د ټاکنو پر ضد د طالبانو د اعلاميې په غبرګون کې

0 710

بريالی وياړ   

د اسلامي امارت په نوم د پاکستان د ګوډاګيانو بشر ضدې وسلوالې ډلې ادعا کړې چې په هېواد کې راروانې ټاکنې امريکايي پروسه ده او دوئ به يې د مخنيوي په هدف بريدونه او چاودنې وکړي. طالب جنايتکارانو په دې اړه په خپله خپره کړې مطبوعاتي اعلاميه کې ولس ته ګواښ کړی چې په دې بهير کې برخه وانخلي او رايه ورنکړي. طالبانو ويلي: هر څوک چې رايه ورکړي، يا د دې بهير د رهبرۍ چارې سمبالوي دوئ به يې په نښه کړي.

ټوله نړۍ پر دې باور لري چې ټاکنې د هېواد د حکومتي حاکميت او د ولس د کلخوايت د بنسټ جوړولو بهير دی. افغانستان هم د نورو هېوادونو په ډول د خپلې سياسي خپلواکۍ په رعايت کولو سره ځانته ولسمشريز حکومت لري چې د جمهور رئيس د ټاکلو ترڅنګ د ولسي جرګې ولايتي شورا او ټولنيزو شوراګانو استازي د ولس په رايه ټاکي.

د پنجاب په دستور روزل شوي طالبي جګړه مارانو چې د ټاکنو او دغه ډول ملي پروسو پر ضد يې تل له ګواښه ډک دريځ نيولی، او په ترويستي ډول يې مخالفت ترې کړی، نړۍ ته ورښيي چې افغانستان نه خپلواکي لري او نه څوک پکې رايه اچونه کولی شي. طالبان پوهېږي چې ټاکنې يوه داسې پروسه ده چې مشترکين يې ټول عام ولس دی. دوئ ولس ته خپل ځانونه د جنګي جنايتکارانو او وحشي ځناورو په توګه ور پېژندلي دي.

د افغانستان هر ماشوم لا پر دې پوهېدلی چې طالبي جنايتکاران هيڅ ډول مقدساتو، اسلامي ارزښتونو او ملي مشترکاتو ته درناوی نلري. دوئ چې په مسجدونو کې ځانمرګي کوي، چې پر لمانځه ولاړ خلک وژني، او چې لويې لارې ورانوي نو د ټاکنو پر ورځ له خپل وحشت، ظلم او جنايت څخه ډډه کوي؟ دوئ فکر کوي چې ولس د دوئ په ګواښونو بېريږي، او له رايې ورکولو به راوګرځي، مګر دا مليت دا ۱۵ کاله کېږي د همدغه پنجابي جګړې او طالب تر چړې لاندې دی. نه ترې بېرېدلی دی، نه ترې بېريږي.

دا د طالبانو نه اول ګواښ دی، نه يې اخر دی. دوئ تل ولس تر هدف لاندې راوستلی او د خپلې ناروا جګړې پردی توپک يې د ولس پر سينه ور سيخ کړی دی. تاسې وګورئ دا اوس دوئ وحشيانو د کابل – کندهار لويه لاره د ټرافيکو پر مخ تړلې ده. د لارې پر دواړو خواوو په زرګونه مسافر بند پاته دي، په سلګونه غټ او کوچني موټر ولاړ دي. په زابل، روزګان، هلمند او کندهار کې د خوراکي توکو بيې اسمان ته پورته شوي.

طالبان وايي: د حکومت پر مخ يې لاره تړلې، مګر تاسې وګورئ حکومت خو هغه دی، تګ راتګ کولی شي، الوتکې لري، مګر اصلي زيان همدې ولس ته رسېدلی کوم چې طالب وطنپروشه يې د سوء استفادې په توګه هر ځل يادوي او د پنجاب روانې جګړه د ولس جګړه ګڼي او دپاسه يې د جهاد نوم پر لګولی دی. دا دوې درې ورځې کېږي د کابل او جنوبي ولايتونو ترمنځ د ولس تګ راتګ پر پلې لاره بند دی. د سوداګرو مالونه د لارې په اوږدو کې بند پاته دي.

دا د پاکستان ۵۰ کلن ارمان دی چې په افغانستان کې ګډوډېشن روان وي، د ولس په خوښه حکومت جوړ نه شي، خلک يې تل دوئ ته محتاج وي، سوداګري يې فلج وي، او ښارونو يې په کنډوالو بدل وي. طالبان چې ځانونه د اسلام پتنګان ورته ښکاري او په ډېرې بې شرمۍ سره يې ځانونه د مجاهدينو په ادرس جګړې ته را وړاندې کړي د پاکستان د دغه ارمان د پوره کېدو نهايي هڅه کوي. د طالبانو ټوله جګړه د پاکستان پر ګټو او اهدافو متمرکزه ده.

طالبان د افغانستان  د پارلماني ټاکنو د ګډوډۍ بشپړ تلاښ کوي. د دې ګډوډۍ امر يې له پنجابه راوړی دی. د مطبوعاتو پر مخ هم د طالبانو او پاکستان خبره يوه ده. طالبان هم وايي: پاکستان په جګړه کې نه دی ورسره دا هرڅه په حکومت کې د فساد له امله پېښيږي، او پاکستان هم پر دې نظر دی، مګر ها خواته وګورئ چې د دې جګړه دفاتر ټول په پاکستان کې خلاص دي، او ټول هېوادوال ترې خبر دي.

طالبان په افغانستان کې د دوو اهدافو لپاره جنګېږي. يو يې د اسلام سپکاوی، بل يې د هېواد تباهي ده. تاسې پوهېږئ پاکستان د انګرېز له لوري جوړ شوی، او انګرېز چې دلته يې درې واره ماته خوړلې، دا وار يې د اسلام په نوم دغسې جنايتکاره ډله رامنځته کړې چې اسلام بدنام کړي. دا ډله د پاکستان پر لاس ملاتړېږي، او د جګړې مواد يې له هماغه ځايه ورته برابريږي. بل پلو د هېواد د تباهۍ مسئله ده چې دا د پاکستان ارمان نه بلکې، تر ټولو ستر هدف يې دی.

طالبان دې ملي بهير ته امريکايي پروسه وايي چې مطلق د افغانانو په سرنوشت پوري تړلی، مګر خپله ناروا جګړه چې د پنجاب په امر يې پيل کړې، ټول وطن يې پکې تباه کړ د جهاد په توګه پر موږ تپي. اول، خو ټاکنې په افغانستان کې کېږي، او په امريکا پوري هيڅ اړه نلري. دلته امريکايان نه بلکې افغانان رايه ورکوي، او ځانانونه د خلکو استازي ټاکي. دويم دا چې طالبان دې خپل جنايت، وحشت او قتل عام ته ولې دا خپلې مړې او شرمېدلې سترګې نه ور اړوي چې هره ورځ يې چاودنې بېګناه افغانان وژني.

طالبان د دغو دو اساسي اهدافو لپاره جنګېږي. فرعي موخې او په ټيټه کچه په جګړه کې ترلاسه کېدونکې ګټه، خو هاخواته پرېږدئ چې پاکستان او طالبان يې په خېټه ماړه کړيدي. ولس بايد د خپل اسلامي او افغاني غيرت له مخې د طالبانو پر دغه ډول شرمونکو ګواښونو بېره احساس نکړي، او په ډېرې سر لوړۍ سره په دې ملي بهيرکې ونډه واخلي. افغان امنيتي ځواکونه د تل په څېر د دې ملي بهير امنيت ساتي، اوخلکو ته بلنه ورکوي چې په پوره ډاډ سره د ټاکنو پر ورځ راووزي او خپل سرنوشت په خپله وټاکي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply