د شوخ نظر، شوخو خبرو، شوخ وختونو ارمان
د شوخو شونډو، شوخ شراب، شوخو جامونو ارمان
مست پسرلي وو د ځواني، مسته مستي وه زموږ
شوخ مې و زړه، شوخ یې و زړه، د شوخو زړونو ارمان
ما به یې لار څارله دا به لکه ستوری خته
د شوخ ماښام، شوخ سترگک، شوخو ستونو ارمان
چې د پتنگ غوندې لمبو نه تاوېدم، نڅېدم
د شوخې شمعې، شوخ سیځل، شوخو اورونو ارمان
زمانې ورک کړو یو له بله شوخي داسې نه وه
د شوخ وطن، د شوخ دلبر، شوخ سلامونو ارمان
عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.