طالبان ولې د ټاکنو مخالفت کوي؟ / بريالی وياړ

0 879

د ولسمشرۍ، پارلمان او ولايتي شورا ټاکنې هغه ملي بهير دی چې ولس د خپلې خوښې مسوولان ټاکي او مانا يې د يوه ولس واک نظام د را منځ ته کېدو ده. يانې داسې حکومتي نظام چې د ولس په رايه را منځ ته کېږي. داسې يو حکومت چې د افغانستان د مسلمان ملت په رايه را منځ ته شي، د پاکستان د پنجابي ملايانو او د طالبانو د معنوي پلرونو له لوري د کفر فتوا په اسانۍ سره پرې اثر نه‌شي کولای.
بيا هر سړي ته دليل په لاس ورځي چې د پنجابي فتواوو پر وړاندې غبرګون وښيي. واضح کېږي چې يوه مسلمان ملت يوه مسلمان حکومت را منځ ته کړی دی. طالبان نه غواړي چې خلکو ته دا دليل په لاس ورشي. طالبان غواړي، د خپلې ناروا فتوا لپاره دا دليل له ځان سره ولري چې ګنې دا حکومت د خلکو په رايه نه دی را منځ ته شوی، دا جبراً پر افغانستان حاکم شوی.

چېرته چې د يوه مسلمان ملت په رايه حکومتي نظام را منځ ته شي، بيا پرې د کفر فتوا او په هغه هېواد کې د جهاد فتوا قبوليت او ارزښت نه لري. طالبان او پلار پاکستان يې هيڅکله نه غواړي، د دوی فتوا ته خنډ جوړ شي. د دوی فتوا ته خنډ همدا د مسلمان ملت په رايه د يوه مسلمان حکومت را منځ ته کېدل دي.

د پاکستان له لوري د طالبانو په لاس له ټاکنو د خلکو د را ګرځولو يوه بله اساسي مساله دا ده چې تاسې هم ورته ځېر شئ. تاسې وګورئ طالبان په پښتون مېشتو سيمو کې هيچاته اجازه نه ورکوي چې تذکره واخلي او نه په ټاکنو کې د ګډون حق ورکوي. له تذکرو څخه د پښتنو محرومېدل دا په ډاګه کوي چې طالبان له دې مليت سره دښمني لري او قصداً او هدفاً غواړي پښتانه تذکرې و نه لري.

که پښتانه تذکرې و نه لري، ستونزه څه ده؟ 
واضح ده چې ستونزه د وګړيو د اکثريت او اقليت ده. واضح ده چې پاکستان غواړي، د افغان مليتونو تر منځ جلاوالی، تفرقه او د هېواد د تجزيې چانسونه را منځ ته کړي. که پښتانه تذکره و نه لري، بې‌برخليکه پاتېږي، بې‌واکه پاتېږي او تل به د جهالت په تورو تيارو کې ژوند کوي.
دويمه دا چې که پښتانه تذکره و نه لري، رايه نه‌شي ورکولای؛ نو چې پښتانه رايه ور نه کړي، بيا ستونزه څه ده؟ ستونزه دا ده چې پښتانه بې‌واکه کېږي، په طبيعي شکل د جګړې ډګر ته پاتېږي. پښتانه چې له حکومتي واکه بې‌برخې شي، پام يې د طالبانو لوري ته ور اوړي، طبعاً د جګړې ليکو ته ستنېږي او د حکومت پر ضد بغاوت کوي.

له دې بغاوته د طالبانو هدف څه دی؟ 
د طالبانو هدف دا دی چې پښتون تل تر تله په جګړه کې ښکېل وي، د طالبانو هدف دا دی چې پښتون ټولې نړۍ ته ترهګر او ټروريسټ معرفي شي، د دوی هدف دا دی چې پښتانه د پاکستان په دستور د پنجاب ناروا جګړه مخ ته بوځي او د افغانستان د ټولګټو ارزښتونو ريښې پرې وباسي.
طالب په ټوله کې له افغانانو په تېره بيا له پښتون قوم سره سخته دښمني لري. د دښمنۍ لومړنی ډول يې دا دی چې ښوونځي يې پر بند کړي. په پښتنو نجونو تعليم کفر ګڼي. په ولايتونو کې يې پرمختيايي او پراختيايي پروژې او د بيارغاونې کارونه نه پرېږدي. ټليفوني، انټرنټي، روغتيايي او بشپړ ټولنيز خدمات يې پر بند کړي دي.
طالب غواړي، پښتون له هر ډول پرمختګه بې‌برخې شي. دا هدف اصلاً پاکستان طالب ته د هغه په ناروا جګړه کې ور نغښتی دی. طالب غواړي، پښتون په خپل هېواد کې د خپل هېواد تابعيت و نه لري. ايا تاسې په ټوله نړۍ کې داسې اورېدلې چې يو مليت دې له خپل ملي هويته را وګرځول شي؟

که پښتون غواړي، جګړه پر ختمه، وژنه پکې ختمه، خويندې او مېندې يې د سوال، فقر او دربدرۍ له بحرانه خلاصې شي، تذکرې دې واخلي، رايې دې ورکړي او د طالبانو د ناروا جګړې ملاتړ دې پرېږدي. که چا د طالبانو ملاتړ وکړ، الله تعالی به له هغه ناراضه شي، ځکه طالب د اسلام، وطن او خلکو دښمن دی.
د اسلام وطن، او خلکو له دښمن سره دوستي مه کوئ.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply