له ډاکټر خوشحال حبیبي سره مرکه / ګلالۍ مومند

ګلالۍ مومند

307

بې له شکه چې د علامه حبیبي له نوم او شخصیت سره زموږ ډیر هیوادوال بلد دي او په سیمه کې هم زیات شهرت لري. د هغه نوم او شهرت هغه ته چا وړیا نه دی ورکړی، بلکې د علم، ادب او تاریخ په ساحو کې د سخت زیار او ستړي کوونکي دماغي کار په نتیجه کې یې په لاس راوړی دی. د افغانستان خلکو ته د علامه حبیبي ګڼ شمېر علمي اثار په میراث پاتې دي چې په ډېر ویاړ سره یادېږي. که موږ د ژبې، ادب، تاریخ او لرغون پیژندنې په برخو کې د اوسنیو لیکوالو لیکنو ته ځیر شو، نو داسې لیکنې او اثار به ډیر کم وي چې په هغو کې د علامه حبیبي د علمي پانګو نه ګټه نه وي اخیستل شوې. د پوهاند حبیبي د لیکنو او اثارو څخه نه یواځې افغانان بلکې د سیمې او نړۍ افغانستان پیژندونکي هم د خپلو لیکنو او څیړنو لپاره په پراخه کچه استفاده کوي.

د پوهاند حبیبي د ۴۰م تلین په مناسبت هڅه شوې چې د هغه د ژوند هغې برخې ته یو څه ځیر شو چې ښایي تر اوسه ورته ډیره پاملرنه نه وي شوې. د دې لپاره مو د هغه له زوی خوشحال حبیبي سره یوه مرکه کړې چې د پوهاند حبیبي د علمي او ادبي کار او ژوند تر څنګ د هغوی د شخصي ځانګړنو په هکله هم نوې خبرې واورو. د مرکې لوستلو ته مو رابولم.

——————————————————————————————————

– د استاد عبدالحی حبیبي د شخصي عادتونو په اړه راته ووایاست مثلا کوم خواړه يې خوښیدل؟ کوم لباس؟ کومه موسیقي؟

قابلي، د پسه د غوښو ښوروا، د تورو بانجړو سالن يې خوښيدل. د زردكو (گازرو) حلوا يې هم ډيره خوښه وه او هغه به يې پخپله ځان ته پخوله. په لباس کي علامه ډير ساده و. رسمى وظيفې ته به يې دريشى اغوستله او په کور کي يې افغاني کالي اغوستله. ماپښين خوا ته چي د قدم وهلو لپاره په کابل پوهنتون کي گرځيدى نو افغانى کالي يې به یې په ځان وه او يوه مزاري چپنه به يې پر اوږو اچوله. په موسيقي کي يې کوم خاص ذوق نه درلودی خو داسى ښکاري چي کلاسيک سندرى يې خوښي وې.  

– علامه صاحب چې به په کور کې و معمولا به په څه بوخت و؟

(پلار مي د استاد لقب نه خوښيدی. نو تاسې هم پوهاند یا علامه ولیکئ.)

سهار پنځه يا شپږ بجې به له خوبه راويښ او په خپلو مطالعاتو يا نوشته به بوخت سو. اوه بجو خوا ته به يې د سهار چاى چښلې، تورى چاى يې د يوه ټوټه ډوډى او مربا سره خوړلې. بيا به خپل کتاب خانې ته ولاړ او خپلو مطالعاتو ته به يې ادامه ورکړه. د ٩ بجو خوا ته به دفتر ته چي هغه وخت انجمن تاريخ افغانستان و، ولاړ. تر يوې يا دوو بجو به په رسمي کار اخته و. کور ته چي به راغلی پس له غرمې ډوډۍ به د دوو ساعتو لپاره بيده سو. پنځو بجو خوا ته به زموږ مور چاى تياري کرې. پلار به هميشه د يو کتاب يا جريدې لکه يغما يا رهنماى کتاب سره راغي او هغه يې مطالعه کاوه. وروسته به د قدم وهلو لپاره د يو ساعت لپاره ولاړ. کور ته چي به راغلى نو خپل په نوشتو به د ماښام تر ٩ يا ١٠ بجو پوري بوخت و. کله کله به د شپې تر يوې بجې هم خپل په کتابخانه کي په کار اخته و.

– د هغوی شخصي دوستان څوک وو؟

نژدې دوستان يې پوهاند عبدالشکور رشاد، ښاغلى عبدالروف بينوا، پوهاند شاکر، ښاغلى مجروح او ښاغلي غبار وه چي دوى به هميشه د علامه د  ليدلو لپاره راتله او څو ساعته به يې مجلس سره کاوه.

 – له ټوکو او طنز سره د هغوی رابطه څنګه وه؟

پلار به کله کله موږ ته ټوکې ويلې لکه يوه سړي په کاسه کي غوړي اچولي وه، يوه خزدکه پکښي ولويده. ده خزدکه واخیستله او ښه يې وزبيښله او ځان ته يې وويله ولاکه خو داسي غوړه کونه را څخه ولاړه سې.

– پوهاند صاحب ډیر او عالي اثار لیکلي دي. ستاسې په نظر د دوی د کاميابي راز په څه کې و؟

د علامه د کاميابي راز د ده ذکاوت، علم دوستي او زحمات وه. د ورځي به ده ٨ تر ١٠ ساعته خپله  مطالعه او نوشته کوله. ما ته يې په يو ليک داسي کښلي وه: ”اوس نو تا PhD بولي، خو دا زده که، چي سړی په دې کاغذ نه عالم کيږي، پخپله بايد مطالعه او ځان پوهنه پرې نه ږدې، علم پاى نه لري او انسان تر مرګه پوري زده کونکى دی.“

 – د علامه د کار د طريقې په هکله راته ووایاست؟

د علامه د کار طريقه يوه زاويه درلوده او هغه د موضوعاتو عميقه زده کړه او د موضوعاتو را غونډول وه. په هيڅ موضوع يې بې له مطالعې او څيړني نظر نه ورکاوه.

– له علامه سره د لیدلو وروستۍ خاطره مو؟

وروستنى خاطره مي له پلاره دا ده: په ١٩٧٧م کال زه د عالي تحصیلاتو لپاره امريکى ته راتلمه. زما خانمه د کابل په موسسۀ نسوان کي معلمه وه. د موسسې رئيسې هغې ته اجازه نه ورکوله چي زما سره امريکې ته راسي (يعنى رسمى پاسپورټ يې نه ورکاوه). پلار چى په دغه موضوع خبر سو نو د پوهنې معين ته يې ټلفن وکړی او په تنده لهجه يې ورته وويل چي تاسي د عقل او منطق څخه کار نه اخلئ ولى یې خانمى ته اجازه نه ورکوئ چي خپل ميړه او ولاد سره ولاړه سي. هغه و چي د ښوونځي رئيسې خپل مکر ايله کړی او د بهرنيو وزارت ته يې مکتوب وليږی چي پاسپورټ ورکړي.

علامه صاحب په کور کې څنګه کريکټر و؟ څرنګه پلار و؟ په اولادونو یې يواځې خپله خوښه منل غوښتل او که د هغوی خوښې ته یې هم کتل؟

علامه په کور کي هميشه آرام کريکتر درلود. په چا يې غرض نه درلود. البته دا يې غوښتل چي اولاد يې خپله زده کړه پاى ته ورسوي. خو هيڅ يوه ته يې نه ويله چي څه ولولي. کله کله چي به یې يو ناوړه خبر وارويدی نو به ډير پريشان سو. د مثال په توگه د ښاغلى ميوندوال وژل په بندى خانه کي دی ډير پریشانه کړى و. د داود خان ډيکټاټوري ډوله دولت يې هيڅ نه و خوښ.

 – علامه صاحب به تاسو ته څه نصيحت کاوه؟

د ده نصيحت  راته دا و چي پر سمه لار به ځې. د سياست څخه به ځان ساتې. په يوه ليک کي يې ما ته ليکي وه: ”پام کوه چي غير له کاره، د سياست په مردار ډګر کي داخل نه سې. د علم په وسيله هم ځان، هم وطن، هم بشريت ته خدمت کولای سې او بايد يو حقيقي بيولوجسټ سې…!“

د هغوی د آثارو په هکله راته ووایاست، په انقلابونو او مهاجرتونو کې خو به ضايعه شوې نه وي؟ ايا ناچاپ اثار يې شته؟

هغه وخت چي موږ پس له لس کاله مهاجرت څخه بيرته افغانستان ته راتلو نو د علامه ټول کتابونه د پاکستان د پوليسو په لاس کي ولويدل. په يوه ليک کي یې ښاغلي بينوا ته داسي کښلي وه: ”زما په سلو صندوقو کتابو کی چه پاکستانیانو ضبط کړل دوه درې زما نا تمام تالیفونه هم وه، او د هغو نومونه ما ځکه دلته نه دي لیکلي چی نه ده معلومه چی بیا به لاس ته راسي که یه..؟ د یوه متعلم څخه (لکه زه) د زده کولو سامان اخیستل او بې له سببه ضبطول په دې مدنی دنیا کی څونې لوی ظلم دی؟  – ما خو بل څه نه لرل یو څو کتابونه او کاغذونه زما د ژوند متاع ؤ او هغه پاکستاني پولیسو ولوټل. دا علمی لوټنه آیا د چنګیز او هلاکو هغه د کتابخانو سوځنه اولوټنه نه را په یادوي؟“

 – ايا علامه صاحب خپل خاطرات ليکلې دي؟

نه، هغوی خپل خاطرات نه دي ليکلي، علت به يې دا وي چي ده هيڅ وقت نه غوښتل چي ځان پياوړی ښکاره کړي. ښاغلي بينوا ته يې داسى کښلي دي:  ”ګرانه بینوا! بلا دې واخلم- د جهان په ښو او ښادیو ښاد اوسه! تا دوه درې واره زما زوی ته ویلي وه چه زه خپل سوانح درواستوم چی هغه په کوم مجوز کتاب کی چاپ کړه سی. ما چی له ځانه سره ری واهه نو مې پخپلو سوانحو کی داسې څه نه ولیدل چی د لیکلو یا د یادولو وړ وي. بیا هم که ته اصرار لرې چی هرومرو به زه څه درته لیکم نو واخله دا دی… زما نوم عبدالحی دی، د عبدالحق اخوندزاده کاکړ قندهاری زوی یم، کورنۍ مو مشهور پوهاند او محقق مولوی حبیب الله قندهاری ته منسوبه ده نو ځکه ځان حبیبي ګڼم…  زه په پښتو او پاړسو کی څه لیکلای او ویلای سوای، د ابتدائي سواد خاوند یم، په عربی او اردو هم پوهیږم، انگریزی خو لږ لږ راځي، زه چی څو کاله د افغان اکاډیمي (پښتو ټولنې) او بیا د ادبیاتو د فاکولتی رئیس وم نو د معارف دوهمه درجه نښان هم راکړ شو…“

په ژوند کې مو چې علامه صاحب ډېر خوشحاله يادېږي کومه ورځ وه؟

هغه ورځ چي د کابل پوهنتون له خوا د پوهاند درجه ورکړل سوه د ده د خوشحالۍ ورځ وه.

په ژوند کې مو چې دی ډېر غمجن يادېږي کومه ورځ وه؟

غم يې نه ښکاره کاوه خو زما  مور ډيره شديده سر دردي درلوده، هغه چي به ناروغه وه او د کور کار به يې نسوای کولاي نو دی به غمجن و.

 – د هر انسان په ژوند کې يو داسې څوک وي چې عميق اثر پرې کوي‌. لکه مور، پلار، انا، بابا.. د علامه حبيبي پر شخصيت ستاسو په نظر د چا اغيزه وه؟

زه فکر کوم چي د ده ور نيکه علامه حبيب الله د ده پر ژوند ډير اثر درلودى.

 – ستاسو په نظر علامه صاحب له ځان سره خوښ (introvert) و يا له نورو سره خوښ (extrovert) و؟

داسي ښکاري چي ده له ځان سره خوښ خواص یې درلودل.

 – د علامه صاحب کوم کتاب ستاسو خوښ دی او ولې؟

زما علاقه د (مادر زنان درى) سره ده. په دغه اثر کي علامه د بغلان د تقريبا دوه زره کاله زوړ ډبر ليک  ژبه تحلیل کړې ده. دوی د دغه ډبرلیک ،چې په یوناني خط لیکل شوی، پر هر ټکي څيړنه او بحث کړی دی.

 – ایا کله یې د خپلو علمي پنځونو او یا خپلو سیاسي نظریاتو په هکله په کورنۍ کې بحث کاوه، که هو نو د یوه بحث لنډه یادونه یې وکړئ؟

د اومي دورې د شورا سياست د ده پر ژوند ډيره بده اغيزه اچولې وه. ده واقعي مشروطه خواهي غوښتله. د شورا له خوا د ده د افغاني تابعيت اخيستل هم د ده پر ژوند بد تاثر کړی و. له دغه کبله يې په کور کي د افغانستان پر سياست خبرې نه کولې.

 – تاسو د حبیبي صاحب د زوی په توګه د هغه د ژوند، شخصیت او کار کومو اړخونو ډیر اغیزمن کړي یاست؟

د کورنۍ غړي وايي چه ما د پلاره څخه د ”معتاد په کار“ (workaholic) خاصيت اخيستی دئ.

 – ⁠د علامه حبیبي صاحب څو اولادونه دي او که مناسب یې ګڼئ چې نومونه یې هم یاد کړئ؟

علامه حبيبى څلور اولاده درلودل. حبيب الله حبيبي، مرغلره پښتون، ميرويس حبيبي او خوشحال حبيبي. حبيب الله حبيبي پروسښ کال وفات شو. اوس درې اولاده يې پاته دي.

 – مهرباني وکړئ په پای کې که لوستونکو ته د ځان په هکله هم ووایاست؟

زه خوشحال حبيبي په کورنۍ کښي تر ټولو کشر اولاد يمه. د افغانستان د مکتب تخنيک څخه چه فارغ سولمه اول مي يو کال د وزارت معارف د مهندسي په شعبه کي کار وکئ، بيا مې دوه کاله په کابل تايمز کي د اجير په توگه وظيفه درلوده. د هغه وروسته مي د علومو پوهنځي څخه د بيولوژي په برخه کښي لیسانس واخيستی. دوه کاله مې د زراعت په وزارت کي د ملى پارکونو په شعبه کي کار وکئ، بيا په ١٩٧٧ کال کي د عالي تحصيلاتو لپاره مشکڼ ستيټ پوهنتون ته راغلمه او په ١٩٨٣ کال کي مي په بيولوژي کي PhD (دکتورا) واخيسته.

له ډاکتر خوشحال حبیبي څخه ډېره مننه چې زموږ پوښتنو ته یې ځوابونه راکړل. اوس به د دې مرکې په رڼا کې د علامه حبیبي په اړه خپلې اخیستنې درسره شریکې کړم:

  • څومره چې معلومه ده په پیل کې علامه حبیبي یو فعال سیاسي شخصیت و، د ( ویښ زلمیانو) یو بنسټګر او یو رېښتونی مشروطه غوښتونکې و . خو د وخت واکمنو کړیو د خپل چل ول، فریب، دوه مختوب او استبدادي چلند له امله وطن پرېښودو ته اړ شو او همدا دلیل و چې هغه له سیاست څخه ګوښه توب غوره کړ  او خپله ټوله پاملرنه یې علم او ادب ته راوګرځوله. دې ټکي ته د هغه زوی خوشحال حبیبي هم په مرکه کې اشاره کړې ده.
  • د علمي اثارو په پنځونو کې د علامه حبیبي د بریا راز په دې کې نغښتې و چې هغوی له علمي مسایلو سره سطحي چلند نه کاوه بلکې د هرې موضوع په اړه یې لومړی تحقیق او څېړنه کوله او وروسته یې هغه موضوع لیکله.
  • د علامه حبیبي د اکاډمیکو څېړنو او لیکنو د بریا بل راز په دې کې و چې هغه خپل ورځني کارونه او مصروفیتونه ښه تنظیم کړی وو او هڅه یې کوله چې نظم یې خراب نه شي.
  • علامه حبیبي د ځان ښودنې سره مینه نه لرله. دوی که څه هم ټول عمر د نورو د ژوند او کارنامو په اړه څېړنې او لیکنې وکړې خو د خپلو بریاوو له معرفي کولو او د ځان په باره کې له غږېدلو سره یې دلچسپي نه وه.

۲۰۲۴م کال د مې د میاشتې ۱۳مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.