د امریکا پلان شوې لوبه او دولسمشر اشرف غني ورته تیاری

جمیل افغان

0 2,953

یوویشتمه ۲۱مه پيړۍ کې نه يوازې د امريکا متحدو ايالتو بهرنی سياست، مرستې، همکارۍ او ملاتړ بلکې د نړۍ د ډېری سترو هېوادونو دغه ډول کړنې د شکیو په سترګه بايد وکتل شي. د نړيوال اړيکو برخه کې شنونکی هانس مورګنتا ليکلي چې د نړۍ هېڅ هېواد ته د خپلو ملي ګټو په پرتله بل څه د ارزښت وړ نه دي. نو د نړۍ هېوادونه چې له بل هېواد سره هر ډول تعامل کوي او اړيکو ته دننه کيږي نو لومړۍ موخه يې خپلې ملي ګټې وي چې ډېری وخت يې له غېر مستقيمې لارې تر لاسه کوي.

امريکا له نېږدې ۱۸ کاله جګړې وروسته طالبانو سره سولې ته تياره شوه او په ورته وخت کې يې د تېرو اتلسو کالونو ملګري لکه ډاکټر عبدالله عبدالله، ولسمشر محمد اشرف غني او نور شاته کړې دي. امريکا نه يوازې دغه سیاسيونو سره مينه کمه کړې ده بلکې په افغانستان کې خپل پيل کړی سياست نورو لوبغاړو ته په لاس ورکوي او د لوبې بڼه بدلوي.

د افغانستان اوسنی ټاکنيز جنجال تر شا ډېرې خبرې لري. متحدو ايالتو په تېرو اتلسو کالونو کې په کم وخت او ښه ډول سره د افغانستان دننه سياسي کړکېچونه حل کړي او ډېر تمرکز يې په پوځي ستونزو کړی وو. د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ ټاکنيز کړکېچ په اړه لومړيو کې د امريکا متحدو ايالتو چوپتيا، ورپسې د زلمي خليلزاد بې پايلې هڅې او بيا د مايک پمپيو بې نتجې سفر هغه څه دي، چې د متحدو ايالتو سياسي لوبې يو بل ډول ښکاره کوي.

ښايي پلان داسې وي، چې متحد ايالت له طالبانو سره د سولې هوکړې پر اساس چې د ۱۴ مياشتو دننه پيلې کيږي، د اوس په څېر يو کړکېچن سياسي وضعيت ته اړتيا ولري. د ټاکنو پايلو سره نېږدې وخت کې د سولې هوکړه ليک لاسليک يو خپلسرې او طعبيي مساله نه ده بلکې له وړاندې پلان شوې او طرحه شوې لوبه ده.

که چېرې د ټاکنو اوسنی کړکېچ حل شي نو ولسمشر غني به د پنځو کالونو لپاره د افغانستان د ټاکل شوې (منتخب) ولسمشر په توګه واک کې پاتې شي او شونتيا شته چې بيا د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې شوې شرطونه سره ټکر شي او يو بل ته پاتې راشي. متحد ايالت هڅه کوي چې د ۱۴ مياشتو وروسته د اوسني حکومت عمر هم پای ته وروسوي.

د ولسمشر غني په مشرۍ پنځه کلن حکومت به افغانستان کې د امريکا سياسي اغېز کم کړي او دغه وخت به افغان حکومت په خپلواک ډول له طالبانو سره خبرې کوي چې د امريکا ګټې په کې منفي اغېزمنې کيږي.

د امريکا هڅه دا ده چې ډاکټر عبدالله عبدالله سياسي کړکېچ ته وهڅوي او ولسمشر غني ته خڼدونه رامنځ ته کړي. داسې يوه فضا کې به د حکومت عمر ۱۴ مياشتې شي او پايله کې به يې طالبان سره د امريکا هغه ژمنې چې ښايي د نظام بدلون وي او د سولې تړون په دوه پټو عنصرو کې لېکل شوې وې، عملي شي.

له تېر څه وخت راهيسې د ولسمشر محمد اشرف غني دريځ د امريکا پر وړاندې بدلون کړی دی. ولسمشر غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ډول احساساتي دريځ نه لري چې د امريکا هوايي بمبارونه، بريدونه، د امريکا سياست او نور وغاندي، بلکې محمد اشرف غني له امريکا سره هغه ډول سياسي لوبه کوي کومه چې امريکا يې له افغانستان سره کوي. د ولسمشر محمد اشرف غني سياسي لوبه د افغانستان پر ملي ګټو ولاړه ده او له امريکا سره يې په سياسي لارو وړاندي وړي.

ولسمشر غني د زلمي خليلزاد فشارونو اغېزمن نه کړ، د ولسمشر په توګه د ولسمشر ټرمپ د مبارکۍ د (نه) پيغام په غوسه نه کړ او د مايک پمپيو له خوا د (نه) همکارۍ او مالي مرستو ګواښ ته يې سينه ستره کړه.

غني د امريکا له لوبې خبر دی، عبدالله عبدالله يې مطالعه کړی دی او طالبانو سره د سولې کلکه اراده لري. خو دا ټول په داسې ډول کوي چې له امريکا سره يې اړيکې بايد ډېرې کړکېچنې نه شي، د عبدالله عبدالله پر وړاندې پوځي اقدام نه کوي چې د کورنۍ جګړې شونتيا په کې شته او له طالبانو سره هم داسې سوله کوي چې يو اړخ دی يانې افغان حکومت او بل اړخ طالبان يانې د اسلامي امارت وي او ترمنځ به يې بهرني هېوادونه پرته له نامشروع ګټې تش لاس پاتې کيږي.

د امريکا اقتصادي او سياسي فشارونه بايد مثبت ونېول شي. مثبت په دې مفهوم چې ولسمشر غني له امريکا سره په هغه څه هوکړه نه کوي چې يوازې د امريکا د ګټو ښکارندوي کوي، بلکې په هغه مسايلو ورسره هوکړه او يا مخالفت کوي چې د افغانستان ملي ګټې په کې نغښتې وي.
اللهﷻدې په افغانستان سراسري سوله راولي
انشاءالله هرڅه به سمیږی خو چه دولسمشر تر شاه لکه دسپر ودریږو ژوندې دې وي افغانستان تل دې وي افغانستان
دافغانستان دثبات په هیله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply