هلمند کې د طالبانو عاښونه مات شوي / بريالی وياړ

0 1,038

شپږ مياشتې کېږي چې افغان اتلو ځواکونو د هلمند په بېلابېلو ولسواليو کې د طالب تروريستانو پر ضد يرغليز عمليات پيل کړي چې په نتيجه کې يې خورا ډېرې فتحې او پرمختګونه شوي.

د پرمختګونو له منځه لويه لاسته راوړنه د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجير د حوزې نيول دي چې له نيژدې دو کلونو راهيسې پرې طالبي جګړه ماران حاکمان ول.

له دې سيمې سره پر څنډه د باباجي اړوند د سپينې کوټې او د هغې غاړې ته نيژدې ډېری نورې ساحې وې چې له درو کلونو راهيسې د طالب تروريستانو تر واک لاندې وې.

همدارنګه د مارجې، ناوې او نادعلي ترمنځ د پرتې ساحې مرکزي ساحه چې تريخ ناور نوميږي، او د لښکرګاه له لوېديځې غاړې سره يې بغلونه نښليږي، طالبي امارت پر واکمن و چې دا هم د اتلو ځواکونو په برياليو عملياتو کې د دوئ له شره خلاص شو.

دا او دې ته نيژدې ساحې پر کومو چې طالبان حاکمان ول د ژوند لپاره هيڅ ډول اسانتياوې پکې نه وې.

ښوونځي پکې بند وو. لارې يې په ماينونو تړلې وې. په زرګونه کورنۍ ترې کډوالې وې. په کورونو کې يې طالبانو سنګرونه جوړ کړي وو. د کروندګرو مځکې شاړې او د جګړې باروت پکې بادېدل.

افغان اتلو ځواکونو د هلمند د والي جنرال ياسين خان په ځانګړې پاملرنه پر دې ساحو غښتلي عمليات وکړل، ياغيان يې يا ووژل يا يې تېښتې ته مجبور کړل. امنيتي سرتېرو به چې هره سيمه له ياغيانو ونيوله دوئ به پکې سلګونه او زرګونه ماينونه خښ کړي وو.

دوئ يواځې د باباجي د سپينې کوټې په کمربند کې شپږ زره ماينونه پټ کړي. ماينونه يې ټول د خلکو په کورنو او د لويو او فرعي لارو په اوږدو کې پټ کړي.

طالبانو د دې سيمو اوسېدونکو او مځکوالو ته په ميلونونه افغانۍ زيان رسولی دی. پاخه پلونه يې په ماينونو نړولي دي. سړکونه يې ويجاړ کړي. ښوونځي يې نړولي دي. عامه تاسيساتو يې په ماينونه لولپه کړيدي.

اوس افغان سرتېري لګيا دي پلونه، پلچکونه جوړوي، او وران شوي عامه تاسيسات بيرته رغوي. د دې ترڅنګ د امنيتي پوستو په جوړېدو بوخت دي، او غواړي هلته بيا پر بېچاره ولس توره سېلۍ او طالبي حماقت واکمن نه شي.

طالبان د خپلې پنجابۍ تقضا برعکس ورځ تر بلې په هلمند کې له ماتې سره مخامخيږي، او له کلونو کلونو راهيسې تر واک لاندې ساحې يې له شره خلاصيږي.

له کومو ساحو څخه چې د طالبانو ناولې کمبله ټوليږي، په ولس کې د خوشالۍ او هوساينې ساه اخيستل کېږي، ژوند ته يې هيلې ډېريږي او تل مدام له مطبوعاتو سره د دوئ کليو ته د افغان ځواکونو له ورتګه د خوشالۍ اظهارات وړاندې کوي. ولس تل حکومت ته عارض وي چې د طالبانو ترواک لاندې ساحې تصفيه کړي او تر حکومتي پوښښ لاندې يې راولي، خو دلته ستونزه دا ده چې افغان ځواکونه د ولسي تلفاتو د مخنيوي په خاطر ډېر په تدريج سره عمليات کوي.

بله ستونزه دا ده چې طالب ياغيانو ټولې لويې او کوچنۍ لارې په ماينونو پوښلي. دا، خو لا پرېږدئ مسجدونه، مدرسې، ښوونځي او د ولسي کورونه يې د ماينونو اډې ګرځولي دي.

چېرته چې ګام اخلئ، حتماً به د طالب له ماين سره مخامخېږئ. په هلمند کې هره ورځ د طالبانو ماينونه ولسي تلفات اړوي. طالب فکر کوي چې د ماينونو په فرشېدو سره به د عملياتي قوې مخنيوی وکړي، خو دا يې يو ډېر احمقانه فکر دی.

له افغان سرتېري سره د ماين پاکۍ مسلکي ډلې ورسره دی، ګام پر ګام په مځکه کې ښخ شوي ماينونه راباسي، او خپلو ملګرو ته د مخته تللو لارې خلاصوي.

طالبان چې په مخامخ جګړه کې يې بشپړ طاقت و ازمويه، او بيا يې هم سخته ماته وخوړه اوس يې په ښار کې پر بې وسلې وګړو د چريکي بريدونو پلان جوړ کړی، چې له نېکه مرغه دا پلان يې هم شنډ شو، او يوه ډله چرکيان تروريستان يې د ملي امنيت منسوبينو ونيول.

کله چې يې د چريکي بريدونو پلان شنډ شو، اوس يې بيا په موټرونو پوري د چسپکي ماينونو د نښلونې کمزوری کار پيل کړی چې دا پلان به يې هم ډېر ژر شنډ شي، ځکه د ملي امنيت ويښو منسوبينو تر څار لاندې نيولي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply