڅکله نه ورک کوي او نه یې زه هیڅکله ورک کوم. هغه جوګي چي د ستر روح په عبادت مشغول وي هغه پوهیږي چي زه  او ستر روح Super Soul  یو وجود یو. هغه جوګي تل او په هر حالت کي په ما کي اوسي»  BHAGAVAD- GITA, AS IT IS PP 336-340

لارډ کریشنا ارجونا ته د اووم فصل په شپږم متن کي وايی چي « ټول مخلوقات زما د ذات د مادي او معنوي وجود په دواړو اړخونو کي شامل دي. د مادي او معنوي نړۍ ټول موجودات په دې پوهیږي چي زه د هستۍ د پیل او ختم سرچینه یم»

« اې د شته منیو فتح کونکې ارجونا! تر ما ستر حقیقت نسته. هرڅه زما په وجود پوري داسي تړلي دي لکه مرغلري په لاړ کي»

د همدغه فصل په اتم متن کي وايي« اې ارجونا! زه د اوبو خوند یم. زه د لمر او سپوږمۍ نور یم. زه په ویدي منترونو کي د ( اوم AUM) توری یم. زه په هوا کي آواز یم او د انسان توان او طاقت یم»

« زه د مځکي ذاتي او اصلي عطر یم. زه د اور تودوخه یم. زه د ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند یم او زه د ټولو موجودو مرتاضانو توبه یم»

کریشنا د همدغه فصل په دوولسم متن کي ارجونا ته وايي« پوه سه چي د وجود ټول حالتونه، که ښه والی دی، که هیجانات دي، که ناپوهي ده، ټول زما د ارادې ښکارندوی دي. زه هر چېرته یم مګر زه مستقل یم. زه د مادي طبیعت له تغییراتو سره تړلی نه یم او په مقابل کي هغوی ټول په ما کي دي» جهاني. ادبي پلټني ص ص ۳۳۶-۳۷

د مغل شاه جهان مشر زوی داراشکوه، چي د تصوف په مفکوره کي افراط ته رسېدلی وو، همدغه د بګاود ګیتا مفاهیم خپل کړي دي او په خپل دېوان کي لیکي:

ای آکل و اکل مأکول تویی

وی فاعل کل فعل و معقول تو یی

در صورت حال و ماضي و استقبال

هم عرض تو بوده ای و هم طول تویی

ترجمه: هم خوړونکی هم خواړه یې هم څښاک یې هم مأکول یې

چي هر څه کیږي ستا فعل دی هم فاعل یې هم مفعول یې

ته هم حال هم تېر مهال یې هم راتلونکې زمانه یې

اندازه یې د هستیو ته هم بر یې او هم طول یې.

او یا داچي:

هرچه بینی جز او این وهم تست

غیر او دارد وجودی چون سراب

بحر لا محدود ذات واحد است

ما و تو چون نقش وچون موجی برآب

ترجمه: هغه ټول ستا تصور دی چي هرڅه وینې په سترګو

د هغه له ذاته پرته موجودات لکه سراب دی

واحد ذات لوی سمندر دی نه یې سر نه انتهی سته

زه او ته پر اوبو کرښي زموږ هستي لکه حُباب دی.

د بهګاود ګیتا د اته لسم فصل پنځه پنځوسم متن وايي« یو سړی ما، لکه څرنګه چي یم، د خالق د سترذات په صفت یوازي د طاعت او عبادت له لاري پېژندلای سي. او کله چي یو څوک ما د دغه راز طاعت او عبادت له لاري په بشپړه توګه وپېژني نو هغه کولای سي چي د خدای پاچهی ته ور ننوزي» هغه کتاب ص ۳۴۵

مخکي مو وویل چي تصوف د اسلام په دین کي ریښې او سابقه نه لري. د اسلام په دین کي نه شیخ سته او نه د مرید ذکر سوی دی او په دې ارتباط چي د شیخانو په کتابونو کي پر احادیثو باندي هر څه حوالې ورکړه سوي دي هغه جعلي دي. د اسلام په دین کي، حق متعال یوازي د ستر څښتن او بادار حیثیت لري او، د پیغمبرانو په شمول، ټول انسانان د هغه بنده ګان دي چي هغه ذات ته په تسلیمېدلو او عبادت کولو مکلف دي.

د اکثرو صوفیانو عقاید، د اسلام د دین له نظره، شرک او کفر دی؛ او سرچینه یې له پردیو افکارو او عقایدو څخه اخیستې ده. صوفیانو، چي اکثرو یې له علم او سواد سره دښمني درلوده، کوښښ کاوه چي خپل مریدان او پیروان د جهل په تیاره کي وساتي؛ څو د خپل پیر او مرشد په ټګیو او چلونو ونه پوهیږي. عین الزمان جمال الدین ګیلي، چي د شیخ نجم الدین کبرا له مریدانو څخه وو او اوحدالدین لقب یې درلود. یوه شپه خپل شیخ په خوب کي ولیدی او شیخ ورته وویل چي خپله پلنډه دي وغورځوه. عین الزمان پوه نه سو چي پلنډه څشي ده؟ زما سره خو هیڅ شی نسته. شیخ دوهمه شپه همدا خبره ورته وکړه او دریمه شپه یې، په خوب کي، ورته وویل چي هغه چي جمع کړي دي دی هغه وغورځوه. کله چي له خوبه را پاڅېدی نو پوه سو چي د شیخ مطلب هغه کتابونه دي چي له ده سره ورسره دي. هغه کتابونه یې د آمو سیند ته ورغوځول او د شیخ لیدلو ته ورغی. شیخ ورته وویل چي که دي هغه کتابونه غورځولي نه وای تا ته به هیڅ ګټه نه وای رسېدلې. جامي، نفحات الانس ص ۴۳۲

شیخانوته، د خپلو لویو دعوو او لاپو د خپرولو او په خلکو د منلو لپاره، بېسواده مریدان په کار ول. شیخ ابوعبدالله بلیاني خپلو مریدانو ته وویل: « خدای پوه و اوسی. که خدای پوه نه یاست نو ځان پوه هم مه اوسی. د دې لپاره چي ځان پوه ونه اوسی نو خدای پوه و اوسی. او که تر دې هم بهتره خبره درته وکړم نو خدای و اوسی او که خدای ونه اوسی نو ځان هم مه اوسی. ځکه چي ځان ونه اوسی نو هلته خدای کېږی» هغه کتاب ص ۲۶۱

که د شیخ په مریدانو کي څوک په خپل دین خبر وای نو شیخ به یې په هغه ورځ سنګسار کړی وای. مګر مریدانو ځکه شیخ ته څه ویلای نه سو چي هغوی د شیخ په لاسونو کي د ژوندیو انسانانو نه بلکه د مړو حیثیت درلود. پخپله شیخ نجم الدین کبرا لیکي  چي مرید باید خپل شیخ ته ځان داسي وسپاري لکه مړی چي د غسل کوونکي په لاس کي وي. تر څو غسل کوونکی په هغه کي، د خپلي خوښي سره سم، تصرف وکړي او هغه د حوادثو له چټلۍ او د بیګانګی له جنابت څخه پاک ومینځي. کبرا، اصول العشرة ص ۱۲

پیران، شیخان او ملایان کوښښ کوي چي خلک، په لوی لاس، جاهل او له دین څخه بېخبر وساتي. او تر څو چي هغوی بېخبره ونه ساتل سي نو بیا د پیر هره خبره د خدای د حکم په څېر نه مني او چي پیر هر څه وايی هغه د خپل عقل په ترازو کي تلي او که علم ولري نو خامخا دا نه وايی چي پیر پوه سه او کار یې؛ ځکه چي پیران د خدای دوستان دي او د هغوی ظاهر له باطن سره توپیر لري. په عوامو کي اصطلاح ده چي « ملا وايی هغه کوه چي ملا یې کوي هغه مه کوه» د دې معنا دا ده چي د ملا هره خبره د کاڼي کرښه ده او که هغه چیري کوم بد او ناروا کوي نو مُلا پوه سه او کار یې. د دې معنا دا ده چي څوک د کتاب ویلو ته ضرورت نه لري او دا یوازي د مُلا وظیفه ده. او کله چي، په دې توګه، د خلکو او کتاب تر منځ رابطه وشلیږي نو بیا خلک بالاخره ړانده سي او چي ملا او یا د ملا په جامه کي هر جاهل چي یې هري خواته کشوي دوی ورسره روان وي.

داراشکوه، چي د تصوف د عقایدو په پیروي کي د افراط حد ته رسېدلی وو، ښايی د ملایانو له فتواو څخه په عذاب سوی وو چي په خپل دیوان کي یې دا بیتونه راوړي دي:

جنت آنجاست که مُلایی نباشد

ز مُلا بحث و غوغایی نباشد

جهان خالي شود از شور مُلا

ز فتواهاش پروايی نباشد

در آن شهری که مُلا خانه دارد

در انجا هیچ دانایی نباشد

ترجمه: جنت هغه دی چي هلته ملا نه وي

د ملا په باب هیڅ بحث او غوغا نه وي

چي نړۍ خالي له ږوږه د ملا سي

له هیچا سره یې غم د فتوا نه وي

په کوم ښار کي چي آباد د مُلا کور وي

په هغه ښار کي به څرک د دانا نه وي.

شیخ ابوالحسن خرقاني ویل پیرانو ویلی دي چي مرید د علم په تلاښ ووت نو لاس ورڅخه پرې مینځه؛ له هغه څخه څه نه جوړیږي. عطار. تذکرة الاولیاء، جلد دوم ص ۲۰۲

او کله چي مریدان جاهلان سي نو پیران بیا د هر ډول اطاعت او د خپل هر ډول امر د منلو توقع ورڅخه کولای سي. مشهور صوفي ذوالنون مصري، چي په تصوف کي د خپلو افراطی عقایدو د لرلو او اظهارولو په تور اعدام سو  وايی هغه مرید نه دی چي د پیر امر د خدای تر امر ورته مهم نه وي. هغه کتاب جلد اول ص ۱۲۶

مولنا جلال الدین رومي د خلکو له دغي ناپوهی او بېخبری څخه ګټه اخیسته او کفرونه یې ویل خو خلکو هغو کفرونو ته د باطني اسرارو  په سترګه کتل او تر اوسه پوري هم لا په هغه سترګه ورته ګوري. مولنا خلکو ته وايي چي په خدای پسي مه ګرځی ځکه چی تاسی پخپله خدای یاست. خدای پخپله ستاسي په وجود کي دی. چي شی درڅخه ورک نه وي ولي پسي ګرځی. تاسي پخپله نوم، حروف او کلام یاست. همدا تاسي هم جبرییل او هم له اسمان څخه را لېږل سوي رسولان یاست او . . .

آنها که طلبکار خدایید خدایید

بیرون زشما نیست شما یید شمایید

چیزی که نکردید ګم از بهر چه جویید

و اندر طلب ګم نشده بهر چرایید

اسمید و حروفید و کلامید و کتابید

جبرییل امینید و رسولان سمایید

هم موسی و هم معجزه و هم ید بیضا

هم عیسی و رهبان و سماوات علایید

هم مهدی و هادی و بیانید و عیانید

تأویل شمایید چو تنزیل خدایید

شمس الحق تبریز چو سلطان جهانست

آنها که طلبکار سخایید کجایید

 ایرانی محقق ډاکتر قاسم غني لیکي چي د صوفیانو اهداف تر فلاسفه وو لوړ دي. فلاسفه غواړي چي انسان دونه کمال پیدا کړي چي بالاخره خدای ته مشابه سي خو تصوف غواړي چي انسان د خدای په ذات کي محو او فاني سي او په دې فنا کي پخپله خدای سي. غني. تاریخ تصوف در اسلام، جلد دوم ص ۱۲۴

صوفیانو ادب ته ډېر کار وکړ او په زرهاوو داسي آبدار او ژور شعرونه یې، په هره ژبه، په تېره بیا فارسي ژبه، اسلامي ټولني ته واړندي کړل چي تر اوسه پوري، په شرق او غرب کي لیکني او کنفرانسونه ورباندي روان دي. البته څرنګه چي تصوف د اسلام په دین کي ریښې نه درلودلې نو د ادب او افسانو په برخه کي یې ډېر څه له هندو مذهب څخه واخیستل. صوفیانو، خصوصاً د وحدة الوجود د تبلیغ له لاري، اسلام ته څرګند شرک راووړ او دا شرک یې په خُرافي کیسو او زیارت پرستیو نور هم تقویه کړ.

نهان و آشکاری در تجلی

به هر چیزی زهر چیزی تویی بیش

نه نا دانم که پوزش خواهم از تو

نه از شک و نه از خامی در اندیش

تویی هرچیز و جز من نیستي تو

چرا پوزش بخواهم خویش از خویش

منصور حلاج. قوس زندګی، ص ۳۳

ترجمه:

هم په پټه هم ښکاره دي جلوه بله

په هر څه کي تر هر څه ډېر یې پخپله

نه نادان یم چي له تا بخښنه غواړم

نه له شک او نه اوموالي څخه ژاړم

ته هر څه یې چي زه نه یم ته به نه یې

ولي زه له خپله ځانه بخښه غواړم؟

په سانسیکریټ ادبیاتو کي هغه حالت ته چي ذاکِر، ذِکر او مذکور ټول سره یوسي هغه ته سمادي Samadhi ویل کیږي. د پټانجلی Patanjali په متن کي راغلي دي چي کله څوک خپل وجود تر کنټرول لاندي راولي، خپل مغز یې په اختیار کي وي او تل په ذکر لګیا وي او توجه یې یوازي یوه شي ته اړولې وي چي هغه دیانا Dhyana دی نو په نتیجه کي ذاکِر له مذکور سره یوسي او خپل فردي صفتونه او ماهیت له لاسه ورکړي او دغه حالت ته سمادي وايي. Garrett. A Classical Dictionary of India P 513

صوفیانو همدغه د سمادی مفکوره مستقیماً اخیستې او په خپلو منظومو او منثورو آثارو کي یې راوړې ده: شیخ بایزید بسطامي وویل دېرش کاله په خدای پسي ګرځېدم او چي ومي کتل هغه طالب وو او زه مطلوب ( یعني خدای په ماپسی ګرځېدی. جهاني) عطار. تذکرة الاولیاء جلد اول ص ۱۳۵

همدغه بایزید بسطامي وايي: له بایزیدی څخه را ووتلم؛ لکه مارچي له پوسته را ووزي. ومي کتل چي عاشق و معشوق او عشق ټول یو دي؛ ځکه چي د توحید په عالم کي باید ټول یو وي. او ویل یې چي له خدایه خدای ته ولاړم څو له ما څخه یې په ما کي ږغ وکړ او ویل یې  اې ته زه!( ای تو من) یعني د فنا فی الله مقام ته رسېدلی وم. او ویل یې چي حق تعالی ۳۰ کاله زما هینداره وه اوس زه د خپل ځان هینداره یم یعني هغه چي وم هغه پاته نه سوم؛ ځکه چي زه او حق ویل دا شِرک دی. او کله چي زه پاته نه سوم حق تعالی د خپل ځان هینداره ده. اوس باید ووایم چي زه د خپل ځان هینداره یم. دا حق دی چي زما په ژبه خبري کوي او زه په منځ کي ورک یم. هغه کتاب ص ۱۵۱

که د اسلام د دین له نظره ورته وکتل سي نو دا خبري که بل څوک وکړي هغه سمدستی د کافر او مشرک په نوم سنګساریږي مګر څرنګه چي شیخ بایزید ویلي دي نو خلک یې داسي اسرار بولي چي په هغه ژبه یوازي د خدای دوستان پوهیږي. که خلک جاهل ساتل سوي نه وي نو هغوی سمدستي وايي چي په دین کي د خدای د دوست او عادي مسلمان توپیر نسته. شِرک او کفر د هر چا لپاره شِرک دی. هیڅوک د خدايی د مقام د دعوې حق نه لري او هر څوک چي دا دعوه وکړي هغه کافر او مشرک دی.

شیخ او مرید:

د شیخ او مرید مفکوره نه له اسلام څخه مخکي او نه د اسلام د دین له خپرېدلو څخه وروسته په عربو کي موجوده وه. دا سسټم او مفکوره نه په عیسویت او نه یهودیت کي درک لري؛ ځکه نو په جرأت سره ویلای سو چي د شیخ او مرید مفکوره هم له هندو مذهب څخه راغلې ده. د ګورو یا مرشد د تعریف په باره کي راغلي دي:

ګورو ته د خدای د قدرت د استازي او د هغه د پیغام رسوونکي په سترګه کتل کیږي. ځکه نو باید چي مریدان او پیروان د هغه اطاعت وکړي. . . ګورو معمولاً مجرد ژوند کوي که څه هم چي ځیني یې ودونه کوي.

له مشهورو ګوروګانو څخه خلک ویریږي ځکه چي د هغوی په باره کي راز راز کیسې جوړي سوي وي. خلک فکر کوي چي د ګورو ښرا او دعا حتماً قبلیږي. که دا ښرا عادلانه وي او که نه وي حتماً نتیجه ورکوي. د ګورو مریدان، چي د هغه د بریالیتوب او شهرت څخه خپلي ګټي اخلي، د هغه د کراماتو په باره کي کیسې جوړوي او د دې لپاره چي د ګوروګانو د کراماتو په باره کي یې جوړي کیسې رسوا او ریشتیا نه سي نو دوی معمولاً د لیري پرتو سیمو د ګوروګانو په باره کي خبري کوي.

د ګورو له مرګ څخه وروسته معمولاً د هغه زوی د ګورو په حیث ټاکل کیږي او که چیري له ګورو څخحه نارینه اولاد پاته سوی نه وي نو بیا لوی او ستر ګورو د هغه پر ځای یو څوک ټاکي او دا سړی معمولاً د لوی ګورو له خپلي کورنۍ څخه وي. Garrett. PP 220-22

لوی ولیان او ریشي موني Muni  بلل کیږي. ویل کیږی چي په جنوبی هند کي یې شمېر ۴۸ زرو تنو ته رسیږي. دا مقدس کسان دي او په راز راز ریاضتونو او زیارګاللو یې دا مقام ترلاسه کړی وي او ښرا او دعا یې حتماً قبلیږي. د دوی په باره کي متضادي خبري کیږي او ویل کیږي چي دوی نه خوراک او نه خوب ته اړتیا لري او سهار تر ماښامه په ذکر لګیا وي او خدای ته توبې وباسي. Ibid P 379

که څه هم چي د پیر او مرشد مفکوره په ایران، منځنۍ اسیا او نورو اسلامي هیوادونو کي دومره زیاته خپره سوه چي هر چا کوښښ کاوه چي یو پیر ځانته انتخاب کړي؛ ځکه چي پیرانو دا تبلیغ کړی وو چي له کامل پیر څخه پرته هیڅوک هدف ته نه رسیږي او پیرانو هم دا جعلي حدیث چی ( لا دین لهُ لمن لا شیخ لهُ) څوک چي شیخ نه لري هغه دین نه لری او یا څوک چي شیخ نه لري د هغه شیخ شیطان دی، او په دې اړه نور جعلي احادیث دونه خپاره کړي ول چي هر چا هغه د معتبرو احادیثو څخه شمېرل. خو په هند کي، چي د پیر او مرشد مفاهیم له هغه ځایه سرچینه اخیستې وه، په مسلمانانو کي دې مفکورې دونه زور واخیستی او دونه افراط ته ورسېده چي مریدانو به خپلو پیرانو ته د خدای په سترګه کتل.

د شاه جهان زوی داراشکوه، چي په اشعارو کي یې قادري تخلص کاوه، همدغه افراط ته رسېدلی وو. نه یوازی یې خپل پیر، چي په کشمیر کي اوسېدی، خدای باله بلکه له خپل پیر او مرشد څخه یې هیله درلوده چي له ده څخه هم خدای جوړ کړي:

چون خدا و صاحب من پیر است

کعبه من حضرت کشمیر است

ترجمه: چي مي خدای او بادار دواړه کامل پیر دی

نو کعبه مي هم هغه حضرت کشمیر دی

او یا داچي:

قادری را ز قدرت کامل

قادر ذوالجلال ساز دمی

ترجمه: کامل پیره قادری له خپل قدرته

یو ګړی راته قادر ذوالجلال کړه.

البته یو وخت، پرته له دې چي له چا څخه مرسته وغواړي، پخپله د ستر خالق یا قادر مطلق مقام ته ځان رسېدلی بولي. داراشکوه ځان د هغو اولیاوو څخه، چي د فنا فی الله مقام ته رسېدلي دي لوړ بولي او د بقا مقام ته، چي یوازي د حق تعالی مقام دی، رسېدلی دی.

قادری ګشت قادر مطلق

از پی هر فنا کمال بقاست

ترجمه: قادري قادر مطلق سو او دا ځکه

چي فنا کمال ته ورَسي بقا سي.

دا چي دارا شکوه به، په دربار کي، د خپل پلار د ولیعهد په حیث، د یو عالم مصروفیتونو ترڅنګ د هندو مذهب د لویو کتابونو ترجمه کولو ته وخت ورکاوه نو سړی له هندو مذهب سره د هغه د علاقې اټکل کولای سي. او سړی چي د داراشکوه پورتنیو بیتونو ته وګوري نو پوهیږي چي د هندو مذهب کتابونو او د جوګیانو او مرتاضانو خبرو او آثارو پر هغه باندي څومره ژوره اغېزه کړې وه.

په هندوستان کي، د هندو، اسلام او نورو په لس ګونو مذهبونو په منځ کي په پنځه لسمه پېړۍ کي د سیکه نوی مذهب منځته راغی. د دې مذهب موسس ګورونانک ۱۴۶۹-۱۵۳۸ خپل نوی مذهب په دې ناره پیل کړ چي نه هندویم نه مسلمان یم. ګورونانک او د هغه نورو نهو پیرو ګوروګانو او د هغوی پیرو سیکهانو هیڅ وخت له خپل مذهب څخه انحراف ونه کړ او د هیڅ بل مذهب تر اغېزې لاندي رانه غلل. ګورو نانک او د سیکه مذهب نورو مشرانو له لومړي سره خدای یو باله او د هغه د ذات په باره کي یې بلي هیڅ عقیدې ته لاره ورنه کړه. ګورونانک په خپل یوه شعر کي د یوه واحد ذات معرفي داسي کوي:

ته په هر څه پوهېږې او هرڅه وینې

ته یو سمندر یې او زه یو ماهی یم؛ نو زه به څرنګه ستا اندازه ولګوم؟

هری خواته چي مي مخ سي تا وینم

او که ستا څخه لیري سم نو زه مړ کیږم

زه نه ماهیګیر او نه د هغه تور پېژنم

هر وخت چي زه په کړاو اخته یم نو تا یادوم

ته هر چېرته یې خو بیا هم داسي ښکاري چي ډېر لیري یې

زه چي هر څه کوم ته پر هغه باندي علم لرې

ته په پوهېږې او زه منکر یم

زه تا نه تعقیبوم او زه تا نه یادوم

خو بیا هم څه چي ته یې راکوې هغه خورمه

بله داسي دروازه نسته چي زه هغې ته ورسم

ته یوازنی څوک یې چي نانک تاته عبادت کوي

دا زما وجود او زما روح دواړه تا راکړی دی

ته نیژدې یې، ته لیري یې او ته په منځ کي یې

ته وینې او ته اورې

تا دا ټول کاینات په خپله خوښه او اراده پیدا کړي دي

نانک وايی څه چي پېښیږي هغه ټول ستا په امر دي

او زه باید هغه امر ومنم. Duggal. Sikh Gurus P 49

د سیکهانو هر یوه ګورو د هغوی مقدس کتاب ادی ګرنت ته خپل شعرونه ور اضافه کړي دي او هر یوه په خپل وار د یوه خدای صفت کړی او په خپلو خپلو کلماتو یې د هغه ستاینه کړې ده خو د ټولو په اشعارو کي د ګورو نانک له مفکورې څخه چي خدای یې واحد او حق باله انحراف نه دی سوی او دا یو فکر په ټولو کي مشترک دی. ګورو ګوبیند سینګه، چي د سیکهانولسم او وروستی ګورو دی، په خپل یوه شعر کي وايي:

هغه چي نه شکل، نه تصویرونه لري او نه په هیڅ طبقه پوري مربوط دی

هغه چي په هیڅ یوه ټولنه پوري اړه نه لري

هغه چي نه رنګ نه قیافه او نه نخښه لري

هیڅوک نه پوهیږي چي هغه به څرنګه وي

هغه هیڅ حرکت نه لري، هغه په خپل نور ځلیږي او هغه تر ټولو قوي دی

هغه د میلیونو ایندراوو ایندرا دی

هغه د پاچاهانو پاچا دی

هغه د دریو جهانونو ټولواک دی. نیمه خدایان، بشریت او دېوان ټول د هغه په واک کي دي.

څرنګه به یې څوک د هغه په ټولو نومونو یاد کړي؟

هوښیاران هغه ته د هغه د تجلي او ظهور سره سم نوم ورکوي. Ibid. P 245

                         پاته لري

لومړۍ برخه  دلته لوستلی شئ

دوهمه او دریمه برخه  دلته ولولئ

څلورمه برخه  دلته ولولئ

پنځمه برخه  دلته ولولئ

شپږمه برخه  دلته ولولئ

اوومه برخه  دلته ولولئ

اتمه برخه  دلته ولولئ

نهمه برخه  دلته ولولئ

لسمه برخه  دلته ولولئ

یوولسمه برخه   دلته ولولئ

دولسمه برخه   دلته ولولئ

دیارلسمه برخه   دلته ولولئ

څوارلسمه برخه   دلته ولولئ

پنځلسمه برخه   دلته ولولئ

شپاړلسمه برخه  دلته ولولئ

اوولسمه برخه  دلته ولولئ

اتلسمه برخه  دلته ولولئ

نورلسمه برخه دلته ولولئ

شلمه برخه دلته ولولئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.