«د افغانستان د جهاد داستان»

دولت وزیري

1,551
د کرنیل امام په هکله کتاب« د افغانستان د جهاد داستان » ډیر څه د ویلو او پوهيدلو لپاره لري.
خو زه وایم، عیان ته د بیان اړتیا نشته، ځکه چې دا ټولې پيښې تر اوسه تاریخې شوي نه دي، بلکې تر اوسه جارې پیښې دي.
لوبوونکي او لوبيدونکي يې څه نا څه ټول ژوندي دي. که ژوندي هم نه دي، خو پرون او یا هغه بل پرون مړه شوي دي.
دا چې په کتاب کې څه لیکل شوي دي او چا په کې کوم رول لوبولی دی، هر څه روښانه دي، خو زه دې لیکنو ته له بلې زاويې ګورم او افغانانو ته له دې لیکنو څخه د هیواد سره د مینې کولو د درس او عبرت زده کولو سپارښتنه کوم.
افغانان کرنیل امام ته سپکې سپوری وايې، خو زه يې یو اتل بولم. هغه د خپل سر په بیه د امیر سلطان څخه ځان کرنیل امام ته ورسوه او دا نوم يې د هغه چا لخوا تر لاسه کړ، چې ده يې د هیواد په ویجاړولو پسې راخیستي وه.
د ده په پلار او مور رحمت،
د ده په وطن دوستۍ رحمت،
د ده په صداقت رحمت،
د ده په کار او زیار رحمت،
د ده په امامت رحمت
د ده په هغه مهارت رحمت چې ده يې ورته کور ویجاړوه، خو هغوی دی خپل امام ګاڼه او د جنت په تمه يې ور پسې لمونځ کاوه.
د پل خشتي په جومات کې په هغه انګریز هم رحمت چې څو کاله د افغانانو امام و.
کرنیل امام وايي:
زه غواړم چې پاکستان، روس او امریکا ته ماته ورکړي، هندوستان له خاورو سره خاورې کړي او د پاکستان بیرغ په ټوله نړۍ ورپیږي.
افغانستان ته د افغانانو په لاسونو اور ورته کړي او له هر پاکستاني امیر څخه په افغانستان کې امام جوړ کړي.
هغه په ډیر مهارت دا ټول کارونه تر سره کړل، ډیر يې ښه وکړل.
موږ چې د جنت لاره د خپل هیواد په ویجاړولو کې لټوو او جنت ته د تګ لپاره خپل دښمن هغه که انګریز او یا امیر هم وي خپل امام ټاکو، نو ګرم به څوک وي!
په افغانانو خپل هیواد ګران دی، خو د هیواد د ګرانښت په چل نه پوهیږي.
د هیواد د ګرانښت چل دې له خپل کرنیل امام زده کړي، چې هغه ته څرنګه او څومره پاکستان ګران و. د خپل هیواد د ګرانښت لپاره يې په څه ډول ځان د افغانانو امامت ته ورسوه. ده خپل امامت کاوه او د اور د لګولو لپاره يې اورلګیت هغه چا ته ورکړی وه چې دی يې خپل امام ټاکلی و.
«خبرې ډیرې، خو سر يې یو دی، هغه دا چې خدای دې د افغانانو لپاره خپل امام پیدا کړي.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.