پر ډاکتر نجیب الله مينان: د خلقیانو او اخوانیانو زامن
ډاکتر نجیب الله د شوروي په لاس د جوړ شوي نظام وروستی مشر و. سره له دې چې له لومړۍ ورځې د ببرک کارمل په فکري مکتب پرچم کې د هیواد، هیوادوالو او په ځانګړي ډول خپل پښتون قام خلاف ولاړ و، خو اوس د ځینې ناخبره پښتنو ځوانانو په ذهن کې اتل شوی…