ښوارب ته ځانمرګي څنګه ننوتل؟ / بريالی وياړ

0 734

د روان 2019 کال د فبرورۍ د مياشتې لومړۍ نېټه وه چې د جومې له ورځې سره يې سر خواړه. د سهار شپږ بجې وې چې د ښوراب پر پوځي اډې د طالبانو د بريد خبر راته ورسېد. د خبر جزيات ډېر وارخطاکوونکي ول. برېښېده چې يوه ډله ځانمرګي د ښوراب پوځي مرکز ته چې د 215 ميوند قول اردو هم پکې پرته ده ور داخل شوي. دا پر دې اډې د طالبانو دريم بريد شو. د طالبانو رسنيو په خورا چټکۍ سره د ښوراب په مرکز کې د روانو نښتو جزيات خپرول. د خورا درنو تلفاتو اوښتو ادعا يې کوله. دا نښتې چې د پنجشنبې پر شپه دوې بجې پيل شوې د شنبې د ورځې د مازديګر تر څلورو يې دوام وکړ. د بريد په اړه تراوسه هم رښتني مالومات نه دي خپاره شوي. ټولې رسنۍ خبرونه لاس پر لاس کوي، خو تراوسه اصلي کيسه هيچا نه ده خپره کړې.

ځانمرګي څنګه داخل شول؟

د دې پېښې تر ټولو اساسي اړخ دا دی چې دا ځانمرګي څنګه وتوانېدل چې تر ټولو قرولونو تېر او د اډې منځ ته ځانونه ورسوي. دا پېښه د تېرو دو نورو پېښو سره په توپير رامنځته شوې. دا ځل طالبانو له داخله د يوه غدار کارکوونکي په مرسته خپل وسلوال داخل ته بوتلل. ښوراب کې څه باندې اته کلونه کېږي چې يو نفر د کانتين دوکان لري. دوئ د همدغه کانتين والا په مرسته داخل ته بېول شوي. لومړۍ ډله ځانمرګي چې شمېر يې اته کسه کېده د دې کانتين کوونکي په مرسته د کچره توکو د ايستونکي ټانکر په وسيله داخل ته بېول شوي. دوئ چې د ورځې په سر کې اډې ته ننوتلي، ټوله ورځ يې په سر پټي ټانکر کې تېره کړې.

ځانمرګي ټولټال 12 کسان ول. پاته څلور کسه يې د هغو ډهول وهونکو کسانو په ډله کې داخل شوي چې د پنجشنبې پر وځ يې د سرتېري د ملي ورځي د لمانځنې په مراسمو کې ډهول واهه او د سرتېرو د ملاتړ ملي پروګرام ته د اتڼ لپاره ور بلل شوي ول. دا څلور واړه کسان بې وسلې ول. دا کسان هم د کانتين والا له لوري داخل ته بېول شوي ول. د ورځې چې پروګرام تمام شوی و، دوئ کانتين والا په يوه اطاق کې ځای پر ځای کړي ول.

پنجشنبه د شپې دوې بجې وې. د پوځ داخلي ګزمه پای ته رسېدلې وه. کانتين والا ورغلی و له ټانکره يې په وسلو او مهماتو سمبال وسلوال رابېرون کړي ول. دوئ له هغو نورو څلورو کسانو سره يو ځای شوي ول. خپلې امريکايي وسلې او ورسره ډېر زيات مهمات يې يو پر بل وېشلي ول. امريکايي درشۍ يې اغوستي وې. ځانونه يې پر درو برخو وېشلي ول. نقشه او پلان ورسره و. کانتين والا هم لومړۍ لارښوونه ورته کړې وه؛ بيا خپل اطاق کې ځای پر ځای شوی و. يوه برخه وسلوال د ډوډۍ خوړنځي بله د کاډو د جوړېدو ورکشاپ او پاته برخه يې د انجينرۍ د تاسياتو بلاک ته داخل شوي.

دا درې سره ځايونه  تقريباً خالي ول. هيڅوک نه پکې اوسېدل. بيا څو کسه وسلوال راوتلي د سرتېرو اطاقونو ته ورغلي دروازه به يې ور ټکوله چې څوک به راووت، يا به يې دروازه خلاصه کړه ځای پر ځای به يې وويشت. په دغه ډول فرېبکارو ډزو کې څلور کسه اشپزان يو سلمان او څو کسه سرتېري شهيدان شوي. په دې ډول يې شپږ کسه بې وسلې سرتېري هم را بېرون کړي او خپل د پټېدو ځای ته لېږدولي. پر دې مهال د قول اردو د ګارنېزون قوماندان چې ګزمه يې پای ته رسېدلې وه په رينجر موټر کې د پېښې ځای ته راروان و. هغه لا خبر نه و چې دلته څه کيسه روانه ده.

وروسته خال خال ډزو هغه متوجې کړی و. خپل پر موټروان يې د موټر د درېدو ږغ کړی و. قوماندان چې له موټره کښته کېده ، سمدلاسه وسلوالو انتحاريانو ډزې پر کړي، پر وږه او سر يې ويشتلی. د ده موټر چلونکی چې په خپله هم پر لاس لګېدلی و ژر تر ژره يې قوماندان ته لاس ور غځولی هغه يې لوېدو ته نه دی پرې ايښی موټريې د پېښې له ځايه په منډه کړی. ځانمرګي له دې پېښې سره په ټوپ شوي ځانونه يې خپلو هدفونو ته رسولي. دوئ په درو استقامتونو کې ځای پر ځای ول. نښتې له همدې ځایه پيل شوې. دا وخت د قول اردو د خطر زنګونه وډينګېدل.

په مرکز کې غوغا او غالمال شو. ډزې لا پسې ډېرې شوې. نښتې پيل شوې. د شپې له دوو بجو نيولې تر سهاره همدغسې ډزې روانې وې. د پوځ مشرانو هڅه کوله چې ژر تر ژره حالت په لاس کې واخلي، خو ځانمرګي ډېرو پېچلو ځايونو ته ننوتلي ول. هتله يې هاموې ټانکونه، لاندې د موټرنو د درېدو زينې او غارونه د سنګر په توګه کارول. سهار مهال د ميوند قول اردو مرستيال په دوو ضربتي ټانکونو کې د خپلو شپږ کسه سرتېرو د خلاصون په هدف د وسايطو د جوړېدو ورکشاپ  ته چې شپږ کسه يرغمل سرتېري او څلور کسه ځانمرګي پکې ول ور داخل شوی و.

دی چې ورکشاپ ته له ټانک سره داخل شو و د ځانمرګی له لوري د راکټ بريد پر شوی چې مرمۍ خطا شوې وه. له دې ډز سره سمدلاسه سرتېرو پر هغوئ د خپلو ټوپکونو خولې ور اړولې، راکټ والا يې ويشتلی لاندې يې را غوځار کړی. دی يو لوړ ځای ولاړ و. سرتېري په يوه لاندې اطاق کې بنديوان ول. پاته درې کسه نور وسلوال يې هم وژلي بيا يې شپږ سره نيول شوي سرتېري را خوشي کړي.

پاته دوو ځايونو کې نښتې روانې وې. د انجينرۍ د تاسيساتو ورکشاپ د امريکايي ځواکونو د اوسېدو مخته پروت و. ځانمرګو نه پر امريکايي سرتېرو ډزې کړي، نه يې ګرېنټ ورغورځولی او نه هغوئ له خپلو ځايونو وتلي دي. د دوئ او امريکايي عسکرو ترمنځ فقط يو دېوال و. وسلوالو له ملي اردو سره نښتې روانې وساتلې، پر امريکايانو يې هيڅ ډز ونکړ. دا نښتې چې د پنجشنبې پر شپه دوې بجې پيل شوې د شنبې د ورځې د ماپښين تر څلوور بجو يې دوام وکړ. له دوئ سره کومانډو او د ضربتي کنډک سرتېري وجنګېدل.

بلاخره يولس کسه انتحاريان ووژل شول يو کس يې د کومانډو له لوري ژوندی ونيول شو. نيول شوی ځانمرګی پر لاس لګېدلی، اوسمهال په روغتون کې دی، پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي. د دې بريد د پلان او هلته د دوئ د ورتګ په اړه ټول جزيات له همدغه ځانمرګي څخه ترلاسه شوي. هغه اقرار کړی چې هلته د دې کانتين والا په مرسته داخل شول. له ځانمرګي څخه د پوځي استخباراتو پوښتنې او تحقيقات روان دي.  په دې ټولو نښتو کې 15 کسه سرتېري شهيدان شول. په دې ډله کې څلور کسه اشپزان يو سلمان او پاته د ملي اردو هغه سرتېري شامل دي چې له دندو راغلي ول، خپلو کورونو ته ستنېدل. همدارنګه 21 کسان ژوبل شويدي. ځانمرګي ټولټال 12 کسان ول چې يولس يې ووژل شول يو کس يې ژوندی ونيول شو. په دې نښتو کې درې څلور خراب شوي ټانکونه چې په مستري خانه کې ولاړ ول، څو اطاقونو او د دوئ د پټېدو بلاکونه ويجاړ شوي.

د الوتکو د ويشتل کېدو، د 350 کسه سرتېرو د وژل کېدو او نورو تلفاتو په اړه چې کوم خبرونه طالبانو خپروي، دا مطلق حقيقت نلري. طالبانو دا ادعا هم وکړه چې امريکايان يې وژلي. په دې نښتو کې نه امريکايان شامل ول، نه دوئ پر هغو ډزې کړي، نه يې په جګړه کې برخه اخيستې او نه پکې څوک وژل شوی دی. البته د يوې ډلې ځانمرګو د بلاک شاته د امريکانو استوګنځی و، مګر دوئ پر هغوئ هيڅ ډز نه دی کړی، نه يې ګرېنټ ور غورځولی.

د ملي اردو له لوري هغه غدار کانتين والا نيول شوی، پوښتنې او تحقيقات ترې روان دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply