د دولت مفهوم

دولت وزیري

191

دولت د شتمنۍ، بخت، واکمنۍ او د ځینو کسانو له خوا د هیواد په مفهوم هم معنا شوی دی. په سیاست کې دولت د یوه هیواد د سیاسي نظام شکل او ډول ته وايې.

که څه هم د دولت په هکله ډول ډول نظریات ورکړل شوي دي او هر چا د خپل ذهن او پوهې له مخې تعریف ور کړی دی. خو د «مک آیور» تعریف نسبتا منلی شوی تعریف دی چې وايې:«دولت د قانون پر بنسټ یوه لویه ټولنه ده چې د یوه ځواکمن حکومت په لرلو سره په یوه ټاکلي قلمرو کې خپل نظم ساتي او خپلواک وي.»( ۱ )
او یا دولت د خلکو له هغې مجموعې څخه عبارت دی چې په سیاسي توګه په یوه معلومه جغرافیوي محدوده کې تنظیم شوی وي او یو ځانګړی حکومت ولري. اړینه ده چې حکومت يې له دومره توانايي څخه برخمن وي، چې خپل وضع شوي قوانین په خلکو عملي کړلاي شي.

د دولت بله ځانګړتیا هغه عناصر دي، چې د هغې له مخې يې دولت بللی شو او هغه عبارت له نفوسو، يوې ټاکلې سیمې، واکمنۍ او حکومت څخه دي.

د دولت د پیل نیټې په هکله هم تر اوسه کره شواهد وجود نه لري او په هکله يې د څیړونکو له خوا کومه ګډه پریکړه هم نه ده شوې. خو که د تاریخ پاڼې واړوو، وبه ګورو چې لومړی د اواره او ځانځاني ژوند پر ځای کورنۍ را منځ ته شوي. وروسته د کورنیو د یو ځای کیدو په پایله کې ټولنې جوړې شوي او د ټولنو د یوځای کیدو په نتیجه کې ښارونه را منځ ته شول. همغه و چې په پخواني یونان کې به يې هر ښار ته د «پولس» یا ښاري دولت نوم کاروو.

وروسته د پنځلسمې میلادي پیرۍ په روستیو کې دولت په اوسني مفهوم د زورورو جنګیالیو له خوا وکارول شو، چې د امپراتورانو او شاهانو په راتګ سره يې نوی رنګ واخیست.

د دولت د را منځ ته کیدو په هکله هم ډول ډول نظریې ور کړل شوي دي. ځینې دولت یوه الهي سرچینه ګڼي او وايې چې سیاسي واک د خدای ج له لورې ورکول کېږي، واکمني يې مطلقه له خدای ج پرته بل چاته مسوولیت نلري. په همدې توګه دوی واکمني د دولت مترادفه کلمه ګڼي.

بله نظریه په کمزورو باندې د زورورو واکمنۍ ته وايې. په تیرو وختونو کې به زورورو په کمزورو یرغل کاوه او هغوی به يې د خپل واکمنۍ لاندې راوستل. دوی به د اداره کولو لپاره یو بنسټ جوړاوه، چې هغه بنسټ ته اوس دولت وايې.

دریمه نظریه “طبیعي نظریه” ده، چې د دې نظريې پر اساس دولت د خلکو یو طبیعي غوښتنه ګڼل شوې ده، چې واکمنې کول او واکمنې منل يې په خټه کې اغږل شوي دي.

د یوه هیواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره غښتلي او عادل دولت یا نظام ته اړتیا لري او حکومت بیا د یوه دولت د اساسي عناصرو څخه یو مهم عنصر بلل کیږي. خو ځینې کسان بیا د دولت او حکومت تر منځ فرق نه شي کولای. دولت ته حکومت وايې. حال دا چې حکومت د دولت د هغې برخې څخه عبارت ده چې درې اساسي برخې لري چې عبارت دي له اجرائيه قوا( کابینه د جمهور رۍیس او یا صدراعظم سره ), قضائیه قوا( ستره محکمه او ور پورې تړلې ادارې ) او مقننه قوا ( پارلمان ) څخه عبارت دي. په اوسنۍ نړۍ کې مطبوعاتو ته هم د خپل اهمیت له مخې د حکومت د څلورمې قوا په سترګه کتل کیږي، چې له وزیر څخه رزیل او له رزیل څخه وزیر جوړولای شي.

څرنګه چې د یوه هیواد مهم عناصر دولت، خلک، ټاکلی قلمرو، خپلواکي او واکمني ګڼل کیږي، په همدې توګه دولت ته هم بې له حکومت، قلمرو، خلکو، خپلواکۍ او واکمنۍ څخه دولت نه شو ویلای.

د دولت مفهوم تر شپاړلسمې پیړۍ پوری سیاسي بڼه نه وه غوره کړی، د لومړې ځل لپاره د دولت کلمه د نننې دولت په مفهوم په ۱۴۶۹ م کی د نیکولا ماکیاولی له خوا وکارول شوه.( ۲ )

د یوه دولت په تشکیل کې خلک او قلمرو د شمیر او پراخوالي له مخې کوم ارزښت نه لري. په نړۍ کې ډیر داسې هيوادونه موجود دي چې د یوه میلیون څخه کم او یا د یوه میلیارد څخه په ډیر شمیر اوسیدونکي لري او یا د قلمرو پراخوالی يې د زر کیلو متره مربع څخه کم او یا د روسيې په څیر د ۱۷ میلیون کیلو متره مربع څخه زیات دی، خو بیا هم د یوه مستقل هیواد او دولت په توګه پیژندل کیږي.

حکومت او واکمني هم د یوه دولت د اساسي عناصرو په توګه پیژندل کیږي، خو د حکومت شکل د دولت په تشکیل کې په حقوقي لحاظ کوم توپیر نه لري. خو واکمنی د یوه دولت په ټول هیواد واک او خپلواکۍ ته وايې.

پایله دا چې هر څومره د یوه هیواد دولت غښتلی، خپلواک، په خپلو پښو ولاړ، د خلکو له خوا منلی، د خلکو په خوښه او د خلکو خدمتګار وي او تر څنګ يې د يوې غښتلې او خپلواکې اجرایه ادارې لرونکی وي، په همغه اندازه به په ملي او نړیواله سطحه بریالی وي.

۱ , ۲ – سیاست پوهنه، فرهاد داوري، د چاپ کال ۱۳۹۱ لمرړیز، ۱۱۱ او ۱۰۶ مخونه.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.