عمران خان او پاکستان

دولت وزیري

969

انګرېزانو داسې نه انګېرله چې دوی به له هند څخه وتلو ته اړ شي. دوی په هېڅ صورت دې ته چمتو نه وو چې دغه ستراتیژیکه سیمه له لاسه ورکړي. خو په دویمه نړیواله جګړه کې انګرېزانو ته ډېر زیان ورسېده. دوی اړ شول هندوستان ته له جګړې وروسته د خپلواکۍ ژمنه ورکړي. کله چې جګړه پای ته ورسېده، دوی له یوه مخکې تر مخکې جوړ شوي پروګرام سره رامخې ته شول، تر څو په سیمه کې خپل نفوذ وساتي. د پروګرام له مخې د هندوستان وېشل او د خپلو شومو موخو لپاره د پاکستان په نامه د یوه هېواد را منځته کول وو.

د پاکستان تر څنګ دوی په سیمه کې نور ډېر جنجالونه هم را منځته کړل. پښتونخوا چې د افغانستان خاوره وه پاکستان ته ورکړه. پنجاب يې سره دوه ځايه کړ. د هند په منځ کې بنګال يې پاکستان ته ورکړ. د کشمیر پر سر يې هم لویه لوبه په سیمه کې تر شا پرېښوده. بلوچستان چې یو خپلواک هېواد و او په هېڅ صورت يې په پاکستان پورې اړه نه لرله پاکستان ته حواله کړ.

انګرېزان خپلو موخو ته ورسېدل، هر وخت چې وغواړي په سیمه کې کړکېچ را منځ ته کولای شي. له ١٩٤٧ م کال څخه تر ١٩٥٦ م کال پورې مستقیما پاکستان د انګرېزانو له خوا اداره کېده. لومړی ځل په ١٩٥٦ م کال اساسي قانون جوړ او پاکستان د اسلامي جمهوریت په نامه یاد شو. له ١٩٥٦ م کال راهیسې په پاکستان کې نظامیان یا په مستقیمه توګه او یا د پردې تر شا په واک کې دي. دا د انګریزانو سیاست و، چې هر څه د نظامیانو پر خوښه پر مخ ځي.

که د نظامیانو خوښه وي ملکي حکومت او که کله يې زړه شي بیا نظامي حکومت اعلانېږي. لویې بېلګې یې د فیلد مارشال ايوب خان د ١٩٥٨ م کال د اکتوبر د ١٧ مې نېټې کودتا وه چې د جمهور رئیس سکندر میرزا حکومت ته یې د پای ټکی کېښود او لس کاله یې واکمني وچلوله، جنرال یحیی خان په ١٩٦٩ م کال د کودتا له لارې واک ملکي حکومت یې د کودتا له لارې ړنګ او ١١ کلونه يې تر ١٩٨٨ م کال پورې واکمني وچلوله او جنرال پروېز مشرف د ١٩٩٩ م کال د اکتوبر د ١٢ مې کودتا چې د نواز شریف ملکي حکومت ته ورسېد.

 جنرال یحیی خان درې کاله واکمن و او بنګلدېش د ده د واکمنۍ پر مهال له پاکستان څخه جلا شو او له دې وروسته پاکستان د جمهوري فدرال اسلامي دولت په نامه یاد شو، جنرال ضیاالحق چې د ١٩٧٧ م کال د ذوالفقار علي بوټو  یې ختم او ٨ کلونه واکمن و. دوی ټول د نظامي کودتاوو له لارې د تش په نامه ملکي حکومتونو پر ځای رامنځ ته شوي وو. که وګورو پاکستان د جوړېدو له ورځې نږدې لس کاله د انګرېزانو او نږدې ٣٢ کاله د نظامیانو له خوا په مستقیم او ٣٣ کلونه د ملکي حکومتونو په نامه په غیرمستقیم ډول د نظامیانو له خوا اداره کېږي.

د پاکستان رامنځته کېدل د انګرېزانو پروګرام او پلان و، څرنګه چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا متحده ایالتونه د شوروي اتحاد تر څنګ د یوه زبرځواک هېواد په توګه نړیوال سیاست ته راووتل. کله چې شوروي اتحاد په ١٩٧٩ م کال پر افغانستان وسله وال یرغل وکړ، انګرېزانو پاکستان د شوروي اتحاد پر ضد سنګر وټاکه او په لوی لاس یې امریکا د شوروي اتحاد پر ضد مبارزې او مرستې ته راوبلله. امریکایانو د افغانانو په همت او قربانیو شوروي مات، ړنګ او په خپله د ډګر اتلان شول.

دلته چې ډېره اړینه خبره ده هغه دا ده که مخکې يوازې انګرېزانو د پاکستان په سیاست کې لوی لاس درلود، اوس د ډالرو واکمن امریکا د پاکستان په سیاست کې لومړۍ خبره کوي.

د پاکستان ٩٥ سلنه نظامیان د انګلستان او د امریکا د متحده ایالتونو له خوا روزل شوي دي. په هېڅ صورت په پاکستان کې ملکي حکومتونه د دې واک نه لري، چې د امریکا او انګرېزانو د رایې مخالف سیاست غوره کړي.

اوس هم خبره همداسې ده. عمران خان پر پچه وخوت کشمير يې ولید. مانا دا چې ده فکر وکړ، چې دی کولای شي د نظامیانو د نظر خلاف سیاست وکړي. حال دا چې پاکستان په پورونو کې تر سره ډوب او د نظامیانو لګښت یې ټول وخت د امریکا له خوا تمویلېږي.

سمه ده چې چین اوس ستر اقتصادي ځواک او روسیه هم کوښښ کوي چې په نړیوال ډګر کې ځان ورو- ورو تثبيت کړي. خو عمران خان ونه شو کړای چې حالات سم تحلیل کړي.

چین او روسیه تر اوسه په نړیواله کچه د امریکا په مقابل کې ډغرې نه شي وهلای. چین په افغانستان کې هم د مرستو ژمنې کوي، خو د ملګرو ملتونو په غونډه کې له افغانستان سره یې د مرستو کچه دوه ملیونه دالره وه، چې د مرستو ورکوونکو هېوادونو په ډله کې د پای له خوا د جدول دویم هېواد دی.

عمران خان لاړ، خو پاکستان د پخوا په څېر د نظامیانو په لاس کې دی. کوم لوی کار نه دی شوی، درې میاشتې وروسته به ټاکنې تر سره شي، څوک چې د نظامیانو په زړه وي هغه به رامخې ته شي. وایي:

«چیزیکه عیان است چی حاجت به بیان است» او يا وایي: «خپل کور یا خپل ګور.» د خپل هېواد په فکر کې ملي یووالي ته ژمن شئ، هېواد مو وساتئ او یو او بل ته درناوی وکړئ. د بریالیتوب لاره همدا ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.