Browsing Tag

بريالی وياړ

زابل؛ طالبانو د ميرويس نيکه لمسيان په روغتون کې ووژل

بريالی وياړ - د اسلامي امارت مجاهدينو نن د سپټمبر پر ۱۹ د خپلې ډرامې يو بل وحشي فلم نندارې ته وړاندي کړ. دوئ په زابل کې پر ولسي وګړو موټربم حمله وکړه چې په نتيجه کې يې تر ۲۰ بېګناه هېوادوال په شهادت ورسېدل نيژدې ۱۰۰ ژوبل شول. په دې پېښه کې…

ښوارب ته ځانمرګي څنګه ننوتل؟ / بريالی وياړ

د روان 2019 کال د فبرورۍ د مياشتې لومړۍ نېټه وه چې د جومې له ورځې سره يې سر خواړه. د سهار شپږ بجې وې چې د ښوراب پر پوځي اډې د طالبانو د بريد خبر راته ورسېد. د خبر جزيات ډېر وارخطاکوونکي ول. برېښېده چې يوه ډله ځانمرګي د ښوراب پوځي مرکز ته چې…

طالبانو د هلمند باباجي کې درې کاله څه وکړل؟

بريالی وياړ درې کاله وړاندې پر هلمند د ايران او پاکستان له لوري سخت فشارونه ور پرېوتل. خپلو مزدورو غلامانو طالبانو ته يې د هلمند د حتمي سقوط امر کړی و. طالبانو په خورا درانه قوت سره د هلمند د سقوطېدو درنې جګړې وکړې. تر جګړو مخکې يې په

د ملکيانو د وژلو مسئولين څوک دي؟ / بريالی وياړ

دا څو ورځې کېږي پر فېسبوک د ننګرهار، کندوز او نورو ولايتونو څخه د ملکيانو د وژنې راپورونه خپريږي. په جګړو، چاودنو او تروريستي پېښو کې د ملي وګړو وژنه، په واقيعت سره يوه جدي ستونزه ده. ملکيان نه يواځې دا چې په بريدونو کې وژل کېږي، بلکې شتمني…

پر ټاکنو د طالبانو بريدونو څه پیغام درلود؟/ بريالی وياړ

طالبانو د خپلې افغان ضد جګړې د پلان له مخې يوار بيا د هېواد د پارلماني ټاکنو د ګډوډۍ لپاره بريدونه او چاودنې وکړې. طالبان چې جګړه يې ظاهراً د اسلام په مدافعت او د فرضي مجاهدې تر عنوان لاندې پيل کړې، په ښکاره توګه يې پر افغان بې وسلې او…

د ټاکنو پر ضد د طالبانو د اعلاميې په غبرګون کې

بريالی وياړ    د اسلامي امارت په نوم د پاکستان د ګوډاګيانو بشر ضدې وسلوالې ډلې ادعا کړې چې په هېواد کې راروانې ټاکنې امريکايي پروسه ده او دوئ به يې د مخنيوي په هدف بريدونه او چاودنې وکړي. طالب جنايتکارانو په دې اړه په خپله خپره کړې…

هلمند کې د طالبانو عاښونه مات شوي / بريالی وياړ

شپږ مياشتې کېږي چې افغان اتلو ځواکونو د هلمند په بېلابېلو ولسواليو کې د طالب تروريستانو پر ضد يرغليز عمليات پيل کړي چې په نتيجه کې يې خورا ډېرې فتحې او پرمختګونه شوي. د پرمختګونو له منځه لويه لاسته راوړنه د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجير د…

د ننګرهار يو طالب د باغران د کنډوالو کيسه کوي/ بريالی وياړ

يوه ملګري کيسه راته کړې چې د ننګرهار په پوهنتون کې مې اسلامي شريعات لوستل. له هماغه ځايه مې له طالبانو او جهادي ډلو سره علاقه وه. خوښېده مې چې دا جهادي ډلې هر چېرته چې وي بری ترلاسه کړي، او په اصطلاح له يرغلګرو سره  وجنګېږي. دا سړی د هلمند…

طالبان ولې د ټاکنو مخالفت کوي؟ / بريالی وياړ

د ولسمشرۍ، پارلمان او ولايتي شورا ټاکنې هغه ملي بهير دی چې ولس د خپلې خوښې مسوولان ټاکي او مانا يې د يوه ولس واک نظام د را منځ ته کېدو ده. يانې داسې حکومتي نظام چې د ولس په رايه را منځ ته کېږي. داسې يو حکومت چې د افغانستان د مسلمان ملت په…