د مینې حکمت

جنرال دولت وزیري

300

رحمان بابا وايي:

څه حکمت د یار په مینه کې رب کېښود

چې عاشق لره هم درد او هم دوا شوه

د ژوند يو تعریف له مشکلاتو سره مبارزه ده. څوک چې دغه مبارزه په ښه شکل تر سره او له مشکلاتو څخه د وتلو له پاره په بریالۍ توګه هلې ځلې وکړي، دا ډول خلک په ژوند کې بریالي خلک بلل کېږي. دوی نورو ته هم یوه بېلګه وي.

ځينې کسان بيا له مشکلاتو سره د مبارزې پر ځای له ځانونو څخه ژړاند جوړوي، هرې پېښې ته که ښه وي او که ناوړه د غم په سترګه ګوري، زړه ورته خوري، له ژوند څخه بېزاره او د جنون تر سرحده رسېږي.

دا سمه ده چې له اړو خلکو سره خواخوږي د نېکو انسانانو کار دی او نېک خلک «پردی غم د کلي اختر» نه ګڼي او په مقابل کې يې کاملا بې تفاوته نه وي. خو خواخوږي او له ځانه ژړاند جوړول سره فرق لري.

ټول انسانان که وغواړي د ځان له پاره داسې چاپېریال جوړولای شي چې اساس يې په مينه کېښودل شوی وي. کله چې انسانانو او انسانيت سره مینې کولو ته په زړه کې ځای ورکړل شي، په دغه صورت کې د انسان ټول ژوند له خلکو سره د خواخوږۍ په مانا وي. کله چې له خلکو سره مینه ښیئ دا مینه د نورې مینې د څرګندېدو سبب کېږي. ځینې کسان په دې نه پوهېږي چې څرنګه او په کوم وخت کې له چا سره خواخوږي او مینه وکړي.

 له بده مرغه زموږ په چاپېريال کې په ډېر شمیر خلک له مينې کولو څخه غلط تعبير کوي، دا ډول خلک مينه یوازې عشق او هوس ته وايي، مګر دوی له دې بې خبره دي چې د خدای «ج» ټولو مخلوقاتو ته په ښه سترګه کتل او ور سره پر ځای خواخوږي مینې ته وايي. د خلکو لاسنیوی هم مینه ده، کرکه نه کول، انسانیت او هر ډول خواخوږي مینه ده.

د خپل پلار، مور، هېواد، سولې، علم، هنر، هېوادوالو او نور د خدای مخلوقاتو سره په ښه، سولې او خواخوږۍ په چاپېریال کې ژوند کول حفیقی مينه ده. څه ښه وايي: «مينه ورکړه چی مینه درکړي.»

که دې د خلکو قدر، عزت وکړ او ارزښت دې ورکړ، په سپکه سترګه دې ورته ونه کتل، ښکاره ده چې هغوی به ستا قدر او عزت کوي، تل به ارزښت درکوي او هيڅکله به په سپکه سترګه درته نه ګوري. همدغې ته له خلکو سره مینه وايي. پر دې سربېره له نورو څخه د مرستې په صورت کې مننه کول، له نورو سره خواخوږي او مرسته کول بې له مينې بل څه نه دي.

غوره متل دی چې وايي:« ښه وکړه په سیند کې يې واچوه.» له اړو کسانو سره بې له کومې تمې او بدل د مینې بل نوم دی. که مو بې له کومې تمې له چا سره مرسته وکړه، په یاد ولرئ چې په مستقيمه يا غیرمستقیمه توګه به له تاسو سره مرسته وشي.

که خلک په دې باوری شول چې تاسو د هغوی ښېګڼه غواړئ، د کوم شي تمه ترې نه لرئ، د بدل په فکر کې نه یاست او د زړه له صدقه ورسره مرسته کوي، تاسو له هغوی سره مینه کوئ، بې له شکه هغوی به تاسو سره مينه کوي او تاسو ته به ستر ارزښت درکوي.

د ځينو کسانو یوازې د مال او دولت ټولول موخه وي او له معنوياتو زیات ماديانو ته اهمیت ورکوي، دا ډول خلک په هیڅ وخت کې د خلکو زړونه لاس ته نه شي راوړلای او نه به ور سره څوک حقیقي مینه وکړي.

د ښو په بدل کې هر څوک کولای شي چې ښه وکړي خو ښه خلک هغه دي چې د یو چا د بدیو په مقابل کې ښه وکړي او تل مننه په خوله جارې وساتي.

ځينې کسان تل ځان یوازې ګڼي او په وېره کې وي. داسې کسانو ته ډېره اړينه ده چې په ځان او خپل ژوند کې بدلون راولي او هر څه سره په مينه برخورد وکړي. په یاد مو وي چې د موټر، کور، دندې او ملګرو په بدلېدو سره بدلون نه راځي، بلکې بدلون مثبت لوري ته د فکر او لرليد بدلون ته وايي.

د مثبت او منفي فکره کسانو تر منځ ډېر تفاوت وي. د مثبت فکر خاوندان تل وايي، مينه کوم، پام کوم، مرسته کوم، مننه کوم، ژوند مې ښه دی او نور. خو د منفي فکر خاوندان بيا وايي، ستړی یم، وېرېږم، کمزوری یم، اړتیا لرم او نور.

له منفي لوري څخه مثبت لوري ته بدلون وخت ته اړتيا لري، بېځايه په چا پورې د ځان تړل، غوسه، وېره، او غم له بدلون سره مرسته نه شي کولای. مثبت لوري ته بدلون هغه وخت چټک کېږي چې د ژوند هره ورځ د خپل ژوند وروستۍ ورځ وبولئ او په ټول اخلاص کوم کار چې کوئ تر سره يې کړئ، په خپلو مثبتو اصولو ثابت قدمه اوسئ، هغه اصول مو چې ټاکلي وي تل يې د لا پیاوړتيا له پاره کار وکړئ، په خپله خبره ودرېږئ، که داسې مو وکړل مانا دا چې تاسو مينه کوئ او په ژوند کې به د بریالیو کسانو په ډله کې یاست. له نورو سره مینه کول د ستر انسانانو ځانګړنه ده، هغه کسان چې کرکه کوي، ډېر واړه کسان دي.

پايله، که مو زړه وي او که نه وي ژوند د اوبو په څېر روان دی. یوازې په تاسو پورې اړه لري چې د تللو لاره او استقامت ورته وښیاست. دا کار نورو سره په مینه کولو، نورو ته ارزښت ورکولو او له نورو سره بې له تمې مرسته کولو په صورت کې کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.