پر ټاکنو د طالبانو بريدونو څه پیغام درلود؟/ بريالی وياړ

0 786

طالبانو د خپلې افغان ضد جګړې د پلان له مخې يوار بيا د هېواد د پارلماني ټاکنو د ګډوډۍ لپاره بريدونه او چاودنې وکړې. طالبان چې جګړه يې ظاهراً د اسلام په مدافعت او د فرضي مجاهدې تر عنوان لاندې پيل کړې، په ښکاره توګه يې پر افغان بې وسلې او بېګناه هېوادوالو بريدونه وکړل. د ټاکنو له پيله تر ختمه يې په وار- وار افغانانو ته مرګوني ګواښونه وکړل. خورا ډېره هڅه يې وکړه چې د بېلابېلو درواغجنو او پنجابي دلايلو له مخې د افغانستان ټاکنې د اسلام له نظره ناجايزې وګڼي، او په همدې پلمه خلک مجبور کړي چې له رايه ورکونې لاس په سر شي.

د ټاکنو پر ورځ يې په هېواد کې لسګونې چاودنې وکړې. ځانمرګي بريدونه يې وکړل. لويې لارې يې په ماينونو والوځولې. ښارونو ته يې ړندې توغندۍ وغورځولې. د رايه ورکونې محلونه چې اکثريت په ښوونځيو کې فعال ول، په ماينونو او چاودنو والوځول. ملکي کارکوونکي يې وتښتول. هغه مېرمنې او سپين ږيري هېوادوال چې په خپله خوښه يې خپله راتلونکې ټاکله، په چاودنو او بريدونو کې يې شهيدان کړل. د ټاکنو پر دواړو پرلپسې ورځو يې ګڼشمېر هېوادوال شهيدان او ژوبل کړل. دوئ هغه کسان تر بريدونو لاندې نيولي ول چې نه يې ټوپک اخيستی و، نه حکومتي مامورين ول.

د ټاکنو پر ورځ تروريستي بريدونو او چاودنو دا نوره هم په ډاګه کړه چې د طالبانو روانه جګړه اصلاً د افغانستان او افغانانو پر ضد ده. په هېواد کې پارلماني ټاکنې د افغانانو خپلمنځی سياسي جوړښت دی. دا نه په امريکا پوري اړه لري، نه امريکايان رايه ورکوي، نه ولسي جرګه د امريکايانو ده. دا ولس نه حکومت مجبوره کړی و نه امريکا. نه چا جبري رايه ورکولو ته را ايستلی و نه سياسي برخليک ټاکلو ده. طالبان وايي: د امريکا پر ضد جنګېږي، مګر پر دې ورځ يې ولې بېګناه افغانان په نښه کړل؟

د پارلماني ټاکنو پر ورځ پر ولسي وګړو د طالبانو بريدونه نه لومړی وار و نه وروستی. طالبان دا ۱۶ کاله کېږي د خپلې روانې جګړې پنجابی ټوپک يې د بېګناه ولسي افغانانو پر سينو ور برابر کړی دی. دلته هدف څه دی چې طالبان بېګناه ولسي وګړي په نښه کوي، او هلته جګړې ته د امريکا پر ضد د جهاد نوم ورکوي؟ که طالبان اوس مستقيماً د افغانستان پر ضد جګړه پيل کړې، د جګړې قوت يې ټوټه کېږي. ټول جګړه ماران يې ترې پر شا کېږي، او هغه جزباتي انګېزه چې د جهاد په هدف يې د دوئ بې سيواده دماغونو ته ور پېچکاري کړې، سکوتېږي، او د جګړې روح قبض کېږي.

د افغانستان اکثريت وګړي بې سيواده دي. له کلونو کلونو راهيسي په جګړو کې راښکېل شوي. د جهاد په نوم د خيالي جزباتو او تش په نوم اسلامي احساساتو څخه داسې يو غرت ولاړ دي. هغه چې د طالب په ليکو کې جنګېږي، نه په اسلام خبر دي، نه يې مانا. يواځې پر دې پوهېږي چې جهاد قتل ته ويل کېږي، وژلو ته ويل کېږي، او تباهۍ ته ويل کېږي. دې ته يې فکر نکوي چې د چا په ټوپک جنګېږي، څوک يې رهبري کوي، چا لکه ربوټان پردۍ جګړې ته سوق کړيدي. همدا وجه ده چې دغسې خلک په روانه جګړه کې د خامو موادو په توګه ښه کاريږي، او رهبري کوونکي چې يې څه وغواړي پر هغه لور يې مرشولی شي.

په همدې وجه پاکستان روانې جګړې ته د جهاد نوم ورکړی، او ظاهراً يې د امريکا پر ضد خپل جګړه ماران ګومارلي دي. همدا دليل ترلاسه کېږي، چې له ۶۰ کلونو راهيسې همدا د مجاهدې او جهاد په نوم په زرګونه افغانانو يو له بل سره ووژل نه يې اسلام ته ګټه ورسوله نه يې اسلام ته پرمختګ ورکړ. دا څه چې اسلام يې په ټوله نړۍ کې بدنام کړ. د جګړې، وژنې، قتل، تباهۍ او دربدرۍ په دين يې معرفي کړ. دلته د پاکستان هدف څه دی؟

پاکستان غواړي افغانستان تل تر تله په جګړه اخته وي. خلک يې سوال او فقر ته محتاج وي. جنازې او لښې ترې پورته کېږي. ډېورنډ او په دې اړه د نيم افغانستان خاوره ترې پاته وي. پاکستان پوهېږي که افغانستان کې امن راشي، د ډېورنډ دعوه راوړندې کوي، چې مخکې تر مخکې افغانستان ګټونګی ښکاري. له دې سره هند هم خپله دعوه کوي، او بيا به نو پاکستان ټوټه شي او په سيمه کې به يې وجود ختم شي.

د ډېورنډ تر څنګ پاکستان غواړي، افغانستان يې د تجارت مارکېټ اووسي. فابريکې يې فلج وي. لارې يې ورانې وي. خلک يې غريب وي. په نړۍ وال اقتصادي بازار کې ونډه وال ونلري. په نړۍ کې د جګړې ځپلي او کمزوري هېواد په توګه مطرح وي. هره ورځ يې په نړۍ کې د مرګونو او تباهيو خبرونه خپاره شي. ځانته مستقل حکومت ونلري. ولسواکي پکې سکوت وي. خلک يې له ولسواکۍ څخه بې برخې وي. تعليم پکې بند وي. نجونې او هلکان يې له علمه محروم وي. دا هرڅه د طالبانو پر مټ کوي. پاکستان د خير پر غونډۍ ورته ناست دی، طالبان يې د وطن کيلو ته ور شېوه کړي، لکه وحشي لېوان په ټولو ارزښتونو خولې لګوي.

طالبان او تر دوئ مخکې هغه نور چې اوس د قدرت پر ګدۍ ناست دي، د پاکستان د دفاع لپار وجنګېدل. طالبان په افغانستان کې د پاکستان شخصي ملېشه ده چې د امريکا پر ضد د جګړې له ښکاره عنوانه د پاکستان د دفاع لپاره جنګېږي. د امريکا پر ضد د پاکستان جګړه مانا د پاکستان د ګټې او دفاع جګړه. له دې ها خواته دا جګړه نوره هيڅ اسلامي او ديني ارزښت نلري. که دا جګړه اسلامي وای، يا جهاد وای، ولې مسجدونه پکې ورانېدل، ولې بېګناه وګړي پکې وژل کېدل، ولې پلونه، سړکونه او ښوونځي پکې سوځېدل؟

دا څنګه جهاد دی، او دا څنګه اسلامي جګړه ده چې د اسلام له مرکزه او له کعبې شريفي يې پر ضد فتوا راغله او له هغه ځايه دا جګړه ناروا وګڼل شوه لا طالب جان او پاکستان لګيا دی وايي، نه دا جهاد دی، موږ جهاد کوو. د نړۍ تر ټولو سترو ديني عالمانو د دې جګړې پر ضد فتواوې ورکړي، دا جګړه يې په شرعي دلايلو حرامه وګڼله، مګر طالب بې سيواده چې د هغوئ دليل ته يې هيڅ شرعي دليل پيدانکړ، لا هم پر دغه خره سپور دی چې نه زموږ جګړه جهاد دی، موږ امريکايان وژنو.

افغان ملت دې وپوهېږي چې د طالب په نوم د پاکستان شخصي ملېشو د دوئ پر ضد ساتول راخيستی دی. نه يواځې دا چې دوئ وژني، بلکې وطن ورانوي، اسلام سپکوي، او د افغانستان ارزښتونه لمنځه وړي. د جهاد او اسلامي جګړې خيالي کيسې يواځې د جګړې د قوت عنوانونه دي. د دې نومونو په مرسته يې فقط جګړه روانه ساتلې، او د جګړه مارانو د جزبېدو لارې يې پرانيستې دي. که د افغانستان، يا اسلام پر ضد د جګړې اعلان وکړي، همدغه جزباتي او بې سيواده جګړه ماران چې اوس خپله جګړه کوي، د دغه ډول جګړې پر ضد درېږي، چې په دې سره بيا پاکستان خپل مقاصدو ته نه شي رسېدلی. پاکستان له اسلام څخه په ګټې اخيستنې د افغانستان د تباهۍ او اسلام د بدنامېدو هدف ته د رسېدو تلاښ کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply