Browsing Tag

دولت وزیري

د مینې حکمت

رحمان بابا وايي: څه حکمت د یار په مینه کې رب کېښود چې عاشق لره هم درد او هم دوا شوه د ژوند يو تعریف له مشکلاتو سره مبارزه ده. څوک چې دغه مبارزه په ښه شکل تر سره او له مشکلاتو څخه د وتلو له پاره په بریالۍ توګه هلې ځلې وکړي، دا ډول خلک په…

د دولت مفهوم

دولت د شتمنۍ، بخت، واکمنۍ او د ځینو کسانو له خوا د هیواد په مفهوم هم معنا شوی دی. په سیاست کې دولت د یوه هیواد د سیاسي نظام شکل او ډول ته وايې. که څه هم د دولت په هکله ډول ډول نظریات ورکړل شوي دي او هر چا د خپل ذهن او پوهې له مخې تعریف ور…

کره خبرې

خدای تعالی انسان نړۍ ته سپېڅلی راوستی دی. وروسته په انسان پورې اړه لري، چې خپل ځان پاک، سپېڅلی، له شر او ګناهونو څخه لیرې ساتي او که په ناولتوب، شر او فساد کې ژوند کوي.  له پاکۍ څخه موخه له ګناهونو او له فساد څخه ځان ساتل او تل د لوی خدای…

!سیاست

لوی خدای «ج» دنیا داسې جوړه کړې ده، چې هېڅ شی، هېڅ کار او عمل بې له کومې موخې نه دي را منځ ته شوي. که د انسانانو پوهې ښه وده کړې وي کولای شي چې خپلې موخې په ښه توګه تر لاسه کړي، که نه نو د هغې کښتۍ په څېر به تل سرګردانه وي چې بې له قطب نما…

سوکاله کورنۍ

کورنۍ هغه وخت سوکاله وي چې په سوکاله ټولنه کې يې شپې وي. دا هم څرګنده ده چې د کورنیو له یوځای کېدلو څخه ټولنې را منځته کېږي. که ټولنه له متمدنو، سوکاله او په خپلو پښو ولاړو کورنیو څخه جوړه شوې وي، بې له شکه به متمدنه او سوکاله وي. په تېرو…

حرکت، اراده او ټينګ هوډ د بریا لاره ده

څرنګه چې انسان یو متحرک، ناطق، د عقل او فکر خاوند ژوندیساری دی، نو ځکه د دوی ټول ژوند د دوو متحرکو ځواکونو په کنټرول کې وي. لومړی هغه ځواک دی چې انسان مخې ته کشوي او خپلو موخو ته يې رسوي، دویم هغه ځواک دی چې نه پرېږدي انسان مخې ته حرکت وکړي…

افغانستان ته د سیاسي څېرو بېرته راتګ

افغانستان ته د سیاسي څېرو د بېرته راتګ په دوام د افغان پوځ پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري هم هېواد ته راستون شو.  سرچينې وايي،  نوموړي ته د افغاني شخصیتونو سره د تماس کمیسیون د استازو له لوري په هوايي ډګر کې ښه راغلاست ویل شوی دی.…

عمران خان او پاکستان

انګرېزانو داسې نه انګېرله چې دوی به له هند څخه وتلو ته اړ شي. دوی په هېڅ صورت دې ته چمتو نه وو چې دغه ستراتیژیکه سیمه له لاسه ورکړي. خو په دویمه نړیواله جګړه کې انګرېزانو ته ډېر زیان ورسېده. دوی اړ شول هندوستان ته له جګړې وروسته د خپلواکۍ…

له بریا وروسته

په نړي کې تعامل دا دی چې د یرغلګرو د ماتولو وروسته د هر هیواد خلک د هیواد جوړولو ته ملا تړي او په ګډه خپل هیواد ودانوي. بیلګې يې ډیرې زیاتې دي. ویتنامیانو د امریکایانو له ماتې وروسته د خپل هیواد په ودانولو پیل وکړ. د دویمې نړیوالې جګړې…

«د افغانستان د جهاد داستان»

د کرنیل امام په هکله کتاب« د افغانستان د جهاد داستان » ډیر څه د ویلو او پوهيدلو لپاره لري. خو زه وایم، عیان ته د بیان اړتیا نشته، ځکه چې دا ټولې پيښې تر اوسه تاریخې شوي نه دي، بلکې تر اوسه جارې پیښې دي. لوبوونکي او لوبيدونکي يې څه نا څه…