کره خبرې

دولت وزیري

393

خدای تعالی انسان نړۍ ته سپېڅلی راوستی دی. وروسته په انسان پورې اړه لري، چې خپل ځان پاک، سپېڅلی، له شر او ګناهونو څخه لیرې ساتي او که په ناولتوب، شر او فساد کې ژوند کوي.

 له پاکۍ څخه موخه له ګناهونو او له فساد څخه ځان ساتل او تل د لوی خدای ج د اوامرو،‏ چې په نېکو امر دی پیروي کول دي.

که کله هم انسان خپله ژبه، فکر او جسم له ګناهونو لیرې وساته معنا دا چې هغه انسان ځان پاک او د لوی خدای ج په اوامرو برابر کړی دی.که د انسان خبرې، ذهن، خیال او کړنې پاکې وي، هغه انسان ته د لوی خدای په اوامرو برابر انسان ويلای شو‏.

همدغه څیزونه دي، چې له امله يې په ټولنه کې د انسان ځای او شخصیت ټاکل کېږي. که د انسان خبرې، خیالونه، او کړنې سره توپير ولري، هغه انسان په ټولنه کې د ناوړه شخص په توګه پېژندل کېږي او خلک ورته د غوره شخصيت په سترګه نه ګوري.

يو څه چې ډېر اړین دي هغه هم د زړه پاکي ده.‏ که انسان خپل زړه روښانه او پاک وساتي، معنا داچې هغه د خپل نفس په مقابل کی جهاد او مبارزې کړې ده او په خپل زړه کې يې د شیطان کور ړنګ کړی دی.

شیطان په تياره او چټلو زړونو کې اوسېږي او په هغو زړونو کې يې کور وي، چې هغه له شيطاني او نفساني خواهشاتو ډک وي. لکه څرنګه چې انسان د مېوو او ځينو بوټو په واسطه روغتيا حاصلوي، په همدې شکل د انسان روغ روح، پاک خيالات او رڼا زړه هم غذا ته اړتيا لري. هغه غذا له فساد، شر او له ګناهونو څخه د زړه،  روح او خیالاتو پاک ساتل دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.