پر ډاکتر نجیب الله مينان: د خلقیانو او اخوانیانو زامن

جمیل افغان

0 565

ډاکتر نجیب الله د شوروي په لاس د جوړ شوي نظام وروستی مشر و. سره له دې چې له لومړۍ ورځې د ببرک کارمل په فکري مکتب پرچم کې د هیواد، هیوادوالو او په ځانګړي ډول خپل پښتون قام خلاف ولاړ و، خو اوس د ځینې ناخبره پښتنو ځوانانو په ذهن کې اتل شوی دی. داکتر نجیب الله په درې دلیلونو د پښتنو ځوانوانو په منځ کې محبوب شو:

1)      له محاکمې پرته د طالبانو لخوا د هغه اعدام

2)      تر هغې وروسته د نظار شورا د شر و فساد حکومت بدې کړنې

3)      تر امریکايي یرغل وروسته د پښتنو بې سرنوشتي او د یو رهبر او اتل نه لرل.

که د پښتنو پرچمیانو زامن د حقارت د عقدې له امله ډاکتر نجیب الله خپل اتل ګڼي، ملامت نه دي؛ د دوی پلرونو د ډاکتر نجیب الله په شان خپل سنګر غلط کړی او د اقلیتونو سنګر «پرچم» ته  تللي وو، خو د خلقیانو او اخوانیانو زامنو ته یو څو یادونې ضرور دي چې و يې لولي او د نجیب الله په اتل ګڼلو بیا له سره فکر وکړي.

 

لومړی. د خلقیانو زامنو ته:

1)      کله چې ستاسو پلرونو د خلق دموکراتيک ګوند جوړ کړ، کارمل روسانو ولمساوه چې خپله لاره ترې بېله کړي، ځکه خلقیان روسانو ته سوچه کمونیستان نه ښکاریدل، بلکې قبیلوي پښتانه يې ګڼل چې یوازې د يوې مرحلې لپاره باید ترې استفاده وشي. د کي جي  بي وفادار غړي له کارمل سره ولاړل. ډاکتر نجیب الله هم په دغه ډله کې و.

2)      کله چې ستاسو پلرونو د ثور کودتا/ بدلون یا انقلاب وکړ، کارمل او د نجیب الله په ګډون نورو پرچمي مشرانو د هغه پر ضد ډېر ژر  د کودتا پلان جوړ کړ. کودتا امين شنډه کړه؛ خو کارمل، نجیب الله او نور پرچمیان یې د روسانو له وېرې و نه وژل او سفیران يې کړل. پرچمیانو په خپلو اعترافاتو کې د دغې کودتا مقصد  دا اعلان کړ چې خلقیان د سوسیاليزم په راوستو کې ځنډ کوي او باید چپه شوي وای چې ژر تر ژره افغانستان سوسیالستي هیواد اعلان شي.

3)      د ډاکتر نجیب الله په شمول دغو پرچمي مشرانو بیا سفارتونه چې د افغانستان ملي شتمني ده چور کړل او د شوروي تر حمایت لاندې فراریان شول. دوی به هره ورځ جعلي اسناد جوړول او خپل بادار اندروپوف ته (چې دغه مهال د کي جي بي مشر و)، یې د لیکونو سره مل لیږل چې خلقیان قبیلوي پښتانه دي، سوسیالیزم نه راولي او روسان دوکه کوي چې صرف نظامي او مالي مرستې ورسره وکړي او بیا د دغو مرستو په زور یو پیاوړی افغانستان جوړ او بیا پښتونستان هم ونیسي.

4)      تر دغو شیطانتونو وروسته روسانو د افغانستان د اشغال پلان راچټک کړ او نجیب الله د کارمل سره يوځای په شوروي ټانکونو سپور افغانستان ته د یرغلګرو د یوه عسکر په توګه راغی او له شورویانو سره یې د ګران افغانستان په اشغال او د خلقیانو د واک په ړنګولو کې برخه واخسته. نجیب الله د خاد رييس شو: هره شپه به يې ۵۰ افغانان اعدامول چې زیاتره به پکې دوه درې تنه خلقیان هم وو چې د امینیانو نوم به يې پرې اېښوده.

5)      کله چې ګورباچاوف او شوروي مشران پوه شول چې د افغانستان اشغال ته دوام نشي ورکولی نو د خپلو پوځونو د ايستلو پرېکړه يې وکړه او نجیب الله يې د افغان حکومت مشر وټاکه. پرچمیانو د ده پر ضد سختې مظاهرې وکړې، دی يې د ګلابزوی شېدې ورکوونکې غوا وبلله او د ده د مرګ ګواښ يې وکړ، خو ستاسو پلرونو خلقیانو د پښتونولۍ په خاطر د ده دفاع وکړه؛ ګلابزوی، وطنجار، تڼی او نظرمحمد به ورسره سم روان وو او نجیب الله به يې له پرچمیانو ساته.

6)      خو ډاکټر نجیب الله ستاسو په پلرونو باور و نه کړ او ملیشه جوړولو او د پرچمیانو واک زیاتولو ته یې زور ورکړ. اردو يې کمزوري او د فرعي مليشه يي لښکرو تقویه کولو ته يې دوام ورکړ. کله چې ورته ستاسو پلرونو (خلقیانو) وویل چې اردو مه کمزورې کوه چې د نظام د سقوط باعث کيږي، نو پر ټني او خلقیانو يې کودتا وکړه او د روسانو د هدایت سره سم یې په دې بهانه له اردو ټول تکړه پښتانه وشړل.

7)      ستاسو د اتل ډاکتر نجیب الله خادستانو به ستاسو پلرونه هغه وخت له روسانو سره یو ځای له شا څخه ویشتل چې له خپلو وروڼو پښتنو مجاهدینو سره به په ګرمه جګړه کې وو.

8)      ستاسو به په یاد نه وي خو که پلرونه مو ژوندي وي ترې وپوښتئ؛ نجیب الله هغه کندې نه ډکولې چې ستاسو پر ملګري تڼي د نجیب الله د کودتا پر مهال ستاسو خلقي پيلوټانو پلرونو د بمونو له امله د کابل په پښتونستان چوک کې جوړې شوي وې. نجیب الله ويل، چې په دغو کندو کې خلقیان خښوي، خو د حکمتیار د اخطار له امله وو چې له خپله دغه تصمیم څخه تېر شو. حکمتیار ورته احوال ورکړی و چې که یو خلقي دې په کندو کې خښ کړ، هغه به یو روسی په همدغسې کنده کې خښ کړي. او نجیب الله د روسانو د ژوند د اهمیت په خاطر ستاسو پلرونه په کندو کې خښ نه کړل او هغه وخت له زندانه خوشې شول چې د ده حکومت چور شو.

9)      داکتر نجیب الله د لويې پکتیا جرګه بې عزته رخصت کړې او ورته ويلي وو: « پکتیا ته څه کوې، دوستم ما ته د غوښو دېوال جوړ کړی دی او ساتي مې خو تاسو را باندې کودتا کوئ.». په داسې حال کې چې کودتا ده کړې وه. داکتر صاحب به اکثره اقلیتونو ته ویل (مه د اندرابی تولد شده ام، مه از شماستم).

10)   تاسې چې همدا اوس هم دربدره یاست او پلرونو مو ښه ورځ و نه لیده، ټوله له مجاهدینو نه ده. ستاسو د پلرونو حکومت خو شوروي اتحاد ړنګ کړی وو چې ۸۰ ٪ په کې د پرچم او تر ټولو مهم د کارمل او ستاسو د اتل نجیب الله لاس و.

 

دویم. د اخوانیانو زامنو ته:

1)      ډاکتر نجیب الله هره شپه ستاسو له پلرونو پنځوس تنه اعدامول. کله به په خپله پليګون ته تلو او کله به يې کریم شادان لېږه. حتی دومره سرسخت او قاطع و، چې یو ځل یو کس چې د مرګ نوبت يې و، تښتېدلی و، نو سهار چې خبر شو د پاتې ۴۹ وژل شوو مړي یې را و ايستل، په خپله يې وکتل چې معلومه کړي، رښتیا هماغه کس تښتيدلی دی او که نه؟ ده حتی د تښتیدلي شخص د ترور لپاره خادستان موظف کړل.

2)      نجیب الله په زرګونو داسې محصلين اعدام کړي دي چې یوه عادي انتقادي خبره يې د دوی د حکومت پر ضد کړې ده، یا ملي بس ته په لین کې نه دي دریدلي، یا یې ږیره وه او لمونځ یې کاوه.

3)      داکتر نجیب الله به ستاسو پلرونه تر هغه وروسته وژل چې سخت ترینې شکنجې به یې ورکولې او دوی به مقاومت کاوه: د نوکانو او غاښونو ایستل، بې خوبي، له مرۍ نیول او ساه یې بندول، یخو واورو کې ترسهاره ودرول، برق ته ورکول…..

4)      نجیب الله په هرات کې ستاسو پلرونه په داسې حال کې وژلي دي، چې اسیر شوي او یا تسلیم شوي وو او د شوروي پوځونو لوی قوماندان ورته عفوه اعلان کړې وه. خو نجیب دلته تر روسانو هم ستاسو پر پلرونو زیات بې رحمه وو. ستاسو ځینې څو میاشتني او څو کلن پاتې شوي یاست او ټول غم او تکلیف مو میندو ګاللی دی. له هغو یو ځل پوښتنه وکړئ.

5)      نجیب الله د هغو افغانو نجونو او د دوی د مور او پلار قاتلو روسي عسکرو د اعدام مخالفت کړی و چې په دغه افغانه کورنۍ يې تجاوز کړی و، وژلي یې وو او بيا یې سوځولي وو. نجیب الله روسي جنرالانو ته ويلي وو: روسي ملګري مه اعداموئ، دا کار اشراراو د روسي ملګرو د بدنامولو لپاره کړی دی. خو روسي جنرال ورته ویلي و چې نه! ما ثبوت پیدا کړی دی، زما عسکرو دغه جنایت کړی دی او دا چې افغانان ناموس ته ډېر اهمیت ورکوي زه باید دا کار وکړم.

6)      ډاکتر نجیب الله چې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه اخیستې وه، هم د افغانانو او خصوصا ستاسو د پلرونو په وژلو پښېمانه نه و او یو بهرني ته یې ويلي وو، نه! په هېڅ صورت پښېمانه نه یم، دغه تاریکترين عناصر باید وژل شوي وای او ما باید تر  دې هم زیات وژلي وای.

7)      نجیب الله به په ښکاره ویل چې حکمتیار راڅخه کابل ته نه شي راتلی. واک مسعود ته ورکوم چې نور مجاهدین هم که غواړي ورسره داخل شي خو حکمتیار باید بیرون پاتې شي. که هغه بیرون وي، بیا د ده له لاسه حکومت نه شي کولی. خپل یوه ګوندي ملګري یې ورته ویلي وو چې داکتر صاحب معلومیږي چې موږ پخپله د نظام پاشلو ته زمینه برابروو؟

8)      نجیب الله د اقلیتونو ملیشې د دې لپاره تقویه کولې چې ستاسو پلرونه هم د فکري تعصب او هم د قومي تعصب له مخې بې رحمانه ووژني.

9)      کله چې به ستاسو په پلرونو روسانو او د نجیب الله پوځونو او ملیشو له هوا او ځمکې عملیات کول، مسعود ته به یې خبر ورکړ چې موږ یوه لار پریښې چې اخوانیان پرې وتښتي، تاسو ورته کمین ونیسئ چې کله عقب نشیني کوي ویې ولئ. مسعود چې هم ستاسو پلرونه وژلي دي، د نجیب الله په مشرۍ د خاد په مرسته یې وژلي دي.

10)   ډاکتر نجیب الله د مسکو ښار د ستاینې ترانې په روسي ژبه ویلې، روسي قاتلو عسکرو ته یې تر ماتې وروسته د ګلونو امیلونه اچول خو ستاسو سیمې (لویه پکتیا، لویی ننګرهار او لوی کندهار) یې په سکاډ، لونا، اورګانو او هوایي بمباریو تر وروستۍ ورځې بمباراوه.

نورې کېسې به بل وخت ته پرېږدو، خو یوازې دومره وایم:

د خلقیانو او اخوانیانو محترمو زامنو! د ځانونو لپاره بل اتل پیدا کړئ؛ نجیب الله ستاسو اتل نه، بلکل ستاسو د پلرونو قاتل دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply