!طالب حاکمیت ته ېو بل وړيا وړاندیز 

داکتر صلاح الدین سعیدی 

170
پوهېږم چې د اورېدو غوږونه نه شته، خو بیا هم خپل وړیا وړاندیز کوم. پوهېدل یې هم کوم أکادمیک لقب او نوم ته اړتیا شته.
زمونږ هېواد او خلک عمراني او عمراني، ترانسپورتي، مواصلاتي او د کور جوړولو برخو کې هم ډېرو داخلي او سیمیزو همکارېو او هماهنګېو ته  اړتیاوی لري.
زمونږ هېواد د بهر سره د اوسني پاکستان / بلوچستان ګوادر له لارې، د ایران –  چاه بهار، واخان او هوایي اړیکو او لارو، تګ راتګ ته اړتیا لري.
مونږ پوهېږو چې دولتی اقتصاد او رهبري شوي اقتصاد، له پورته،  نتیجه نه ورکوي او عالم اسباب کې د آزاد اقتصادي مارکیت لار د ټولو نیمګړتیا سره د مدرنو قوانینو سره کېدای شي منفي جوانب او اضرار یې کم او ښه استفاده او وکارول شي. هو د ښو مدرنو قوانینو پرته، آزاد اقتصادي بازار وحشي دی او د منلو نه دی. په ښو قوانینو بازاد مهار او دولت په دغه اقتصاد کې خپل زمینه ساز او انفره سترکتر ( ترانسپورت، تیلفون، هوتل، او …) او د أمن د ساتونکي  رول ولوبوي او خپله ټکس او مالیه په معقوله  او د قبول وړ تر کچې واخلي. دغه برخه کې د طالبانو د تاجر ملا ماتونکې مالیاتی  سیستم باندې له سره غوره په کار دی.
ددې لیکنې اصلی لامل او طالب حاکمیت ته دا لاندې خبر او فکر دی:
مونږ پوهېږو چې ایران سره حکومتی تجارتي اړیکې د امریکې او اسرئیل اعتراض راپاڅوي او   را پاڅولای شي.
نو سفارش کوم چې د طالبانو حاکمیت دې دایران ( چاه بهار) او ګوادر او … لارو له حکومتی چینل بهر  د خصوخي کمپنیو او د افغانستان هند او ددهند لهذامکاناتو په چاه بهار کې او د هندي کمپنیو او حتی د دولت له لعرې د دریېم لاس شخصي کمپنیو په ایجاد  د تجارت د پراخوالي تدابیر او امکانات تر لاس لاندې ونیسي!
نن سبا د ایران او افغانستان د تجارت د دهل غږول مدبرانه او درست نه بولوم او ایراني مراجع هم په دې پوهول په کار دي.
تفاصیل لري.
۱۵/۵/۲۰۲۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.