Browsing Tag

عبدالوکیل سوله مل

ستنې شوې شیبې

د خپلې ناستي له څوکى پاڅيږم ،دکوټي کړکۍ پرانيزم  ،بهروگورم ، وينم  چې دلمر تودي وړانگي لکه تود طلايي څادر په ټول ماحول پلنې دي ، نری باد هم وزرې پرانيزي ، په ټولوشيانو  لاس را کږي ، دباد له نرمو څپو نه دونواو بوټوله ښوریدا يوه  نرمه خوبولي…

لعنت پر اروپا

د ښځې سترګې په تلویزیون کې ښخې دي، دمشهور ترکي سریال (حرم سلطان) په ننداره کې ډوبه ده. مېړه یې د کړکۍ شاته برنډه کې پر توشک بالښت ته ډډه لګولې ده، تسپې اړوي او د باندي ګوري. پر وړاندې يې په پلې لار یوه پېغله، چې لنډه لمن یې اغوستې او…

تالاشي

د دروازې مخې ته څوکاډي لیکه ودریدل، دوړو کوڅه په سرواخیسته ، غرهاری په کورو کې ناست وګړي وترهول، له راغلو ګاډو وسله والوداسې په درز ټوپونه واچول تا به ویل کوم بندي ترې تښتي، ددروازې مخې ته ودریدل، ځنځیر وشرنګید، د ځنځیرله شرنګیدو سره یو ځای…

سورۍ ما ڼۍ

دروازه ېې په کراره ټک ټک کړه، ترشاه غږراغئ : ـ مهرباني دروازه ېې پرانیسته ، د میزترشاه په سپین چپن کې ناست کس وروکتل ، پرته له دې چې څه ووايي ، لاس ېې د میزمخې ته ایښې څوکۍ ته ونیو، دی په نه زړه لکه څارنوال ته چې پلټنوته راغلی وي کښیناست…

انا

نیمه پېړۍ ده چې ناروغه په کټ کې پرته ده. له اده باده وتلې ده، داسې ډنګره شوې ته وا ټولې غوښې یې توږلې او یوازې هډوکي یې پاتې دي. خوراک او څښاک، هر څه بېرته راګرځوي. چت ، دیوالونه ، ځمکه، او ټول لوښي په مچانو ډک دي ، غومبروهي ، غولی لکه…

مخ او شاته

آسمان تورو ورېځو پوښلی دی. د لمر سترګه کله کله د هغو له منځه ځان راوباسي، ځمکه سپین پړک شي – خو لکه په ځنځیر یې چې تړلې او بندیوانه وي او یا ددې ځای پر وګړو د لمر او رڼا بندیز وي، د سترګو په رپ کې بېرته الونیا شي. کله کله داسې باد او توپان…

رخشانه

د دروازې د وهلو غږ راغئ ، د مامور حیات او زامنو سترګې دروازې  ته سیخې شوې، لنډ، منډوکی سړی راننوت، مامور حیات الله د چایو ډکه پیاله کیښوده، له لاسونو ېې پړکا وویسته، سترګې ېې وازې پاتې شوې، اخ ېې کړل : ـ  دا څنګه !؟ … ده خو سهار رانه رخصت…

بې له مینې زما پاتې شاعري ده

سید کمال ستېج ته ودرېد، د شعرونو وړه کتابچه یې مخې ته پرانیسته، غاړه یې تازه کړه، شعر یې لکه خوږه نغمه او زړه راکښونکې سندره داسې واوراوه،  ټول یې داسې تر اغېز لاندې راغلل تا به ویل چې یو وتلی او خوږ ژبی سندرغاړی یې په وړاندې سندره وبولي، د…

یادونه ـ پرهرونه

په کټ کې اوښته را اوښته، خوب نه ورته، مېړه یې لا هم لاندې پوړ کې د ناستې له خونې نه وو راختلی. راپورته شوه، څراغ  یې بل کړ، کړکۍ ته ودرېده، د باندې تپه تیاره وه، باران ورېده، په دېوال کې راځوړند ساعت ته ځیر شوه، د شپې یوه بجه کېدونکې وه،…

شک

طبیعت یې خټه و، سر یې دروند و، شپه یې بې خوبي تېره کړې وه، ځکه خو یې د ولایت اداري غونډه په بېړه رخصت کړه، له لوی اوږده مېزه راپاڅېد، د پراخه اوږد دوتر له یوه سره تر بل سر لاړ او راغی، کړکۍ ته ودرېد، له پرانیستې کړکۍ یې خپل زرهي جیب او لږ…