Browsing Tag

عبدالعزیز نایبي

خدایه شُکر

څومره کلک لکه د غر شوم - خدایه شُکر، شُکر، شُکر شـوخونونو نه بهـر شوم - خـدایـه شُکر، شُکر، شُکر را په مخ وو توپانونه، سخت مزلونه، مات وزرونه ور ته سد د سکندر شوم - خدایه شُکر، شُکر، شُکر ما به وېل د دُنیاگۍ غم به تالا کړي د یار مینه…

تللي، نه راگرځي

کاش لمن کې دې آسمانه پسرلي زرغونېدلی ما به ستوري گُلان یو، یو په ځولۍ کې ټولولی بېلتانه داغلي زړو ته رڼايي بېرته راوړلی اه! اسمانه څومره لوړ یې پسرلي دي له تا لرې په خاورینه دې تاراج گډ تا غمي دي ترې لوټلي د سر تاج دې پرې سینگار…

د نیمې لارې یاران

ښايي زمان مې حافظه لوټوي یا خو د هر چا و مزل تر خپل مقصده پورې یمه د دې معما تل کې ایسار اوس د ژوندون یوه تیاره کوڅه کې د خپل تېر شوي عمر پل لټوم که مې د اوښکو په رڼا کې چېرې وموندلو ضرور یې پوښتمه چې: راسره گډ پر یوې لارې روان چېرې…

سوې کروندې

بزگر واړه ماشومان ماښام نهار ویده کړل کروندې، لمر سوې وې چینې وې وچې، باران نه وریده بزگر ښار ته مزدوري پسې ووت مزدوري نه وه، یو په حورو مېن د مزدورانو د ټولي تر څنگه ځان وچاوه د بزگر ساه وخته د ماشومانو فریادونه یې تر آسمانه…

ته به څنگه ښکارې؟

مودې شوې لرې یې له ما نه، ته به څنگه ښکارې؟ زه سوی سکور یم به له تا نه، ته به څنگه ښکارې؟ ستا د تندي د خال ښایست جوړه په هند کې نه وه اوس یې کډواله، پریشانه، ته به څنگه ښکارې؟ ستا د تگ ویر، ناگاساکي غوندې له منځه یوړم ذره، ذره یمه…

په اورتون کې سره گلونه

خوږ امانه بختور یې ستا نعره د خپلواکۍ پېـړۍ واوښته چې ځغلي لکه وینه په بدن کې هم په لر کې هم په بر کې پاچا خان ته زیری ورکړه ولسونه پاڅیدلي پښتنو، بلوڅ ځوانانو د پنجاب پښې لړزولي پاس اسمان رنگینه شوی میـړني مو سرسپارلي ملالۍ…

ته به څه وخت راځې؟

زړه کې مې د سرو سپرغېو شور لرم ستا د جدايي د لمحې اور لرم څنگه په سلگو، سلگو روانه شوې هېر مې نه دي ستا د گیلو پور لرم څه وکړم اوبه له ورخه تېرې دي کله د ازل د پرېکړو زور لرم نه پوهېـږم بیا به دیدن وي که نه تا پسې ناکرار نظر هر لور…

په نړۍ کې د لرگیو تر ټولو هسکه ودانۍ

«شلفتیو» ته یو سفر په نړۍ کې د لرگیو تر ټولو هسکه ودانۍ «شلفتیو» د سویدن په شمال د پلازمینې ستاکلهم په ۷۷۲ کیلومترۍ کې پروت د «ویستر بوتن» ولایت اړوند یوه مرکزي سیمه ده چې ۲۱۷۴ کیلومتر مربع مساحت لري. «شلفتیو» د سرو زرو، مسوو، سپینو زرو،…

وروستۍ سلگۍ، نازکه هیله

وروستۍ سلگۍ، نازکه هیله نن به څنگه ځان راټول کړم د سجدو سلگۍ مې اورمه خوږېـږم د دیدن تلوسې اور زړه کې بل کړی سترګو مه شئ لمبه، لږ همت په کار دی زاره‌چاودي زړه، مدد ته رادانگلي د سرو وینو بارانونه درروان دي گوندې وشي دیدنونه له مرگ…

نوې لار، نوی مزل

ځئ چې انقلاب ته سره نوی تفسیر وپلټو سره او شنو رنگونو خو مو بېخ د سټې ووېسته ټپ زموږ ژور دی، باورونه شړېدلي دي مور وطن کړي چیغې، د بچیو اواز نه اوري راشئ چې شیرین عُمر په ننگ ځینې جار وباسو سل کاله دې ژوند وي، عاقبت خو د گور خاورې یو…