د دروازې مخې ته څوکاډي لیکه ودریدل، دوړو کوڅه په سرواخیسته ، غرهاری په کورو کې ناست وګړي وترهول، له راغلو ګاډو وسله والوداسې په درز ټوپونه واچول تا به ویل کوم بندي ترې تښتي، ددروازې مخې ته ودریدل، ځنځیر وشرنګید، د ځنځیرله شرنګیدو سره یو ځای چيغې پورته شوې :
ـ تالاشي
د کور خاوند په منډه دروازې ته راغی. دروازه ېې پرانیستله .دوی ښویه په دروازه وزننوتل ، یوه نارې کړې :
ـ ښځې یوې خواته
وسله وال یوپه بل پسې کورته راننوتل، پرته له دې چې د کو رله خاوند ه پوښتنه وکړي ، سده دیرې ته ننوتل. په دیره کې زړه قالینه هواره وه. په منځ کې د لرګیو وړه المارې چې ټولې خانې ېې په وړو او لویو کتابونو ډکې وې، دریدلې وه . ترڅنک ېې لویه ارمونیه ایښې وه. ښې لاس ته په کنج کې دوه دوکڼې په پوخونو کې بندې پرتې وې. د کتابونوالمارۍ ته مخامخ په دیوال کې لوی رباب راځوړندو.
وسله والوچې تورې پګړۍ ېې په سروې، دیره په ځیرله سترګوتیره کړه. ټول سره او شنه شو ، غومبسو وچبیچل ، سترغلي ېې وپړسیدل ، تندي ېې ګونځې شول، د کور خاوند ته ېې برندې سترګې ونیوې. د ډلې مشرچې د نورو په څیر ېې سترګې تازه په رنجو تورې وې او اوږدې څڼې ېې تر ولو رسیدې د کورخاوند ته لاس ونیو:
ـ نه ویریږې !؟
د کور خاوند نه یوازې ونه بیرید، په شونډو ېې نرۍ موسکا هم وځلیده ، دوي ېې په ځواب لا وننګول، په استغنا ېې وویل:
ـ له چا ؟ ….غیر له خدایه به نو نورله چا وویریږم ، ما چا ته څه بد رسولي دي؟
د ډلې د مشرتندی نور هم ګونځې شو، په خونه کې پرتو د ټنګ ټکورالاتو ته ېې په وار لاسونه ونیول ، بیا ېې ده مخ ورواړاوه ، په لوړ اواز ېې وویل:
ـ له خدایه که ډاریدی ، دا فتنه به دې کو رکې نه ساتل ، پوهیږم چې له خدایه نه ډاریږې ـ خو ماویل چې له موږ به وډارشې ،
دی بیا هم ونه بیرید، په سړه سینه ېې ځواب ورکړ:
ـ له تاسو ولې وډارشم ، له کومې ورځې چې راغلي یاست ، نه مې سندره ویلې او نه مې کومې الې ته ګوتې ورړي دي؟
د ډلې مشر کلک په ولي وواهه :
ـ چپ شه خنځیره ، نو ولې دې بیا دا د فتنې شیان په کور کې ساتلي دي ؟
بیاېې په دیوال کې راځوړند رباب ته سترګې ونیوې :
ـ ته نه پوهیږې کله چې به نبي کریم د ساز او سرود په محفل وربراربریده ، په غوږونو کې به ېې لاسونه کیښودل.
سندرغاړی چې په ولي ېې کلک ګذار خوړلی و، بیا هم ونه ویریده :
ـ صاحب ولاڅه ووایم ؟
د ډلې مشر وغورید:
ـ څنګه څه ووایی؟ ولې دې دا شیان نه دی ما ت کړي، څنګه دې په کور کې ساتلي دي ؟
ـ دا مې د پلاراو نیکه کسب دی ؟ شوق مې دی..
د ډلې د مشر سترګې نورې هم سرې راواوښتې ، لاس ېې ګوزار ته پورته کړ، خو ګوزار ېې ونه کړ:
ـ غول مه خوره رزلیه ، توبه وباسه
هنرمند هم ورپید، په ورو ېې وویل:
ـ صاحب توبه نوره توره وي که بوره ، له هغې ورځې چې راغلي ياست ، ګوتې مې دې شیانو ته نه دي وروړي او نه مې اه له خولې وتلې ده.
ـ کوم شیان ؟
ـ دا چې تاسو ېې فتنه بولئ ؟
ـ نو ته واېې چې دا فتنه نه ده ، منا فقه….
هنرمندغلی شو لکه په ځواب چې فکر کوي . زرېې وویل :
ـ ولاڅه ووایم ، که دا شیان او کارونه فتنه وای ، پخوا څنګه خلکو په ډول او سورني خلک غزا ته رابلل؟
وسله والو یو بل ته هک پک وکتل ، مشرېې وویل:
ـ دا دی بیا چیرته اوریدلي دی؟
سندرغاړي د کتابونو المارۍ ته سترګې ونیوې :
ـ په کتابونوکې
وسله والوبیا یوبل ته وکتل ، مشر ېې وپوښتل:
ـ په کوم کتاب کې ، کتاب خو هم دا یو دي ، د الله پاک قران
د قران په آوریدو ټولو په یوه آوازوویل :
ـ بې شکه ، لاالله الله محمدالرسول الله
خو هنرمند لکه د دوي یوه خبره چې ېې هم نه وي اوریدلي ، په لوړ اواز ځواب ورکړ:
ـ په تاریخ کې
د ډلې مشر سترګې بقې ونیوې ، نورو هم اوږې وښورولې ، مشر هم ورسره غبرګه کړه:
ـ تاریخ
سندرغاړي سر وښوراوه :
ـ هو صاحب ، تاریخ، د افغان او انګلیس په ټولو جنګونو کې
مشر د دې لپاره چې بې ځوابه شو او غوښتل ېې خپله ناپوهي پټه کړي ، بیا وغوریده :
ـ جنګ مه وایه ، جهاد ووایه ، غزا ووایه
سندرغاړي له ویرې ، ورسره غبرګه کړه:
ـ ښه صاحب ، غزا ، جهاد
له دې سره د ډلې مشر بې ځوابه شو، لکه ماته چې ومني ، ارام شو:
ـ ښه نو موږ څه پوه شو چې ته دا فتنې نه غږوې او رمباړې به هم نه وهې .
هنرمند هم لږڅه ډاډ شو، په موسکا ېې ځواب ورکړ:
ـ زه خو به ېې وغږوم ـ خو ستاسو له ویرې به ېې څوک واوري؟
مشر هم د خپلې ادارې په زور غاوره شو، د سندرغاړي خبرې خوند ورکړ:
ـ دا خو رښتیا واېې ، هغه ورځ ېې یو ساده شپون له کلي محبس ته راوستی و چې شپیلۍ ېې غږوله ، خو بیرته مو خوشې کړ، چې توبه ېې وویسته
د وسله والو ی وبل تن چې د واسکټ په جیب کې ېې لوی مسواک ایښي و بحث ته راودانګل ، سندرغاړی ته ېې لاس ونیو:
ـ نو شپون چې رمه بیا یی او مال ته شپیلۍ غږوي نو ته به ېې نه غږوې؟
بل ملګري ېې په ننګه وویل:
دا لاڅه کوئ ، وايي ځنې کسان په همدې نغمو ماران ګډوي .
مشر پنجې یو په بل کې کيښودې، ده ته ېې وکتل:
ـ ښه ، ښه … دا ځکه ځنې دله ګان وایی چې موسیقي د روح غزاده.
بیا ېې پام سندرغاړي ته واوښت:
ـ ښه اوس دا ووایه چې تا بوځو، که دا شیان درنه یوسو؟
هنرمند په سړه سینه ځواب ورکړ:
ـ څنګه مو چې خوښه وي ، تاسو واکداران یاست او زه رعیت چې څه قانون وی ما ورته غاړه ایښې ده .
مشر په خبرو کې ورودانګل :
ـ موږ بل قانون نه لرو، زموږ قانون شرعیت او قران دی ، نو په تا څه باور وکړو چې دا لعنتي شوق به درکې نه راژوندی کیږي؟
هنرمند وخندل:
ـ صاحب ، که ما دا شوق پاللی ، اوس به مې دلته د موسیقۍ کورس جوړ وای.
وسله وال بیا هک پک شول لکه د کورس کلمه چې په اول وار اوري ، یوه خوله چینګه کړه :
ـ کورس ېې لاڅه بلا ده؟
سندرغاړی دستي ځواب ورکړ:
ـ مکتب
مشر سر وخوزاوه:
ـ ښه داسې … د ساز او سرود مکتب
ـ هو صاحب
مشر خپلو وسله والو او بیا ده ته وکتل ،اوږې ېې پورته شوې ، سندرغاړي ته ېې لاس ونیو:
ـ ته وا له تا به نور زړور او بې لارې هم وي چې له موږ نه ویریږي ؟
ـ صاحب ، کومو زلمیانو چې راته مراجعه کړې ده ، د دې شیانو په زده کړه لا پیسې هم راکوي .
مشرغوږونو ته لاسونه پورته کړل :
ـ توبه ، توبه ، دې ته وايي د فتنې نشه
بیا ېې وویل:
ـ ښه داسې ده …او تا بیرته شړلي دي ؟
ـ هو صاحب ، زه په ځان دومره نه ویریږم ، پوهیږم چې د دې سپینو ډکو لحاظ به مې وکړئ ، که بند ته مې واچوئ خو وهئ خوبه مې نه
مشر ېې خبره بشپړه کړه :
ـ داسې خو ده ، د دوي خو ولا چې په وهلو وهلو پوستکي طالبان وباسي.
بیا ېې خپلو وسله والو ته مخ کړ:
ـ بس دی پریږدئ او دا فتنې راواخلئ چې هم دی له ګناه راوګرځو او هم د نورو د فتنو مخه ونیسو.
لندن ـ انګلستان
می ۲۰۲۱
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.